د چين د علومو اکاډمۍ نامتو ښځينه اکاډميسينه


 

中国国际广播电台
 

لين چاو جي
 

 لين چاو جي يوه طبي پوهانده وه او اجداي کوري يي د فوجيان ولايت د سيا من ښار و ٠ هغه په ١٩٢٩ کال کي د سيه هه له طبي پوهنځی څخه فارغه شوه او د طبي دکتورا علمي درجه يي واخيستله ٠ هغه په وار سره د سيه هه روغتون د نسايي او ولادي څانګې پروفيسره ، رييسه ، د بيجينګ د نسايي او ولادي روغتون افتخاري رييسه او د چين د طبي علم د کاډمۍ مرستياله وه ٠ د زلميتوب په وخت کي يي د ميندو په رحمونو کي د جنينو دسا اخيستلو په څيړنې لاس پوري کړ او وروسته يي د سلولو د سرطان د پيښيدو او ودې د قاعدو ، د ښځو په لګن خاصروکي د سل ناروغۍ د پيښيدو او علاج په باب  په ژوره توګه څيړنه وکړه ٠ هغې د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې په باب د علمي معلوماتو د عموميت او تبليغاتو لپاره زيات کارونه هم تر سره کړل او کامل طبي مهارتونه يي درلودل ٠ په ١٩٥٥ کال کي هغه د چين د علومو د اکاډمۍ د اکاډميسينې په توګه انتخابه او وګمارله شوه او د چين د علومو د اکاډمۍ په اړه د طبي علم د مشورتي سازمان غړي هم وه ٠ هغه په ١٩٨٣ کال کي وفاته شوه ٠

  
شيه سي ده 

شيه سي ده يوه فيزيک پوهه وه او اجدادي کور يي د فوجيان ولايت د چوان جو ښار و ٠ هغه په ١٩٤٢ کال کي د سيا من  له پوهنتون څخه فارغه شوه او په ١٩٥١ کال کي يي د امريکې د ماساجوسيت  ايالت د تکنالوجۍ  له پوهنځي څخه د فيزيک په برخه کي دکتورا علمي درجه واخيستله او په پوهنځي کي يي د پروفيسر په علمي درجه په څيړنې لاس پوري کړ ٠ هغې په وار سره د امريکې ، برتانيي ، کانادا ، جاپان او د هانکانګ د خاصي اداري سيمې د ١٢ پوهنتونونو د افتخاري  دکتورا علمي درجه او د جاپان د تويو پوهنتون د تکنالوژۍ دافتخاري  دکتورا علمي درجه واخيستله ٠ په ١٩٨٨ کال کي هغه د دريمې نړۍ د علومو د اکاډمۍ د اکاډميسينې په توګه انتخابه شوه او د امريکې د علمي او طبيعي اکاډمۍ خارجي اکاډميسينه هم وه ٠ هغې د شانګهاي د فو دان په پوهنتون کي د پروفيسرې په حيث په عمده توګه د نيم هادي جسم د فيزيک ، د جامدو انرژيو د فهرست او د سطح ايز فيزيک په برخو کي په  تدريسي او څيړونکو کارونو لاس پوري کړ ، زيات مهم موفقيتونه يي تر لاسه کړل او په دي برخو کي د علمي څيړنې له عمده وو مبتکرانو او تشکيلوونکو څخه وشميرله شوه ٠ هغه په ١٩٨٠ کال کي د چين د علومو د اکاډمۍ د اکاډميسينې په توګه انتخابه شوه او د چين د علومو د اکاډمۍ په اړه د فيزيکي علم د مشورتي سازمان غړي هم وه ٠

 

هه ځه هوي  

 

هه ځه هوي يوه د ذروي فيزيک پوهانده ده ، اجدادي کور يي د شان سي ولايت د لين شي ولسوالي ده او د جيانګ سو ولايت په سو جو ښار کي زيږيدلې ده ٠ هغه په ١٩٣٢ کال کي د چين هوا له پوهنتون نه فارغه شوه او په ١٩٤٠ کال کي يي د جرمني د برلين په عالي صنعتي پوهنتون کي د انجنيرۍ د دکتورا علمي درجه واخيستله او د چين د علومو د اکاډمۍ په اړه د لوړې انرژۍ د فيزيک د انستيتيوټ څيړنماله هم ده ٠ هغې د جرمني د هيديلبيرګ د شاهي پوهنځي په اړه د ذروي فيزيک په انستيتيوټکي ، تر ټولو نه لومړي د مثبت او منفي الکترون د انرژۍ د تبادلې په وخت کي د کش لرونکي ټکر پديده پيدا کړي او د فرانسي په پاريس کي يي د فرانسې د پوهنځي په اړه د ذروي کيميا په لابراتوار کي د کار کولو په موده کي ، له همکارانو سره تر ټولو نه لومړي د يورانيوم د تجزيي پديده پيدا کړه او ددې پديدې څيړنه يي وکړه ٠  هغې د نوي چين د تاسيس په لومړيو وختونو کي ، له همکارانو سره يو ځاي د خپل قوت په اتکا د اتومي هستې د امولسيون د کشف دستګاه جوړه کړه ٠ علاوه پر دې ، هغې د لابراتوارونو او په لوړ غره باندی د فضايي اشعې د کتونکي مرکز د جوړولو اود لوړې هوا د بالونونو او د لوړې انرژۍ د نجومي فيزيک په شمول د زياتو ساحو په څيړنو کي مهم خدمتونه تر سره کړيدي ٠ هعه په ١٩٨٠ کال کي د چين د علومو د اکاډمۍ د اکاډميسينې په حيث انتخابه شوه او د چين د علومو د اکاډمۍ په اړه د ذروي فيزيک د علم د مشورتي سازمان غړی هم ده ٠


