له تبت سره  د چين د نورو ځايونو  مرستې
中国国际广播电台

     

تبت   ٌ د نړۍ بام ٌ  ګڼل کيږی،  د تاريخی او طبيعی عواملو د  محدوديت  په اثر په تيره اوږده موده کښی د دی سيمې  اقتصادی او ټولنيز انکشاف  وروسته پاتی ؤ ٠ په ١٩٩٤ کال کښی  د چين  مرکزی مقاماتو  له  تبت سره د مرستې په باب  دريمه  غونډه  جوړه کړه او  په هغه کښی يی  پريکړه وکړه چه  د  هيواد   بيلا بيل   ځايونه  دی  د  تبت  له  أبادۍ  سره  د مرستې  دپاره  په  تبت  کښی  د کرنې ، مالدارۍ، ځنګلدارۍ ،  انرژۍ،  ترافيک ،  پوست  او  مخابراتو  دوه شپيته  پروژې جوړې کړې٠ په دغو پروژو کښی  د  پانګې اچونې  عمومی اندازه   له  اته سوو شپيتو مليونو  ژن مين بی يوانو څخه   اوښتی ده ٠ تر اوسه پوری  دغه  پروژې  په پوره توګه بشپړې شوی او په کار  لويدلی  دی چه  ډير ښه  اقتصادی او ټولنيز  موثريت  يی  رامنځ  ته کړيدی ٠

      د  نوموړو  پروژو د  جوړيدو په اثر  د  تبت د  اقتصادی انکشاف  د  پرمخبيولو په  عين وخت کښی  د  تبت  د  لوړې  د خلکو د  ژوند هغو  عادتونو  هم  ښه  بدلون  موندلی دی کوم چه  له سل ګونو سل ګونو کالو راهيسی نه و  بدل شوی ٠  اوس  د تبت د خودمختارې سيمې په مرکز  لاسا کښی  ښاريان  هره ورځ  زيات  تلويزونی پروګرامونه  ليدلای شی،  د تبت  د ختيځې سيمې د  درو سيندونو په  ناوو  کښی  د کرنې د عمومی أبادۍ په اثر هلته  شاړې مځکې  په  سمسورې واحې  بدلې شويدی،  د تبت د  جنوبې سيمې په ښوونځيو کښی  څو پوړيزی  تدريسی ودانی جوړې شوی او  د  بزګرو  اولادونه  پراخو او روښانه  درسخانو ته  ننوتلی دی،  دغه  راز  د  لاسا  د بودالا  د ماڼۍ په  ميدان  کښی  چه  په ګرانيتو هوار شوی،  تل  رنګارنګ  بيرغونه  رپيږی او  بی شمير ښاريان او سياحان  هلته سيل کوی،  دا ميدان   نړۍ ته د  تبت  د  ښکلی څيرې د  ښودلو  کړکۍ  ګرځيدلی ده ٠