په سياسي فعاليتونو کي د ښځو برخه اخيستنه

 

中国国际广播电台

  د چين په اساسي قانون کي راغلي دي چه د چين ښځې او سړي مساوي سياسي حقوق لري ، په بل عبارت ، ښځې او سړي د مساوي انتخاب کوونکي او انتخاب کيدونکي حق څخه برخورداريږي ، د دولتي چارو په اداره کولو کي د برخه اخيستلو او د رسمي ماموريتونو د لرلو مساوي حق او نور حقوق لري ٠ د چين د لسم ملي ولسي کانګرس په نماينده ګانو کي ٦٠٤ تنه ښځې دي چه شمير يي د عمومي شمير په سلو کي ٢٠ اعشاريه ٢ برخه نيسي او له دي جملې نه ١٢ تنه د دايمي کميټې غړي دي چه شمير يي د عمومي شمير په سلو کي ٣١ اعشاريه ٢ برخه نيسي ٠ د چين د ولسي سياسي مشوراتي کنفرانس د لسمي ملي کميټې په غړو کي ٣٧٣ ښځې دي چه شمير يي د عمومي شمير په سلو کي ٦١ اعشاريه ٧ برخه نيسي او له دي جملې نه ٣٥ تنه دايمي غړي دي چه شمير يي د عمومي شمير په سلو کي ١١ اعشاريه ٧ برخه نيسي ٠ ددې لپاره چه د دولت په سياسي چارو کي د ښځو د برخه اخيستنې انډول تامين کړي شي څو چه دوي له پوره سياسي  قدرت نه برخوردارې شي ، په چين کي د ښځينه رسمي مامورينو د روزنې او انتخاب ميکانيزم جوړ او بشپړ شويدی ٠

په  ٢٠٠٣کال کي ٧ تنو ښځو د چين د دولتي مشرانو ماموريت په غاړه اخيستي او دوي په دی ډول دي : د چين د دولتي شورا د صدراعظم مرستياله وو ايي ، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيالانې حه لو لي ، ګو سيو ليان او اويونچيموګه ، دولتي کمشينره چنګ جي لي ، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيالانې ليو يان دونګ او هاو جيان سيو٠ د چين د دولتي شورا په ٢٨

 

وزارتونو او کميټو کي يوه وزيره او ١٥ تنه د وزارت مرستيالانې دي ، د چين د  ولايت ، لويي ولسوالۍ او ولسوالۍ په درو درجو  د ګوند او حکومت په مشرانو کي د ښځو شمير ٥٠٥٢ تنو ته رسيدلی چه له دې جملي نه د ولايت په درجه ٥٦ تنه او نژدي ٥ سوه تنه ښاروالانې او د ښاروال مرستيالانې دي ٠ په سياسي چارو کي د پراخو ښځو د برخه اخيستنې شعور په ښکاره توګه پياوړي شوی او د محلي ولسي کانګرسونو د نماينده ګانو په انتخاباتو کي د ښځو د ګډون کولو ميزان په سلو کي ٧٣ اعشاريه ٤ ته رسيدلی دی ٠

       د ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠١٠ کاله پوري د چين د ښځو د پرمختګ  په پروګرام کي چه اوس د تطبيق په حال کي دی ، وړاندي شوي عمده اهداف هم له دي څخه عبارت دي چه بايد د دولتي او ټولنيزو چارو په اداره کولو کي د ښځو د برخه اخيستلو او فيصله کولو سويه لوړه کړي شي او بايد په اداري چارو کي د ښځو د برخه اخيستنې انډول لوړ کړي شي ، د مختلفو درجو په حکومتي مشرانو کي بايد لږ تر لږه يوه ښځه وي ، په دولتي ارګانونو او د مختلفو ولايتونو او محلي ځايونو په حکومتي ارګانونو کي بايد له نيمې برخې نه په زياتو لارښوونکو ډلو کي ښځينه مشرانې وي او په عمده وو او مهمو مامورينو کي د ښځو انډول بايد په زياتې اندازې سره زيات کړي شي ٠ دغه راز د رسمي مامورينو په عمومي شمير کي د ښځو انډول بايد په تدريجي توګه لوړ کړي شي ، د هغو څانګو او کسبونو په اداري طبقو کي چه زياتي ښځې پکي شاملې دي ، د ښځو انډول بايد د ښځينه کارګرو له انډول سره مناسب وي ٠ دغه راز د کليوالانو په کميټو او د ښاري اوسيدونکو په کميټو کي ښځې هم بايد يوه اندازه انډول ونيسي ٠ برسيره پردی ، بايد په دولتي او ټولنيزو چارو کي د ښځو د

 

ديموکراتيکې برخه اخيستنې لارې پراخې او سويه يي لوړه کړي شي ٠

      د چين حکومت په فعاله توګه په سياسي چارو کي د ښځو د برخه اخيستنې لپاره ښه ټولنيز چاپيريال برابروي مثلا د ښځينه رسمي مامورينو روزنه او تعليم او په کارونو کي ددوي تمرينات پياوړي کوي ، د هراړخيزې او لوړې درجې ښځينه ماهران روزي ، په سياسي چارو کي د ښځو د برخه اخيستنې شعور او رقابتي طاقتونه لوړوي ، د ښځو د تخصصي فني او اداري پرسونلو روزنه تقويه کوي او ددوي سياسي کمالات او فني طاقتونه لوړوي ٠