تبتی بوديزم او  لامايی معبدونه
中国国际广播电台

     

 تبتی بوديزم  د چين د  تبت  او  داخلی مغولستان  په  سيمو کښی  خپور شويدی  او د لامايی دين   په نامه  هم  ياديږی ٠  لامايی دين  داسی بوديزم  دی چه   له لرغونی هند  او د چين  له مرکزی سيمې څخه  تبت  ته  داخل شوی او  له  محلی لرغونی  مذهب  سره  د  يو ځای کيدو  په اثر رامنځ  ته  شوی  او   د تبت  محلی خصوصيت  لری ٠

        د  چين  د هان  قوم  د  بوديزم  او  د هند  د  بوديزم  د  اغيزې په اثر  د  تبتی بوديزم  معبدونه  اکثرأ  د  هان  قوم   د  ماڼۍ  ساختمانی شکل  لری  او پر دی اساس يی انکشاف هم  موندلی دی ٠ دغه  معبدونه  عمومأ  لويه پيمانه لری او  ډير ښکلی دی٠ مثلأ د  لاسا د  ښار  د  بودالا  ماڼی ، د  جه بانګ  معبد او  د  چينګ های  د  ولايت  د  تار معبد  د  لرغونو ودانيو وتلی  بيلګې دی ٠

      په  تبت کښی  بودايی معبدونه  د  تبتی بوديزم  مرموز خصوصيت  هم  لری٠ د معبدونو په  دننه کښی  د بودايی  مجسمو تالار  لوړ او  ژور دی او  پکښی  رنګارنګ  اوږد  ټوکران  ځوړند دی ،  د  معبدونو باندينی ديوالونه  يی  سور رنګ  لری  او  په  سرو ديوالونو کښی يی  په  سپينو او  قهوه ئی  کرښو ښکلی  شويدی٠

تصوير :لاما