په سياسي صحنه کي برجسته ښځې

 

中国国际广播电台
 

    سونګ چينګ لين

  

سونګ چينګ لين(١٨٩٣کال ١٩٨١ کال) ، يوه سياستمدره او د ټولنې فعاله  ښځه وه او د چين د ولسي جمهوريت د عمده وو مشرانو څخه شميرل کيده ٠ ددې اجدادي کور د ګوان دونګ ولايت د ون چانګ  ولسوالي وه٠ هغه په ١٩١٣کال کي د امريکې د جورجيا ايالت د ميکنويلسلي  له ښځينه پوهنتون نه فارغه شوه ٠ په ١٩١٥ کال کي سونګ چينګ لين د سون ايک سيان سره واده وکړه او په ١٩٢٥ کال کي يي د سون ايک سيان د وفات نه وروسته ، په مداومه توګه د روسيي سره د اتحاد ، د کمونست ګوند سره د اتحاد او له کارګرو او بزګرو سره د مرستې په باب درو پاليسيو باندي ټينګار وکړ٠ په ١٩٢٨ کال او ١٩٢٩ کال کي هغه د امپرياليزم په ضد د بينالمللي اتحاد د غونډې له خوا د افتخاري ريسې په توګه انتخابه شوه او د فاشيزم په ضد د نړيوالې کميټې له عمده وو مشرانو څخه شميرل کيده ٠ په ١٩٣١ کال کي هغه خپل هيواد ته  بيرته ستنه شوه ، د ټولنيزو ښيګڼو په کار يي لاس پوري کړ ، د جاپاني تيري سره د مقاومت او هيواد ته د نجات ور کولو په فعاليت کي يي برخه واخيستله او له دي امله يي دګوه مين دانګ ګوند په حکومت باندي  انتقاد وکړ چه جاپان ته د مصالحت کولو او سر ټيټولو او دننه په هيواد کي په خلکو باندي د ظلم کولو سياست يي غوره کاوه ٠ د ١٩٣٢ کال په پاي کي يي د چين د خلکو د سياسي حقوقو د تامين اتحاد جوړ کړ او د ديموکراتيکو حقوقو د ګټلو له امله  د ګوه مين دانګ ګوند د حکومت له خوا نيول شويو انقلابيانو ته يي نجات ور کړ ٠ په ١٩٣٣کال کي هغه د امپرياليزم او جګړې په ضد د ليري ختيځ د اتحاد په اړه د چين د فرعي څانګې د رييسې په حيث انتخابه شوه ٠ د جاپاني تيري سره د مقاومت د جګړي د پيښيدو نه وروسته ، هغې په هانکانګ کي له چين څخه د دفاع کولو اتحاد جوړ کړ او د طبي الاتو او درملونو په راټولولو سره يي د جاپان له تيري سره د مقاومت په جګړه کي د چين د خلکو سره مرستې وکړي ٠

د ٥٤٩١ کال په سپتمبر کي د چين له خوا د جاپان له تيري کولو سره د مقاومت د جګړي د کاميابيدو نه وروسته ، سونګ چينګ لين د امريکې له خلکو څخه غوښتنه وکړه چه د امريکې د حکومت مخه ونيسي  چه د چين په داخلي جګړه کي د چانکايشک د حکومت څخه  طرفداري وکړي ٠ هغې بيا د چين د ښيګڼو صندوق جوړ کړ او د ښځو او ماشومانو د ښيګڼو په چارو يي لاس پوري کړ ٠ د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه وروسته هغه د مرکزي ولسي حکومت د مرستيالې په حيث انتخابه شوه او وروسته يي  په وار سره د دولت د مرستيالې ، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د مرستيالې ، د ښځو د ملي اتحاديي د افتخاري رييسی او له ماشومانو څخه د دفاع کولو لپاره د چين د خلکو د ملي کميټې د رييسې دندې په غاړه واخيستلې ٠ په ١٩٥٠ کال کي هغه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په لومړني غونډه کي ، د نړيوالي سولې په شورا د غړي په حيث انتخابه شوه او په ١٩٥١ کال کي يي د بينالمللي سولې د پياوړتيا لپاره د ستالين جايزه واخيستله ٠ په ١٩٥٢ کال کي هغه د اسيا او ارام سمندر د سيمې د سولې د ارتباطي کميټې د رييسې په حيث انتخابه شوه ٠

