ناموڅو
中国国际广播电台

     

په تبتي ژبه کې جهيل ته څو ويل کيږي ، د تبت په خودمختاره سيمه کې څه دپاسه يو زر پنځه سوه لوي او کوچني جهيلونه  شته او عمومي مساحت يې له دوو سوو څلويښتو مربع کيلومترو ته رسيږي چې د چين د جهيلونو د عمومي مساحت يو په دريمه برخه نيسي ، په لوړه کې د پرتو جهيلونو مساحت پراخ دي او ژور هم دي ، په نوموړي سيمه کې د اوبو د منابعو ذخيرې ډيرې غني دي ٠

    په تبت کې تر ټولو نه لوي جهيل ناموڅو دی ، د ناموڅو معنا اسماني جهيل  دی او د تبتي بودايي دين مشهور مقدس ځای هم دی ٠جنوب ختيځ يې لوړ غرونه دي چې نيان چينګ تانګ ګولا نوميږي ، شمال يې لوړه او غونډۍ دي ،  پراخ څړځايونه د ناموڅو جهيل چاپيروي ، نوموړي جهيل  لکه يوه ستره هنداره  په پراخ چمن کې ډک دی ، ابي اسمان ، شين جهيل ، سپينې واورې ،رنګارنګ ګلونه او د مالدارانو کيږدۍ  يو ښکلي او په زړه پوري طبيعي منظره تشکيلوي ٠