د تبت په باب معلومات
中国国际广播电台

     

د تبت خودمختاره سيمه د چين د پنځو خودمختارو سيمو څخه ده او په لنډ ډول ورته تبت ويل کيږي  ، په دې سيمه کې د خلکو اکثريت تبتي خلک دی ، ، تبت د چين په جنوب لويديځ او د چينګ های او تبت د لوړې په جنوب لويديځ کې واقع دی د تبت جنوب او لويديځه برخه د ميانمر ، هند ، بوتان ، او نيپال سره ورڅيرمه ده د سرحدي کرښې اوږدوالی يې نژدې څلورو زرو کيلومترو ته رسيږي او د ټولې سيمې د ځمکو مساحت يو مليون دوه لکه شل زره مربع کيلومتره دی چې د چين د عمومي مساحت په سلو کې دوولس اعشاريه اته برخه نيسي ،

        د تبت خودمختاره سيمه د سمندري سطحې څخه د څلورو زرو مترو په لوړځای کې پرته ده او د چينګ های او تبت د لوړې د اصلي برخې يو جز دی ، خلک ورته د نړۍ د بام لقب ورکوي ، د تبت په خودمختاره سيمه کې د خلکو عمومي شمير له دوو مليونو شپږو لکو تنو څخه زيات دی چې له دې جملې څخه دوه مليونه پنځه لکه تنه تبتيان دی او ددې سيمې د خلکو د عمومي شمير په سلو کې شپږ نوي برخه نيسي ، په تبت کې د خلکو شمير د چين د نورو سيمو په پرتله ډير لږ دی او په هر مربع کيلومتر کې په منځني توګه  تر دوو تنوهم کم دی ٠