中国国际广播电台
له هغه وخت راهيسي چه د
١٩٩٥
کال په جون کي ، د چين د ښځو
ملي اتحاديي د چين د لومړي
غير حکومتي سازمان په توګه د م
م د اقتصادي او ټولنيزې شورا
هغه مقام تر لاسه کړ يعني د م م
په کوچنيو او لويوغونډو کي يي د
ګډون کولو اجازه واخيستله ، د
چين د ښځو ملي اتحاديي په فعاله
توګه د م م او بينالمللي ټولنې
په څواړخيزو فعاليتونو کي ګډون
کړي او د خپلو استازيو په ليږلو
سره يي د م م په زياتو غونډو کي
، مثلا د بشري حقوقو د کميټې په
غونډه ، د ښځو د مقام د کميټې
په غونډه ، د ښځو د موضوعاتو په
باب د م م په خاصه غونډه ، د
ماشومانو د موضوعاتو په باب د م
م په خاصه غونډه ، د دوامدار
انکشاف د موضوع په باب د نړۍ په
سرمشريزه غونډه او داسي نورو
غونډو کي ګډون کړيدی ٠ په دي
بهير کي ، د چين د ښځو ملي
اتحاديي خپل اوازونه اوچت کړي
او د نړيوالي سولې او د
پرمختيايي هيوادونو د ګټو د
ساتلو او د ګردې کرې د ښځينه
چارو د پرمخبيولو لپاره يي
خدمتونه تر سره کړيدي ٠
د چين د ښځو ملي اتحاديي د
غير رسمي ديپلوماسۍ له غوره والي
څخه پوره استفاده کړي او په بيلا
بيلو درجو ، ساحو او شکلونو کي يي
په خارجي تبادلو او همکاريو لاس
پوري کړيدی ٠ اوس د چين د ښځو ملي
اتحاديي د ١٥١ هيوادونو د ښځو او
ماشومانو له ٧٠٠سازمانونو سره
دوستانه روابط ټينګ کړي ، په
پراخه توګه يي د م م او بينالمللي
ټولنې په ښځينه چارو کي ګډون کړي
او په کامياب ډول يي د ښځو څلورمه
نړيواله غونډه ، د ښځو د نړيوالي
غونډی نه وروسته د عملي تجربو
تبادلوي غونډه ، د چين او اروپا د
ښځو د موضؤعاتو په باب سيمينار ،
د اسيا او ارام سمندر د سيمې د
اقتصادي همکاريو د سازمان په
اړوند د ښځينه مشرانو غونډه او
داسي نورې لويي او څواړخيزې
بينالمللي غونډې جوړي کړيدي ٠
برسيره پردی ، د چين د ښځو ملي
اتحاديي د چين د ښځو او ماشومانو
د خدمت لپاره هم په فعاله توګه د
بينالمللي همکاريو پروګرامونه
عملي کړي دي چه له دي برکته د چين
د ښځو ملي اتحاديه په نړۍ کي يوه
پراخه اغيزه لرونکي ښځينه سازمان
ګرځيدلی دی ٠
|