  

څاي چانګ
  

  

څاي چانګ ( ١٩٠٠ کال ١٩٩١ کال) ، د چين د څلورم او پنځم ملي ولسي

کانګرس د دايمي کميټي مرستياله وه ٠ هغه يوه  برجسته پرولتاريايي انقلابي ، د چين د ښځينه غورځنګ  پيش اهنګه او وتلي مشره او د نړۍ د مترقي ښځو د غورځنګ نامتو فعاله وه ٠ ددي اجدادي کور د هو نان ولايت د سانګ سانګ ولسوالي وه ٠

څاي چانګ د زلميتوب په وخت کي په فرانسه کي هم زده کړه کوله او هم يي کار کاوه ٠ په ١٩٢٣ کال کي هغه د چين په کمونست ګوند کي شامله شوه ٠ د ١٩٣٤ کال په اکتوبر کي يي د څه د پاسه ١٢ زرو کيلو مترو په اوږدوالي مشهورمارش کي ګډون وکړ  ٠ په ١٩٤٩ کال کي د نوي چين د تاسيس نه وروسته ، هغې په وار سره د ښځو د لومړی ، دوهمې او دريمې ملي کميټې د رييسې او د څلورمې ملي کميټې د افتخاري رييسی دندې په غاړه واخيستلې ٠ هغه د چين د کمونست ګوند د اتمې ، نهمې ، لسمې او يوولسمې مرکزي کميټې غړي ، د لومړني ، دوهم او دريم ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې غړی او د څلورم او پنځم ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستياله وه ٠


  
دنګ اينګ چاو 

 

دنګ اينګ چاو ( ١٩٠٤ کال ١٩٩٢ کال ) ،يوه پرولتاريايي انقلابي ، سياستمدره ، نامتو ټولنيزه فعاله او د چين د ښځينه غورځنګ پيش اهنګه وه ٠ ددې اجدادي کور د هه نان ولايت د ګوانګ شانګ ولسوالي وه او د ګوان سي د ځوان  قوم د خودمختارې سيمې  په نان نينګ ښار کي زيږيدلي وه ٠ په ١٩١٩ کال کي يي د امپرياليزم او فيوډاليزم په ضد د مي د څلورمې نيټې په نامه نهضت کي برخه واخيستله او د چو ين لاي او نورو شخصيتونو سره يي يو ځاي د تيان جينګ ښار د محصلينو د وطن دوست غورځنګ لارښوونه وکړه ٠

په ١٩٢٥ کال کي يي له چو ين لاي سره واده وکړه او د څه د پاسه١٢زرو کيلومترو په اوږدوالي نامتو مارش کي يي ګډون وکړ ٠ هغه د تيري په ضد د بين المللي غورځنګ د لويي غونډې په اړه  د چين د فرعي شورا د غړي په حيث انتخابه شوه  ٠ د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس نه وروسته ، هغې په وار سره د ښځو د لومړي ، دوهمې او دريمې ملي کميټې د مرستيالې ، د ګوندي کميټې د مرستيالې ، د ښځو د څلورمي ملي اتحاديي د افتخاري رييسي ، د ماشومانو څخه د دفاع  لپاره د چين د خلکو د ملي کميټې د مرستيالې او له خارجي هيوادونو سره د دوستې د ټولنې د افتخاري رييسې دندې په غاړه واخيستلې ٠ هغه د چين د کمونست ګوند د اتمې نه تر دوولسمي دورې پوري د مرکزي کميټې د غړي ، د يوولسمي او دوولسمي دورې د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د غړی ، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې په اړه د انضباطي څارني د کميټې  د دوهمي سکريترې ، د لومړي  ، دوهم او دريم ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د غړي ، د څلورم او پنځم ملي ولسي کانرګرس د دايمي کميټې د مرستيالې ، د چين د ولسي سياسي مشور تي کنفرانس د لومړي ملي کميټې د دايمي غړي او د شپږمې ملي کميټې د رييسې په توګه مقرره شوه ٠


  

شي ليانګ



   

