د  تبت  زراعت
中国国际广播电台

  

د  تبت  په زراعتی  چارو کښی  مالداری  مهم  مقام  نيسی  او  کرنه  او  مالداری  برابر اهميت  لری ٠ کرنې  يی  د  لوړو  او  سړو  سيمو  د  کرنې خصوصيت  لری او د  بيلا بيلو ځايونو  په کرنه  کښی يی څرګند توپير  شته ٠ د  تبت  کښتونه  په عمده توګه  په هغو درو کښی  کرل کيږی  کوم  چه طبيعی شرائط  يی  نسبتأ  ښه  دی،    تبتی غنم  د  تبت  عمده  کښت دی ،  غنم ، شړشم  او  مټر  هم  کرل کيږی  او  شولې او جواری  هم  په تبت کښی  لږ ليدل کيږی ٠  د  تبتی غنمو د  کرلو  مساحت  پراخ دی  او  د تبت په  هر ځای کښی کرل کيږی ٠  څرنګه چه دا کښت  له سړی هوا  سره  مقاومت  کولای شی ، نو په  هغو پراخو  ځايونو کښی  کرل کيږی کوم  چه    له سمندری سطحې نه   له  دوه زرو پنځه سوو  مترو  څخه   تر  څلور زرو پنځه سوو  مترو پوری  لوړ دی ٠