د چينګ هاي او تبت د لوړې تاريخ او اوسني حالت
中国国际广播电台

    

 ﻻ د ميلاد نه مخکې د چينګ هاي او تبت په لوړه کې د اوسيدلي تبتي قوم خلکو د چين په داخل کې د اوسيدلي هان قوم د خلکو سره اړيکې درلودې ، د کلونو کلونو د تيريدو سره په نوموړي لوړه کې زيات قومونه ورو ورو واحد شواو په اوسني تبتي قوم بدل شوی دی ٠

       د ميلادي اوومې پيړۍ په لومړنيو وختونو کې د چين په منځني سيمه کې د ګډوډۍ او تجزيې حالات چې د دريو سوو کالو دپاره يې دوام درلود له منځه ولاړل ، په عين وخت کې تبتي قوم د قهرمان سونګځان ګان بو هم په رسمي توګه د توبو په نامه امپراطوري رژيم قايم کړ او مرکز يې لاسا و، د سونګ ځان ګان بو د واکمني په موده کې د تانګ امپراطوري سلطنت څخه توليدي تخنيکونه او سياسي او کلتوري تجربې ترلاسه کولې او په سياسي ، اقتصادي  او کلتوري ساحو کې د تانګ د امپراطوري سلسلې سره ډير دوستانه مناسبات ساتلي وو ٠

          د ديارلسمې پيړۍ په منځني برخه کې تبتي سيمه په رسمي توګه د چين په نقشه کې شامله شوه ٠ د هغه وخت نه وروسته که څه هم په چين کې مرکزي حکومتونه څو څو ځله بدل شول مګر تبت هميشه د چين د مرکزې حکومت ترادارې لاندې و ٠٠

      وروسته له هغه چې په ١٦٤٤ کال کې د چينګ امپراطوري رژيم جوړشو٠مرکزي حکومت د تبت په هکله اداره نوره هم ټينګه کړه او پر تبت باندې د حکومت کولو په باب يو لړ تدابير لاپسي  قانوني شول ، په ١٧٢٧ کال کې د چينګ امپراطور په تبت کې يو استازي ترتيب کړ ترڅو د مرکزي حکومت په نمايندګی د تبت د محلي حکومت نظارت وکړي ٠

           په ١٩٤٩ کال کې د چين ولسي جمهوريت تاسيس شو ، د مرکزي ولسي حکومت د تبت د تاريخ او اوسنيو حالاتو سره سم د تبت د سوله ايزې ازادۍ په باب اصول جوړکړ ، د چين مرکزي ولسي حکومت د تبتب خلکو د ارزو له مخي په تبت کې په ديموکراتيکو اصلاحاتو ﻻس پورې کړاو په تبت کې يې  فيوډدالي مري نظام له منځه  يووړ، مليونه مريان او بزګران له ظلم څخه وژغورل شول . او ازادي يې ترلاسه کړه  او د نوي ټولنې په څښتانو بدل شوي دي ، د څو کالو د ثابت پرمختګ نه وروسته د ١٩٦٥ کال د سپتمبر په مياشت  په  تبت کې په رسمي توګه خودمختاره سيمه جوړه شوه ٠