د  تبت  صنائع
中国国际广播电台

     

 پخوا  په تبت کښی يوازی  د  تبتی غاليو د اودلو او د  ښکلو پيش بندونو،  تبتی  موزو  او  د  لرګيو د  کاسو  د جوړولو لاسی صنائع  موجود وو او  عصری صنائع  يی نه درلودل٠  په  ١٩٥١ کال کښی  له  فيوډالی  تسلط  څخه  د   تبت  د  سوله ايزې ازادۍ  نه وروسته  او په  تيره  بيا  په  ١٩٥٩ کال کښی  د  ديموکراتيکو  اصلاحاتو  له  ترسره کيدو  راهيسی  د  تبت  صنائعو  چټک  انکشاف  موندلی او  تر اوسه پوری  د  انجنونو ،  فلزسازۍ ، سکرو،  ماشين الاتو،  کيمياوی صنعت ،  ساختمانی موادو،  د  ځنګلونو  د صنائعو،  اولګيت ،   پلاستيکو ،  نساجۍ،  خوراکونو ،  څرمنو  او  کاغذو په شمول     زياتې  صنعتی څانګې  رامنځ ته شوی   او  عصری سوداګرۍ ،  توريستی چارو ،   مخابراتو ، خدمتی چارو ،  د  کلتور او ساعت تيری چارو  او  د اليکترونيکی انفورميشن  صنائعو  هم  په تبت  کښی په  سرعت سره  پرمختګ  کړيدی ٠

      په راتلونکی  کښی به  تبت  په  لا فعاله  توګه  صنائعو ته  انکشاف  ورکړی، د  صنعائعو  جوړښت به  يی تنظيم  کړی او د  کانی موادو،  ځنګلونو  او  د  مالدارۍ د  پيداوارو د استخراجولو دپاره دی کوششونه وکړی،  دغه  راز  به  تبت  د  صنعتی تصديو  تخنيکی  اصلاحاتو او  تحولاتو  ته  پياوړتيا ورکړی  تر څو چه  د تبت په  کورنيو توليداتو  په عمومی  ارزښت  کښی    د صنائعو د  توليدی ارزښت   تناسب  په پر له پسی توګه  زيات  شی ٠