جغرافيه يي معلومات
中国国际广播电台

     

د چينګ های او تبت لوړه يو لړ ځانګړي طبيعي خصوصيتونه لري او د ګردې کرې د لوړو او غرونو په سيمو کې مهم مقام نيسي ، ځيني پوهان دې لوړې ته د ځمکني کرې دريم قطب وايي ٠

     ولې  دا سيمه د دريم قطب په توګه ويل کيږي علت يې دا دی چې دا سيمه ډيره لوړه ده او يخه هوا لري ، د چينګ های او تبت لوړه د سمندري سطحې نه په څلورو زرو مترو جګه ده او شاوخوا يي جګ غرونه دي ، د نوموړي لوړې په منځ کې د هوا د تودوخې درجه په منځني توګه تر صفر هم ټبټه ده ، ان په ډيره توده موده کې په نوموړي سيمه کې د هوا تودوخه  په منځني توګه له سانتيګراد لسو درجو څخه هم ټيټه  ده  ٠

      د چينګ هاي او تبت  لوړه د سمندري سطحې د ٤٠٠٠ مترو څخه جګه ده ، د نوموړي لوړې د رامنځته کيدل  په ځمکني کره کې ځمکني پوستې د وروستني د سخت حرکت سره نژدې اړيکي لري ، په لوړه کې زياتې غرني څوکې شته چې  لوړوالی يې له شپږو زرو مترو څخه تر اتو زرو مترو پوري دي  ، هغه په نړۍ کې ترټولو نه وروستني رامنځته شوي لوړه ده او د اسيا د زياتو لويو سيندونو سرچينه هم ده ٠