د تبت  د  خلکو  مذهبی  دودونه
中国国际广播电台

         

 د تبت  خلک  د  مذهبی عقيدې  پوره  ازادی لری٠ د  تبت په خودمختاره  سيمه کښی  د تبت ،  موينبا ، لوه با  او  ناسی  د  قومونو  اکثر هيوادوال  پر تبتی  مذهب باندی  عقيده  لری او  په  عين وخت کښی  لږ شمير خلک  يی  د اسلام  پر مبارک دين او  کاتوليکی  دين  باندی هم  عقيده  لری٠ اوس د  تبت په خودمختاره  سيمه کښی د  تبتی بوديزم څه دپاسه  يو زرو  اووه سوه  معبدونه شته  او  پکښی  څه نا  څه  شپږ څلويښت زره تنه  بودائيان  او ښځينه  بوداګانې  شته ٠ دغه  راز  په تبت کښی څلور جوماتونه  او  څه دپاسه دری زره تنه مسلمانان  شته  او  يوه کاتوليکی  کليسا  او  څه دپاسه اووه سوه  کاتوليکان  موجود  دی ٠   بيلا بيل   مذهبی فعاليتونه  په عادی توګه  روان  دی او د  مذهبی پيروانو  اړتياوې  هم  پوره  شويدی٠

      د تبت  د خلکو  دودونه  ښه  ساتل شوی او  تر  ښه  حمايت  لاندی  دی ٠  د  تبتی قوم  او نورو ملی اقليتونو  ټول هيوادوال  يی  دا حق او  ازادی لری چه  د  خپلو عنعنوی دودونو له مخی  ژوند او  ټولنيز فعاليتونه وکړی٠  دوی د خپلو قومونو  د  لباسونو ،  خوراکونو  او  استوګنې  د عنعنوی  سبکونو او  شکلونو  د ساتلو په  عين وخت کښی  د  پوښاک ، خوراک ،  استوګنې  او  د  واده  او  تدفين  په برخو  کښی  هم  اوسنی  تمدن  او  د  سالم  ژوند  دودونه هم   منلی دی٠  د تبت  په خودمختاره سيمه کښی  د  تبتی جنټرۍ  د  نوی کال  په شمول د  يو شمير اخترونو  د  نمانځنې  فعاليتونه  او  زيات  مذهبی  مراسم  ښه   ساتل شوی او  دوام  لری  او  په  عين وخت کښی  د خپل هيواد  چين  او  حتی  د نړۍ د  ډول  ډول  اخترونو  د نمانځنې  فعاليتونه  ترسره کيږی ٠

  


(  عکس : رنګارنګې  مذهبی لوحې  د  تبتی هيوادوالو  ښکلی ارزو  څرګندوی  )