د  شينجيانګ  متدينان
中国国际广播电台

    

اوس  شينجيانګ  لا هم  يو داسی سيمه ده چه  څو مذهبونه  پکښی  موجود دی٠ د  اسلام  مبارک  دين  د  شينجيانګ  په  ټولنيز ژوند کښی نسبتأ  قوی اغيزه  لری٠ اوس  د  شينجيانګ  په  ټوله سيمه کښی د  اسلامی دين د جوماتونو، د  لامايی معبدونو او کاتوليکی کليساوو  په شمول  مذهبی ځايونه  څه دپاسه  درويشتو زرو  ته  رسيږی چه  په  پوره توګه  يی  د  بيلا بيلو قومونو د مذهبی پيروانو اړتياوې پوره کړيدی٠  په  شينجيانګ کښی  اسلامی ټولنه،  د  اسلامی علومو  پوهنځی او  بودايی ټولنه  شته ٠

       په  شينجيانګ کښی د  ويغور، قزاق  او   هوۍ  په شمول  د  لسو قومونو  څه دپاسه  نهه  مليونه خلک  د  اسلام  پر مبارک  دين  باندی  عقيده  لری چه  دا شمير د  ټول  شينجيانګ د  نفوسو  په سلو کښی شپږ  پنځوس  اعشاريه  دری  برخه  نيسی٠

          د  شينجيانګ  مغولی اوسيدونکی اکثرأ   پر تيبی بوديزم  يعنی لامايی دين  باندی  عقيده  لری چه پيروان  يی  څه نا څا  اتيا زره  تنه دی او  څلويښت بودايی  معبدونه  شته ٠  په  شينجيانګ  کښی  څه نا څه ديرش زره تنه  مسيحان  او  د دوی  څليرويشت  کليساوې  او  څه دپاسه  څلور زره تنه  کاتوليکان  او  د  دوی  پنځه ويشت  کليساوې  شته ٠  برسيره پردی  په  شينجيانګ  کښی د  روسی  قوم  څه دپاسه  سل تنه  هيوادوال  پر عيسويت باندی  عقيده لری او  دوه کليساوې  لری٠