د ښځو د بينالمللي همکاريو پروګرامونه

 

 

په دي وروستيو کلونو کي ، د بينالمللي تګ راتګ په ژورتيا سره ، په چين کي مخ پر زياتيدونکي ښځينه سازمانونه د بينالمللي همکاريو د پروګرامونو او د بينالمللي مترقي تيوريو او مفکورو څخه په استفادې سره د چين د ښځو لپاره واقعي مسلي حلوي ٠ په تيرو ٥ کالو کي ، د چين د ښځو ملي اتحاديي له زياتو بينالمللي سازمانونو سره په زياتو ساحو کي راز راز بينالمللي همکاري کړي او د ښځو د صحي حالت د ښه کولو ، د بي سوادۍ د له منځه وړلو او د کوچني اندازې د کريديتونو د ور کولو له لارې يي د چين د ښځو او ماشومانو د ژوند او پرمختګ د چاپيريال د ښوالي لپاره ښه رول لوبولی دي ٠ د لوړ موثريت او د صداقت او اعتبار د لرلو له امله ، د چين د ښځو ملي اتحاديي د بينالمللي همکارانو له خوا پراخه ستاينه حاصله کړي او د ډيرې ښې همکارې په توګه بلله شويده ٠

په دي وروستيو کلونو کي ، د چين د ښځو ملي  اتحاديي د بينالمللي مربوطو ښځينه  سازمانونو سره د راز راز موثرو بينالمللي همکاريو پروګرامونه تر سره کړيدي ٠ د مثال په ډول :

د چين او کانادا د ښځو قانوني پروګرام ٠ په ١٩٩٨ کال کي د کانادا د بينالمللي انکشاف رياست دغه پروګرام ته پانګي برابر کړي او د چين د ښځو ملي اتحاديي او د کانادا د اوسيدونکو سيمو پوهنځي  په ګډه سره سر ته رسولي دی ٠ ددي پروګرام د

تطبيق مقصد دا و چه د عامو ښځو د قانوني شعور او د قوانينو د استعمالوونکي طاقت د لوړولو ، په ټولنه کي د نارينه وو او ښځو تر منځ د مساوات په باب د قانوني کارکوونکو د شعور او د قانوني تبليغاتو او روزلو په برخه کي د ښځو د اتحاديو د طاقتونو د لوړولو له لارې لا په ښه توګه د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې په باب مربوط قوانين او مقررات عملي کړي  او د ښځو د حقوقو حفاظت وکړي ٠ زياتو ښځو ددې پروګرام په تطبيق سره زده کړه کړيده چه په قانوني او موثره توګه خپل حقوق او ګټې وساتي ٠  

د ميکونګ سيند په فرعي سيمو کي د ښځو او ماشومانو د پلورلو سره د مخالفت او وقايي په باب پروګرام ٠

دا د بينالمللي همکاريو يو داسي پروګرام و چه په ٢٠٠٢ کال کي د کارګرو بينالمللي سازمان دغه پروګرام ته مرستې برابري کړي او د چين د ښځو ملي اتحاديي د چين د يون نان په ولايت کي عملي کړيدی ٠ مربوطو خواوو د پروګرام په تطبيق کي د ښځو کلتوري سويه لوړه کړي ، د ښځو قانوني شعور يي زيات کړی ، د احتمالي حادثوڅخه د ځان د ژغورلو په برخه کي يي د ښځو طاقت لوړ کړي او ښځو ته يي د کوچني اندازی کريديتونه ور کړيدي چه له دي برکته محلي ښځو د ښځو او ماشومانو د پلورلو د وقايي په باب معلومات تر لاسه کړي او د ځاني  انکشاف لپاره يي زمينې برابري کړي ٠ دوي د کوچني اندازې له کريديتونو نه ګټه اخيستي او  نور دی ته اړتيا نه لري چه د کار کولو لپاره بهر ته لاړ شي ، نو له دی امله ددوي د ځان د پلورلو خطر په زياتي اندازې سره کم شويدی ٠