中国国际广播电台
تبتي علم د تبتي قوم د ټولنې د
تاريخ او کلتور د څيړنې په برخو
کې يو عمومي علم دی ، د تبتي علم
مطالعه او څيړنه د تبتي قوم د
ټولنې ، تاريخ ، سياست ، اقتصاد ،
دين ، ادبياتو ، موسيقي ، ډرامې
ساختمان ، طب او درملونو ، جنتري
څخه عبارت دي ٠
د تبتي قوم کلتوري ميراث او ځانګړي ټولنيز حالات د نوموړي
علم د مطالعې او څيړنې دپاره يوه
ډيره ښه سرچينه ده د تبتي قوم په
باب تاريخي ارشيف نژدي دريو
مليونو ته رسيږي ، چې د چين په ٥٦
قومونو کې د هان قوم نه وروسته
دوهم مقام نيسي ٠
تبتي علم نه يوازي څرګند قومي خاصيت لري بلکې د زياتو
علومو سره هم يوځای شوي دي ٠ اوس
د تبتي علم مطالعه او څيړنه په
زياتو پرمختللو هيوادونه کې د يوه
تود علم په توګه ترسره کيږي ٠ د
جاپان ، ايتاليا ، برتانيه ،
فرانسه ، هنګري ، المان ، روسيه
، استراليا، هنمارک ، سويډن او
فنلندکې زيات مطالعه کوونکي او
څيړونکي شته ،
اوس په چين کې د تبتي علم د څيړنې څانګې په دې ډول دي
– د تبت پوهنتون ، د تبت سوسيال اکاډمي ، د تبت د خودمختارې
سيمې ارشيفخانه ، د چين د تبتي
علم انستيتوت ، د چين د سوسيال
اکاډمي ملي انستيتوت ، د مرکزي
قومي پوهنتون د تبتي علم انستيتوت
او تبتي فاکولته ٠
|