شي ليانګ ( ١٩٠٠ کال ١٩٥٨ کال) ، اجدادي کور يي د جيانګ سو ولايت د چانګ جو ښار و ٠ هغه د پنځم او شپږم ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستياله ،  د  چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د پنځمې ملي کميټې مرستياله او د چين  د ولسي جمهوريت د مرکزي ولسي حکومت د عدليي لومړني وزيره وه ٠ هغه د چين د ښځو د غورځنګ له پيش اهنګو او مشرانو څخه شميرل کيده ، سياسي فعاله او نامتو قانون پوه وه ٠شي ليانګ په ١٩٣١ کال کي د قانون پوهې ماموريت په غاړه واخيستله ٠

په ١٩٣٦ کال کي  هغه د جاپان له تيري سره د مقاومت کولواو ١٩٣٦ ته د نجات ورکولو د نهضت د لارښوونې له امله د ګوه مين دانګ ګوند د حکومت له خوا ونيوله شوه ٠ د نوي چين د تاسيس نه وروسته ، هغه د مرکزي ولسي حکومتي د عدليي د لومړنی وزيرې او د دولتي شورا د سياسي او قانوني کميټې د غړي په حيث مقرره شوه او په وار سره يي د لومړي نه تر شپږمې دورې پوري د ملي ولسي کانګرس د استازې ، د دوهمي نه تر څلورمې دوري پوري د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د غړي ، د پنځم ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د غړي او د ملي ولسي کانګرس په اړه  د تقنني کميټې د مرستيالې دندې په غاړه واخيستلې او هغه د پنځم ملي ولسي کانګرس په دوهمه غونډه کي د دايمي کميټې د مرستيالې په توګه انتخابه شوه ٠ هغه د شپږم ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستياله ، د چين  د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د لومړي نه تر څلورمې دورې پوري د ملي کميټې دايمي غړي او د پنځمي ملي کميټې مرستياله ، د ديموکراتيک اتحاد د لومړي مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړی ، د لومړي نه تر دريمې دورې پوري د مرکزي کميټې مرستياله او د څلورمې او پنځمي مرکزي کميټې رييسه او د ښځو د لومړني نه تر څلورمې دورې پوري د ملي اتحاديي مرستياله هم وه ٠


 

او اي



  

او اي په ١٩٣٨ کال کي د هو بي ولايت د او هان په ښار کي زيږيدلي او اوس د چين د ولسي جمهوريت د دولتي شورا د صدراعظم مرستياله ده ٠ هغه د بيجينګ د نفتو د پوهنځی په اړه د نفتو د تصفيه کولواو توليدولو له څانګې نه فارغه شوه او د ليسانس او عالي انجنيرۍ علمي درجې لري ٠

هغه د ١٩٦٢ کال په اپريل د چين په کمونست ګوند کي شامله ١٩٦٢ د ١٩٦٢ کال په اګيست يي په کار پيل وکړ او په وار سره يي د فابريکې د ورکشاپ د فني کارکوونکي ، د دفتر د مسولې او د فاريکې د مرستيالې دندې په غاړه واخيستلې ٠ له ١٩٣٨ کال نه تر ١٩٨٨ کاله پوري ، هغه د بيجينګ د يان شان د نفتو او کمياوي صنعت د شرکت مرستياله او د ګوندي کميټې منشي وه ٠ له ١٩٨٨ کال نه تر ١٩٩١ کاله پوري ، هغې د بيجينګ د ښاروال د مرستيالې دنده په غاړه واخيستله ٠  له ١٩٩١ کال نه تر ١٩٩٣ کاله پوري هغه چين د خارجي اقتصادي او تجارتي همکاريو د وزارت مرستياله او د ګوندي کميټې مرستياله وه ٠ له ١٩٩٣ کال څخه يي د چين د خارجي اقتصادي او تجارتي همکاريو د  وزيرې او د ګوندي کميټې د منشي دندې په غاړه واخيستلې ٠ له ١٩٩٨ کال نه تر ٢٠٠٣ کاله پوري هغه  د دولتي کميشنرې په توګه مقرره شوه ٠ د ٢٠٠٣کال له مارچ څخه هغه د چين د دولتي شورا د صدراعظم د مرستيالې په حيث انتخابه او په اپريل کي د چين د عامې روغتيا د وزيرې په حيث هم مقرره شوه ٠ او اي د چين د کمونست ګوند د ٣١ مې دورې د مرکزي کميټې کانديده غړي ، د ١٤ مې نه تر ١٦ مې دورې پوري د مرکزي کميټې غړي او د ١٥ مې دورې د مرکزي کميټې د سياسي بيورو کانديده غړي وه ٠