مالدارۍ
中国国际广播电台

    

 مالداری د  تبت  د  زراعتی اقتصاد  عمده  تشکيلاتی  برخه  ده ،  لرغونی تاريخ  لری  او د  انکشاف   ښه  راتلونکی  هم  لری ٠  د  تبت  په  ټوله خودمختاره سيمه کښی  د  طبيعی څړځايونو  عمومی مساحت  دوه اتيا  مليونو هکتارو ته  رسيږی چه  له  دی جملې څخه څه دپاسه   شپږ پنځوس  مليونه هکتاره  چمنونه  د  استعماليدو  وړ  دی او  د  ټول  چين  د  څړځايونو  په سلو کښی  شل  برخه  نيسی ٠ تبت  د  چين  د  مالدارۍ  له  پنځو  عمده  سيمو څخه  شميرل کيږی ٠  د تبت  د  څړځايونو په سلو کښی څه  دپاسه  نوی برخه  د  لوړو غرونو  چمنونه  دی او   واښه  يی  د  ژويو د پاره  لوړ  غذائی  ارزښت  لری ٠

       د  تبت  د  مالدارۍ  توليدی ارزښت   د  زراعتی  چارو  د عمومی توليدی ارزښت  په سلو کښی څه نا څه  شپيته  برخه  نيسی ٠     خژګاو ، تبتی پسونه ،  تبتی وزې  د تبت  عمده  حيوانات  دی او  له دی  جملې څخه  د  خژګاونو  شمير يی تر ټولو  زيات دی٠  خژګاو  د  لوړو  غرنيو  سيمو  ځانګړی  ژوی  دی  چه  له سړې هوا او د  هيدورجن  له  کموالی سره مقاومت  کولای شی ٠ خژګاو ٌ د فلات   بيړۍ ٌ   ګڼل کيږی او د  ترافيکی وسيلې په توګه  استعماليدای شی ٠   د  خژګاو  د  شيدی او غوښو  توليدی اندازه  لوړه  ده ٠  تبتی پسونه  هم  له سختې سړې هوا  او  وچکالۍ سره مقاومت  کولای شی، د  دغه  پسونو له  روزلو څخه  زياتې  اقتصادی  ګټې  ترلاسه  کيدای شی٠ د تبت  په  هر ځای کښی ډير زيات  داسی  پسونه  روزل کيږی ٠