د  ٌ  موينبا ٌ  قوم 
中国国际广播电台

     

د  ٌ  موينبا ٌ    قوم     په عمده توګه   د  تبت  د  خودمختارې سيمې د  جنوبی برخې د  ٌ موين يوٌ او  ٌ موتو ٌ  په ناحيو کښی  اوسيږی٠ دا  قوم خپله  ژبه لری ، خو  له  تبتی ليک دود  څخه  استفاده کوی٠ د  ٌ  موينبا ٌ  د قوم  هيوادوال  په عمده توګه  په کرنې  بوخت  دی او  شولې  کری، دغه راز  دوی  په مالدارۍ او ښکار هم  لګيا دی او له  باڼسو او تاکونو څخه  د مصنوعاتو او ورځنيو شيانو په  جوړولو کښی لوی لاس  لری٠ د دی قوم  نارينه او ښځې  سور اوږد  بالاپوش  اغوندی او    ژيړ يا  تور نمدی خولۍ  په سر کوی،  د  موينبا  قوم  ښځې  بنګړی  او  غوږوالی  تړی او  د  نارينه   په ملا  چاړه  ځوړندوی ٠ د دی قوم  ټول خلک  که  نارينه  وی يا  ښځې  د  شرابو  او  نسوارو  له څښلو سره  شوق  لری ٠ د دوی عمده   غله جات  وريجی او  جواری  دی٠  د  موينبايانو  د  تدفين  عادت   په اوبو کښی  د  مړی  ډوبول  دی او  ځينی يی  تر مځکې لاندی  د خښولو يا  سوځولو  عادت  هم  لری ٠ د ٌ موينبا ٌ  قوم  اکثره  خلک  پر تبتی بوديزم  باندی  عقيده لری٠