ځنګلداری
中国国际广播电台

     

 په  تبت کښی د ځنګلونو مساحت  څه نا څه  شپږ مليونو دری لکو  هکتارو  ته  رسيږی او  د  دی  خودمختارې سيمې  د  خاورې د  عمومی مساحت   په سلو کښی پنځه  برخه  نيسی او  د  چين د  ټول هيواد  له منځنی سويې څخه  ډير کم  دی٠ خو  په  ټول تبت کښی  د  لرګيو  زيرمه   څه دپاسه  يو مليارډو  څلور سوه مليونو  مکعب  مترو ته  رسيږی او  د  چين  په  ټولو  ولايتونو او خودمختارو سيمو کښی دوهم  مقام  نيسی ٠ د  تبت  د  ځنګلونو منابع  په متمرکزه  توګه  د يالوبوځانګبو  د سيند  په  منځنی او  وروستی  ناوه ،  د  هيمالايا  د غرونو په  جنوبی ناحيه  او  د  تبت د  ختيځې سيمې د  درو  په  ناحيو  کښی  موجودی دی  او  د  ونو  ډولونه  يی  زيات  دی  او  د  ودې  سرعت يی چټک  دی ٠

       تبت  د  ايکولوژۍ  أبادۍ ته  ډير ستر اهميت ورکوی او  د  دولت او  ولايت په درجو  د  طبيعی چاپيريال  د ساتنې  اتلس  خاصې  سيمې  جوړې شويدی او د دغو خاصو سيمو  مساحت  د  تبت  د خاورې  د مساحت  په  سلو کښی څلويښت  برخه  نيسی ، نو  په دی اثر  د  تبت  د  لوړو غرنيو سيمو  ايکولوجيکی چاپيريال او په   ښارونو او کليو  کښی يی د  ژوند  چاپيريال  په ښه شان سره ساتل شويدی٠ اوس د  تبت  ايکولوژۍ   په  اساسی توګه  په  اصلی حال کښی  ده  او  د دی سيمې  د  چاپريال  د ساتنې  حالات   په  چين کښی  تر ټولو   ښه  دی ٠