تبتي ډرامه
中国国际广播电台

       

تبتي ډرام په تبتي ژبه کې اجيلام ويل کيږي او د ملکې خور معني لري ، تبتي ډرامه اوږد تاريخ لري ، د ډرام د ننداره ورکولو شکلونه زيات دي او قومي خصوصيت لري ، د وين چنګ شهزادګۍ او د نوسا شهزاده  په تبتي ډرام کې نمونوي ډرام دي ، ، د تبتي ډرام موسيقي ډيرې خوږې خوندورې دي او کالي يې رنګارنګ او ښکلي ښکاري ٠

    تبتي ډرام د فولکلوري سندرو او نڅاګاوو د ښودلو په شکل يو ډول عمومي نمايشي هنر دی   ٠ په پنځلسمه  پيړۍ کې ځينو بودايانو د بودايي کيسو څخه د سندرو او نڅاوو په ښودلو سره ډرام جوړکړ او په دې صورت  سره ډرام يې د تبت په بيلابيلو ځايونو کې ښود ٠ هغه د تبتي ډرام ابتدايي شکل و ، د کلونو کلونو د تيريدو سره د بي شميره فولکلوري هنرمندانو د کوششونو له امله اوستي تبتبي ډرام يو عمومي هنر ګرځيدلی دی چې  نمايشي کتابونه او ارکستر هم لري ٠

           د تبتي فولکلوري ډرام هنري هئيتونه د تبت په بيلابيلو ځايونو کې يا په کليو او يا ښارونو کې ننداره ورکوي او تبتي خلک ورسره ډيره مينه او علاقه لري ٠