د پوهنې د حاصلولو په برخه کي د چين د ښځو حقوق

 


 

 د چين په اساسي قانون ، د اجباري تعليم په قانون ، د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين په قانون او نورو مربوطو قوانينو کي په ښکاره توګه مقرره شوي چه د پوهنې د حاصلولو په برخه کي ښځې د نارينه وو په شان له مساوي حقوقو څخه برخورداريږي ٠ په ٢٠٠١ کال کي ابتدايي ښوونځيو ته د چين د کوچنيانو د داخليدو ميزان په سلو کي ٩٩ اعشاريه ١ و او په ښوونځيو کي د نجونو د شامليدو ميزان په سلو کي ٩٩ اعشاريه ٠١ و ؛ په ٢٠٠٢ کال کي  په عادي منځنيو ښوونځيو کي د نجونو شمير ٣٨٧ لکو ٢ زره وو چه انډول يي د زده کوونکو په عمومي شيمر کي ٤٦ اعشاريه ٧ و ؛ په پوهنتونونو او پوهنځيو کي د پيغلو شمير ٣٩ لکو ٧٠ زره تنه وو چه انډول يي د محصلينو په عمومي شمير کي په سلو کي ٤٤ وو او د ٥ کالو د پخوا په نسبت په سلو کي ٦ لوړ شويدی ٠ په دی وروستيو کلونو کي ، د چين د ښځو له خوا د پوهنې د منلو سويه په زياتې اندازې سره لوړه شوي او د پوهنې د منلو په وختونو کي د نارينه وو او ښځو تر منځ توپيرونه نور هم  کم شويدي ٠ په ٢٠٠٠ کال کي د ګرد هيوا د نفوسو د سر شميرنې  له احصايي له مخي ، په چين کي د ښځو له خوا د پوهنې د منلو وخت په منځني توګه ٧ اعشاريه ٠٧ کاله وو٠