  
جيانګ لي جين
 

جيانګ لي جين يوه کيميا پوهه ده او په بيجينګ کي زلږيدلې ده ٠ هغه اوس د چين د علومو د اکاډمۍ د کيمياوي انستيتيوټ څيړنماله ده ٠ هغه په ١٩٤٤ کال کي د فو ژين پوهنتون له کيمياوي څانګې نه فارغه شوه او د ليسانس علمي درجه يي واخيستله ٠ په ١٩٤٦ کال کي يي ددې پوهنتون د ماسترۍ علمي درجه او په ١٩٥١ کال کي د امريکې د مينيسوتا پوهنتون د دکتورا علمي درجه واخيستله ٠ هغې په وار سره د امريکې د کانساس  په پوهنتون او د ماساجوسيت ايالت د تکنالوژۍ  په پوهنځي کي د پروفيسر په علمي درجه په څيړنې  لاس پوري کړ ٠ په پنځمه لسيزه کي هغې په امريکا کي د کورتيزون د کيمياوي  مرکبو جسمونو د ترکيب او د ويتاتميندي د برخه ايز ترکيب په څيړنې لاس پوري کړ او په ١٩٥٥ کال کي يي هيواد ته د بيرته ستنيدو نه وروسته ، هم د کمياوي  مرکبو جسمونو د ترکيب په څيړنې لاس پوري کړ ٠ د ١٩٧٨ کال نه وروسته يي ، په عمده توګه د يو ډول چيني طبي بوټي د ترکيب  او د لمر تر وړانګو لاندی د جلبکونو د ترکيب د نقش په شمول د وړانګو په کيمياوي څيړنې لاس پوري کړ ٠ دغو دوو څيړنو په ١٩٩٠ کال او ١٩٩٣ کال کي په جلا جلا توګه د چين د علومو د اکاډمۍ  د طبيعي علم د دوهمې درجي جايزه واخيستله ٠ هغه په ١٩٨٠ کال کي  د چين د علومو د اکاډمۍ د اکاډميسينې په توګه انتخابه شوه او د چين د علومو د اکاډمۍ په اړه د کيمياوي  علم  د مشورتي سازمان غړي هم ده ٠
   

اين ون اينګ

 

اين ون اينګ يوه حشره شناسه ده او اجدادي کور يي د خه بي ولايت د پينګ سيان ولسوالي ده ٠ هغه په ١٩٤٧ کال کي د مرکزي پوهنتون له بيالوژيکي څانګې نه فارغه شوه او د چين د علومو د اکاډمۍ په اړه د شانګهاي د حشراتو د انستيتيوټ څيړنماله ده ٠ د زلميتوب په وخت کي يي د کبانو د انګلونو او ناروغيو په څيړنې لاس پوري کړ ٠ له ١٩٦٠کال نه وروسته هغې په سيستماتيکه توګه د ابتدايي حشراتو په څيړنې لاس پوري کړ او په ١٩٩٩ کال کي يي د چين د حيواناتو د يادداشت په اړه د ابتدايي حشراتو د طبقې تر عنوان لاندي خپل مونوګراف چاپ کړ ٠

 له ١٩٨٥ کال نه وروسته ، هغې د خاورينو چينجيو د علم په باب د سيستماتيکي څيړنې لارښوونه وکړه او د څه د پاسه ٠٦ تنو پوهانو سره يي په ٦ اقليمي سيمو کي د څه د پاسه درو زرو ډولو خاورينو چينجيو د تشکل ، د تغيير د قاعدو او د خاورينو موادو په دوران کي د چينجيو د نقش او د محيطي ککړتيا د اغيزې په باب په ازموينو او څيړنو لاس پوري کړ او د څيړونکو نتيجو له مخي يي )د چين د نيمې ګرمي منطقې  خاورين چينجي (،  )د چين د خاورينو چينجيو د پيدا کولو مصور کتاب (،) د چين  خاورين چينجي( او داسي نور خاص اثار تدوين کړيدي ٠ په ١٩٩١ کال کي  هغه د چين د علومو د اکاډمۍ د اکاډميسينې په توګه انتخابه شوه او د چين د علومو د اکاډمۍ په اړه د حشراتو د علم د مشورتي سازمان غړي هم ده ٠