تبتی قوم
中国国际广播电台

     

تبتی قوم  د تبب  عمده  قوم  دی او  ځانګړی  ژبه لری٠ د دی قوم  خلک په عمده توګه  په کرنې بوخت  دی او  ښاريان  يی  اکثرأ   په لاسی صنعت، صنائعو او سوداګرۍ  لاس پوری کوی٠

       د  تبتی قوم  هيوادوال  پر تبتی بوديزم  باندی عقيده  لری،  ميلمه پالونکی او خوشحاله  خلک  دی او  د  سندرو ويلو او  نڅا کولو  په برخه  کښی لوی لاس لری٠ تبتی سندرې  خوږې  دی  او  عمومأ  د  نڅا  په  بدرګه  ويل  کيږی ٠ د  پوښاک په برخه کښی  تبتي نارينه  وريښمين يا  پمبه يی لنډ  کميسونه او غټ  بالاپوش اغونډی او  ښځې يی  د  کميس  دباندی   لستوڼی نه لرونکی  بالاپوش  اغونډی او په ملا کښی   کمربند  تړ ی٠  واده شوی ښځه    په ملا کښی ښکلی  پيش بند هم  تړی ٠  د  تبتی قوم  ټول خلک   که  نارينه  وی يا ښځې د  ويښتانو کوڅۍ لری  او  ګاڼی هم  تړی ٠  البته  د  مختلفو ځايونو لباسونه  لږ څه  توپير لری٠  د  ٌ زان با ٌ  په  نامه   د  تبتی غنمو او  لوبيا  پودر  د  تبتيانو  عمده خوراک  دی ، دوی  د  کوچو او شيدو لرونکو چايو  او  له  تبتی غنمو څخه   د جوړشويو شرابو له  څښلو  او  د  غوايی او پسه  د  غوښو  له خوړلو سره  شوق لری٠  اوس  د  تبتيانو  د  تدفين  دودونه  دری ډولونه  دی  :   مرغان د   مړې  غوښه  خوری،  مړی  سوځول کيږی  يا  په  سيند  کښی  اچول کيږی ٠