د چين د عنعنوي طب د پرمختيا  تاريخ
中国国际广播电台

    

د چين  د عنعنوي طب   د پرمختيا  په بهير کې  د هان  قوم  طب د نوو قومونو په نسبت  تاريخ  يي  ډير لرغوني  دي  او  واقعي  تجربې  او اړوندې تيوري  نسبأ  مکملې  او زياتې  ښکاري٠

 

د چين د ژيړ  سيند د دواړو غاړو  سيمه د چين  د  عنعنوي طب  د رامنځته کيدو سرچينه  ګڼل کيږي  او  وړاندې  له  وړاندې  نه  په دي سيمه کې  اړوند طبي  علمي سيستم  جوړ شوي  و ٠ د چين د عنعنوي طب  د پرمختيا  په  اوږد  تاريخ کې  بيلا بيل  اړوند احتراعات ،   ډير  مشهور ډاکتران  او  مهمې  اړوندې  طبي  علمي ډلې  او  اثارونه  رامنځ  ته شوي  وو ٠

 

د څه د پاسه  درو زرو کلونو  نه مخکې   د  شانګ  د سلسلې  په  هغه  ليک دود کې چه   د  لاک پر کاسه   او د  ځناورو  پر هډوکو باندې  حکاکي  شوي ، د روغتيا  او  د څه د پاسه  لس  ډولونو  ناروغيو په باب  تفصيلات ليکل شوي وو ٠  د جو سلسلې  په دوره کې  په چين کې  د کتلو ،  پوښتنې ، د بويولو  په ګډون  د ناروغيو د تشخيص کولو  او د درملونو ، د سوزني طب  او جراحي عملياتو  په شمول  د تداوي  ځيني  طريقې  تر  استفادي لاندې  راغلي  وي  ٠ د چنګ  او هان  د امپورطورۍ په  دوره کې  د  هوانګ دي  په  نامه  د طبي څيړنې  په باب  مشهور  اثار  چه  د چين په تاريخ کې  تر ټولو نه  لومړي  طبي اثار ګڼل  کيږي ،  رامنځته  شوي  ؤ ٠  ور پسي  د  لويي تبې د ناروغۍ  باب تيورۍ  چه  د جيان  ځونګ جنګ له خوا ليکل شوي  ،  رامنځته شوې  وه  چه  په  دي  اثارو  کې  په  خاص ډول  د بيلا بيلو اړوندو  ناروغيو  د تشخيص  او  تداوي  په هکله  تفصيلات  بيان  شوي دي   چه  د باليني طب د څيړنې  د پرمختيا له پاره يي کلک  بنسټ  کيښودلي  ؤ  ٠ هان د چين د خان  د سلسلې په دوره کې  د طب په  هکله د  جراحي  علملياتو  سويه  نسبتأ  لوړه  وه  ٠ د درو مملکتونو په باب  يو اثر  کې  چه  د ميلادي  کال  له  دوو سوو شلم کال  نه تر  دوه سوه اتيايم کاله پوري  رامنځ  ته شوي ،  دا ليکل  شوي  چه  په هغه دوره کې  نامتو ډاکتر  هوا تو  د بي هوشي  د درو درمل  په  واسطه  بيلا بيل  جراحي عمليات  تر سره  کول  ٠

 

د وي او جن د سلسلو نه  ( ميلادي  کال  ٢٢٠ کال __ ٥٨٩ کال )  د  سوي تان  د  پنځو سلسلو   تر دورې  پورې  (  ميلادي  کال  ٥٨١ کال __ ٩٦٠ کال )  د نبض د شميرنې  له لارې  د ناروغيو د  تشخيص په  هکله   ستر پرمختګ  تر لاسه شوي  ؤ٠ د جن  د سلسلې  په دوره کې  د تبض د شميرنې  په باب  هغه  مشهور  اثارکې  چه  په نوموړي سلسله کې  د  نامتو ډاکتر  وانګ  شو حه  له خوا  ليکل شوي ،  څلري ويشت ډول  نبض بيان  شوي دي  ٠  دغه اثارو  نه  يوازي  د چين  پر  طبي  علم  باندې  ستره اغيزه  اچولي  بلکه  بهر ته  هم  خپور شوي  ؤ ٠  دغه راز د نوموړي سلسلې  په دوره کې   د سوزني طب  له پاره ، د درملونو د جوړولو ، د جراحي  عملياتواو  د ماشومانو د ناروغيو د علاج  په  برخو کې  هم ډير ارزښناک  طبي  اثار  رامنځته شوي  وو٠

 

د سونک د سلسلې  په دوره کې  ( ميلادي  ٩٦٠ کال __ ١٢٧٩ کال ) د طبي  پوهنې  په  هکله  د سوزني  طب  په  برخه کې  لوي  اصلاحات  رامنځته  شول  چه  په  دي بهير  کې  د اړوندې طبي  روزنې  په  هکله  د زده کونکو له پاره   د کار  ازموينه  رامنځته شوې وه ٠   د مينګ   په سلسله کې  (  ميلادي کال  ١٣٦٨ کال __ ١٦٤٤ کال )  يو شمير  طبي  کارپوهانو  د  لويي  تبې  ،  عمومي  تبې او  سخته ساري ناروغۍ سره جلا کړي  وه او د چن   د سلسلې  تر دورې  پوري  د نوموړو ناروغيو  په  باب   ځيني خاص اثار  رامنځته  شول  ٠     

 

د چين د مينګ  د سلسلې  له پيل  نه  لويديځ طب   چين  ته  داخل  شوي  او  په  هغه وخت کې  يو شمير  طبي  کارپوهانو  دا نظر  درلود  چه  د چين  عنعنوي  طب  دي  له   لويديځ طب  سره  يو ځاي   استعمال  شي ترڅو  دواړه طب  يو د بل  کمبود  ليري  کړي  او يو له  بل څخه  ګټې  واخلي ٠