په واده او کورنيو کي د چين ښځې مساوي حقوق او ګټې لري


 

 

  د چين په ٣٥٠ مليونو کورنيو کي ، د قطعي اکثرو غړو واده يي د مينې په بنسټ پخپله خوښه او قانوني واده ده او د کورنيو اړيکي يي مساوي او روغه جوړه دي ، ښځې د پوره شخصيت اوجايدادونو له حقوقو نه برخورداري دي ٠

     د ٢٠٠١ کال په اپريل ، د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د واده په باب تعديل شوي قانون صادر کړ ٠ د واده په باب نوي قانون کي دا ممنوعيت مقرر شوي چه ښځه او ميړه لرونکي کسان له نورو سړيو او ښځو سره واده وکړي او يا يو ځاي ژوند وکړي او په کورنيو کي زورزياتي نه شي چلول کيداي ٠ د واده په باب نوي قانون کي د بي اعتباره واده نظام زيات شوي ، د ميړه او ښځې د جايدادونو په باب نظام بشپړ شوي ، د تلاق کولو له امله د زيانونو د جبران کولو په باب نظام جوړ شوي او د واده او کورنيو ورانوونکو عملونو ته د سزا ور کولو قوت زيات شويدی چه دا د قوانينو له لحاظه په واده او کورنيو کي د ښځو مقام ساتلي دی ٠

     د واده او کورنيو د مساوي ، روغو جوړو او متمدنو اړيکو د تاسيس لپاره ، چين د اوږدې مودې راهيسي ، د ٥ معيارونو له مخي د ښځو کورنيو د انتخاب په فعاليت لاس پوري کړي او په دي اساس يي د ١٨ حکومتي او غير حکومتي سازمانونو په تشکيل د ګرد هيواد  د ښو او متمدنو کورنيو د انتخابي فعاليت هماهنګ ګروپ جوړ کړي دی چه په دی ډول د ٥ معيارونو له مخي د ښو کورنيو انتخابي فعاليت د هيواد د اقتصادي او ټولنيز انکشاف او رواني تمدن د ابادۍ په عمومي پروګرام کي

شامل شويدی ٠ د چين د ښځو د ټولنيز مقام د هغې نمونوي پلټنې څخه چه په ٢٠٠٠ کال کي د چين د ښځو د ملي اتحاديي او د دولت د احصايوي ادارې له خوا په ګډه سره تر سره شوي ، څرګنډه شويده چه د چين په ښارونو او کليو کي ، په سلو کي ٩٣ اعشاريه ٢ ښځو د خپلې واده او کورنيو څخه  ډير رضايت او نسبتأ رضايت څرګند کړيدی ٠