په دي وروستيو کلونو کي ، د
چين د ښځو صحي حالت په ښکاره توګه
ښه شويدی ٠ تر ٢٠٠٢ کاله پوري ،
په چين کي د اميدوارو او ولادي
ښځو د روغتيا ساتنې ميزان په سلو
کي ٨٦ ته رسيدلی او په روغتونونو
کي د ښځو له خوا د ماشومانو د
زيږولو ميزان په سلو کي ٧٨
اعشاريه ٨ ته رسيدلی دی چه
دغه اندازه د ٥ کالو د پخوا
په نسبت په سلو کي ٦١ لوړه شويده
؛ د اميدوارو او ولادي ښځو د
مړينې ميزان د ١٩٩٧ کال
په
يو لک کي له ٣٢ اعشاريه ٦ نه د
٢٠٠٢ کال په يو لک کي ٥٠ اعشاريه
٣٧ اعشاريه ٦ کاله دي چه د نارينه
وو په نسبت ٣ اعشاريه ٨ کاله
زيات دي ٠
اوس
د چين په کليو کي د طبي خدمتونو
ابتدايي شبکه رامنځ ته شويده ٠ په
٢٠٠٠ کال او ٢٠٠١ کال کي ، مرکزي
او محلي حکومتونو د لويديځو سيمو
په ٦١ ولايتونو ، خودمختارو سيمو
او هغو ښارونو کي چه د مرکزي
حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی دي،
د اميدوارو او ولادي ښځو د مړينې
د ميزان د کمولو او د ګزک په
ناروغۍ د نويو زيږيدلو ماشومانو د
اخته کيدو د ليري کولو په پروګرام
لاس پوري کړي ، د غريبو سيمو د
علاقه داريو او ښارګوټيو په
روغتونونو کي يي د ولادي څانګو
ابادي پياوړي او بشپړه کړي او د
طبي خدمتونو کارکوونکي يي روزلي
دي چه له دي برکته ددي سيمو د
اميدوارو او ولادي ښځو د مړينې
ميزان په دی دوو کالو کي په يو لک
کي ٣٧ اعشاريه ٦٨ ټيټ شويدی ٠
د
٢٠٠١ کال په اپريل ،
دولتي شورا د چين د ولسي جمهوريت
د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو
د روغتيا ساتنې په باب د قانون د
تطبيق طريقې صادرې کړي او په لا
زياته ښکاره توګه يي تاييده کړي
چه د روغتيا ساتنې سازمانونه بايد
د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې
ته راز راز خدمتونه برابر کړي ٠
دغه راز يي د ګرد هيواد په چوکاټ
کي د ښځو معمولي ناروغيو د معاينې
او علاج کارونه نور هم پياوړي کړي
او د ماشومانو د زيږولو په برخه
کي يي د ميندو د روغتيا خدمتي
سويه لوړه کړيده ٠ تر ٢٠٠٢ کاله
پوري ، په چين کي د ښځو او
ماشومانو د روغتيا ساتنې
سازمانونه ٣٠٦٨ ته رسيدلي او
بسترونه يي ٠٨ زره وو ٠
د چين حکومت د ايدز د
ناروغۍ د وقايي او علاج کار ته په
ډيره درنه سترګه ګوري او د ١٩٩٨
کال نه تر ٠٢٠١ کاله پوري په چين
کي د ايدز د ناروغۍ د وقايي او
کنترول په باب د منځني او اوږدې
مودې پلان او
له ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠٠٥ کاله پوري
په چين کي د ايدز د ناروغۍ د
مخنيوۍ ، وقايي او علاج په باب
عملياتي پلان صادر کړيدی ٠ دغه
راز د مختلفو درجو حکومتونو په
زيات قوت سره د ښځو او زلميانو او
کوچنيانو په منځ کي د ايدز د
ناروغۍ او د جنسي ناروغيو د وقايي
او علاج په باب معلومات تبليغ کړي
او ښځې او ماشومان يي د ايدز د
ناروغۍ د کنترول د کار د يوې مهمې
کړۍ په توګه ګڼلې دي څو چه له
ميندو نه نويو زيږيدلو ماشومانو
ته د ايدز د ناروغۍ د ويروس د
ليږدونې مخه ونيوله شي ٠
|