په چين کي د ښځو د کار حقوق


 

中国国际广播电台
 

    د ګڼ شمير ښځو د کار د حقوقو د تامين لپاره ، د چين مربوط ارګانونه  تل په فعاله توګه د کار په باب د قانون اړوند مقررات او قاعدې عملي کوي او د کارګرو په استخدام کولواو د ماهرانو په ګمارلو کي جنسي تبعض منع کوي ؛ د پانګو او تخنيکونو په شمول د توليد د مهمو عواملو په ويش کي له نارينه وو سره د ښځو د مساوي برخې اخيستنې حقوق تامينوي ، د راز راز شکلونو په ويش کي ، په مساوي کارونو کي د نارينه وو او ښځو مساوي معاش تامينوي او د نارينه وو او ښځو د عايداتونو ترمنځ  توپيرونه کموي ؛ د ښځو د استخدام لاره هواروي ، د اقتصادي ودې او د صنعتي جوړښت په تعديلاتو کي ، په پوره توګه د ښځو د استخدام اړتيا په نظر کي نيسي ، په زيات قوت سره دريم صنعت په تيره بيا د اوسيدونکو سيمو خدمتي چارو ته انکشاف ور کوي او د ښځو لپاره د استخدام نوي فرصتونه او کارونه برابروي ؛ په کارونو کي د ښځينه کارګرو د حفاظت پاليسي نور هم عملي کوي ، د مختلفو يونټونو لارښوونه کوي چه په کارونو کي د ښځينه کارګرو د خاص حفاظت په باب مادې د کارونو په قرردادونو او کولکتيفي قرردادونو کي شاملوي او د حيض ، اميدوارۍ ، د ماشوم د زيږولو او ماشوم ته د شيدو د ورکولو په څلورو مودو کي د ښځينه کارګرو د حفاظت کارونه په ښه ډول سر ته رسوي ؛ په کليو کي ښځې د زراعتي مځکو د اجاره کولو او اداره کولو، د کورونو د جوړولو لپاره د مځکو د ويشلو ، د صنعتي ابادۍ لپاره د زراعتي مځکو د استفادې د جبران د لګښت د ورکولو او د اسهامو له مخي د ګټو د ويشلو په برخو کي له نارينه وو سره مساوي حقوق لري ، په عين حال کي ، د کليوالي ښځو د اضافي بشرې قوې لارښوونه کوي چه غير زراعتي توليداتو ته واړول شي او د کليوالي ښځو لپاره د کار د مهارتونو په روزنې لاس پوري کوي څو چه دوي له عنعنوي زراعتي توليداتو نه غير زراعتي توليداتو ته انتقال وکړي ٠