د چين  د عنعنوي طب  اساسي  تيوري
中国国际广播电台

       

 د چين  عنعنوي طب اساسي  تيوري  د انسان  د بدني  حياتي  فعاليتونو او د ناروغيو د بدليدو د  قانون   سره سم  رامنځته شوې  او پکې  د ناروغيو د علتونو،  د تشخيص د طريقو ،  د علاج لارې ،  د ناروغۍ د مصنونيت   ، د روغتيا د ساتنې  او د داسي نورو محتوياتو څخه عبارت  دي ٠

 

د چين د  قديمي  فلسفې له نظره  د  انسان  په شمول   هر  طبيعي موجودات ټول  متناقض  موجودات  دي ٠  د چين عنعنوي  طب  د  نوموړي تيورۍ  په نظر  د انسانو د بدن  د پاسني   او لاندني  برخې ،  د بدن  د بهرنيو او داخلي  بيلا بيلو برخو  او د انسان او  د طبيعي  چاپيريال  ترمنځ  نه يوازي  نژدي  اړيکې  لري  بلکه   يو له بل  سره  متناقض هم  دي ٠  نو که  د نوموړو بيلا بيلو خواوو  ترمنځ   د روابطو هماهنګۍ خرابه شي ،  ناروغۍ  به  پيدا شي ٠

 

د نوموړي  تيوري  سره سم  د چين د عنعنوي  طب   له نظره په  طبيعي  نړۍ کې ټول  موجودات  په  پنځو ډولونو خاصيت  لرونکو موادو پوري  اړه لري  چه   دغه  ينځه ډول  خاصيت  لرونکي  مواد  يعني  لرګې، اور ،  خاورې ،  سره  زر  او اوبه  ګڼل  کيږي ٠  دغه  پنځه ډول  مواد  يو له بل  سره  جلا نه کيږي  خو له بلي  خوا  يو له  بل  سره متناقض هم دي ٠ د چين   عنعنوي طب  د د غې تيورۍ   له مخې  د انسان د بدن  د داخلي  بيلا  بيلو جهازونو د ناروغيو  تشخيص  کوي ٠

 

د چين د عنعوي  طب  د تيوري  سره سم   د طبيعي  نړۍ د نجوم  ،د هوا پيژندنې  او د  هوا  بدلون  د انسانو  پر روغتيا او ناروغيو باندې اغيزه  لري  او د کال  د پسرلي ، دوبي ،  مني  او ژمي  د  څلورو فصلونو د هوا  بدليدو  په بهير کې   د څلورو فصلونو د باد ،  يخنۍ ،  ګرمي ، لوندوالي ،  وچکالي  او  اور په ګډون  شپږ ډول  عوامل  رامنځته  کيږي ٠ د دغو  طبيعي   پديدې  د بدلونونو  د عوامل او د ناروغيو ترمنځ  اړيکي  لري ٠

 

د چين د عنعنوي طب  له نظره  د انسان  د بدن  د بيلا بيلو جهازونو  لکه  د زړه ،  ځګر ،  طحال ، سږي  ،  بډوډۍ  او  د کلمې ، دماغ ،  هډوکو او داسي نورو بدني  جهازونو د فيزيولوژيکي   رول  او د ناروغيو  د بدلونونو ترمنځ اړيکي  موجود دي ٠

 

د چين د عنعنوي  طب  د تيورۍ سره سم  د بدن  په د ننه کې  د هوا  او د ويني  انتقالي لاره  شته  او په  ټول  بدن کې يي مهم رول  لري ٠ که   په دغه سيستم  کې  کوم بدلون رامنځته   شي  ،  دا به  د بدني  جهازونو  د ناروغيو سبب  شي ٠