د چين  د عنعنوي  طب  په  باب  حالت
中国国际广播电台

     

 د چين  عنعنوي  طب  د اوږدي  مودي  د  پرمختيا  په  تاريخ  کې  د واقعيتونو او  تجربو د جمعبندي  کولو  له لارې  په  تدريجي  توګه  رامنځته  شوي  چه  په دي صورت کې   د چيني ملت  ځانګړي  خصوصيت  لرونکي  طبي  سيستم  ايجاد شوي  دي ٠ د چين  عنعنوي  طب  هم  د چين  د بيلا بيلو قومونو طب  ګڼل  کيږي  چه  په دي  کې په  عمده توګه   د هان ،  تبت ،  مغول   او ويغور  د  قومونو طب  شامل  دي ٠   

   له دي  امله  چه  د هان قوم  نفوس  تر ټولو نه زيات  دي  ، نو د چيني  عنعنوي طب  په  هکله  د خان قوم  د ژبي   ليک دود تر ټولو  نه مخکې  رامنځته شوي   او  کلتوري تاريخ  يي  نسبتأ  اوږد  دي ،  نو  په نړۍ کې  د هان قوم  د  عنعنوي طب  اغيزه  ډيره  لويه  ده ٠  په  نولسمه  پيړۍ کې   چين  ته  د لويديځې نړۍ د طب  د   داخليدو  او  مروج  کيدو  نه وروسته  د هان قوم  طب  د چين  عنعنوي طب  په توګه  وګڼل  شو  ٠