中国国际广播电台
د جاشلونبو په نامه معبد د تبت د ژيړ دين تر ټولو نه لوي معبد
دی چې تر اوسه پوري څه دپاسه
پنځه سوه کاله تاريخ لري ، او
د بانڅان لاما لخوا د ديني او
سياسي فعاليتونو د ترسره کيدو
مرکز دی ٠
نوموړي معبد په غره کې جوړشوی دی چې څه دپاسه دوه سوه
وداني لري ، په دې معبد کې د مي
له بودا يو لوي تالار شته چې
لوړوالی يې ديرش متره دی او پکې د
مي له بودا يوه ژيړه مجسمه پرته
ده چې جګوالی يې ٢٦ اعشاريه ٢
متره دی ، نوموړي مجسمه د څه
دپاسه دريو سوو کيلوګرامو سرو زرو
او څه دپاسه يو لکو لس زرو
کيلوګرامو ژيړو او د څه دپاسه يو
زرو څلور سوو دانو غرملرو او
قيمتي ډبرو په واسطه جوړه شوه ٠
|