د چين  د طبي  بوټو درملونه  
中国国际广播电台

      

د چيني  بوټو  درملونه  په  عمده توګه  د نباتي ،  ځناوري ،  کاني  درملونو او  ځينو کيمياوي  او بيولوژيکي درملونو څخه  تشکيليږي ٠  د چيني  بوټو  د درملونو اختراعات  او استعمالول  په  چين  کې   څو زره کلن  تاريخ  لري  ٠ خو د چيني بوټو  درملونه  دغه  کليمه  نسبتأ  ناوخت  رامنخ  ته شوې  د ه ٠  له  هغه  وخت  نه  وروسته  چه  لويديځ  درملونه   چين  ته  داخل شول،  د چيني بوټو درملونو  او د لويديځو درملونو  ترمنځ د  فرق  د جلاکيدو  له پاره  د چيني  بوټو  د درملونو  کليمه  رامنځته شوه ٠

 

د چيني  بوټو  د درملونو  تاريخ

 

د چين  په  تاريخ کې  هغه روايت   رواج لري  چه  وايي  د شين نوګ په نامه  اصلاف  د طبي  بوټو درملونو د پيدا کولو له پاره سل  ډول  بوټې  خوړلي او  اويا ځل  يي  مسموم  شوي  دي ٠ له دي څخه څرګنده شوې  چه د چين  د طبي بوټو درملونه  له  طبيعيت  او ناروغيو سره  په اوږده  مبارزه کې  د خلکو له  خوا  تر لاسه  او رامنځته شوي  دي ٠ 

 

 هان  د سيا ،  شان  او جو  د سلسلو  په  دورو کې  ( د ميلاد نه د مخه  ٢٥٦ م کال )  په  چين کې  د شرابو دوا  او د ښوروا  دوا  رامنځته شوي  وه  ٠ لا  د ميلاد  نه د مخه  په  ٧٧١م کال  کې  په چين کې  د درملونو په باب  کتاب  رامنځته شوي ؤ او  د چين د عنعنوي طب  د تيوري  په  باب  اثار  کې  چه  په  چين  کې  يي  تر  ټولو نه  لومړني  دغسي کتاب  ګڼل  کيږي ،  د ګرمي  او يخني  اړوندو ناروغيو د علاج  په باب بيانات  ليکل شوي دي  چه  دا د چين د عنعنوي طب  د اساسي  تيوري  د رامنځته  کيدو له پاره  بنسټ  کيښودلي دي ٠

 

د چنګ  امپورطورې  په دوره کې  ( د ميلاد نه د مخه    ٢٢١ کال  __ ٢٢٠ کال ) د چين د طبي  بوټو د پيژندنې  په باب  لومړي  کتاب  رامنځ  ته شو چه  په دي کتاب  کې  دري  سوه  پنځه شپيته ډولونه  چيني  طبي بوټې  ليکل  شوي  دي ٠ دغه کتاب  دچين  د طبي  بوټو د درملونو د پيژندني  له پاره   بنسټ  کيښودلې  دي ٠

 

د تان  د امپوراطورۍ  په  دوره کې  (  د ميلاد  ٦١٨ کال  __ ٩٧٠ کال ) د اقتصاد  په  پرمختيا سره  د چين  د طبي  بوټو پيژندني   نسبتأ  لوي پرمختګ  تر لاسه  کړي ؤ ٠ د نوموړي  امپوراطورۍ  حکومت   د تان  د امپوراطورۍ د  طبي  بوټو په نامه  کتاب   اصلاح  او جوړ  کړي  ؤ چه  پکې  اته سوه  پنخوس  ډولونه  طبي  بوټې    ليکل شوي  ؤ ٠

د مينګ د سلسلې  په  دوره  کې  ( د ميلاد  ١٣٦٨م  کال __ ١٦٤٤م کال )  د چين  طبي  کارپوه  لي  شه  جن  د اوه ويشت  کلونو د کوششونو له لارې    د چين  د طبي  بوټو د تفصيلات په باب  يو  ستر  اثار  ليکلي ؤ  چه دغه اثار د چين  د طبي  بوټو داړوندو معلوماتو په  هکله   ډير  ستر  او مجموعي  اثار ګڼل  کيږي ٠  په دي  کتاب  کې  يو  زر  اته سوه  دوه نوي  ډولونه   چيني  طبي بوټې  ليکلي ؤ ٠

 

 د ١٩٤٩ کال  د چين  د ولسي  جمهوريت د جوړيدو  نه وروسته  د چين  د طبي  بوټو په اړه  د نباتاتو د پيژندنې ،  د  توپير پيژندني ،  د کيمياوي  پوهي، د  درملونو د پيژندني  او  د ناروغۍ  د تشخيص په  ګډون د  بيلا بيلو برخو  په  اړوندو څيړنو کې    لويه پرمختيا  تر لاسه  شوې  وه ٠ په  ١٩٦١ کال  کې  د  هيواد  او د  بيلا بيلو  ځايونو  د طبي  بوټو  په  باب   کتاب  چاپ  شوي  دي ٠  په ١٩٧٧  کال  کې  د طبي بوټو  لوي قاموس  چاپ  شو  او  په دي  اساس   د چين  د طبي  بوټو  په  باب  هغه اړوند درملونه  چه  په  کتابونو کې  ليکل شوي ،  څه د پاسه  پنخو زرو اوو سوو  اوه شپيتو قسمونو ته رسيدلي  دي ٠

 

د چين  د طبي بوټو منابع

چين  يو داسي  هيواد  دي  چه  مساحت  يي  لوي  ،  جغرافيايي  حالت  يي  پيچيلي او  هوا يي ډير ه  متغيره  ده  ،  نو  په  دي  وجه  په  چين کې ډول ډول او بيلا بيل  ايکولوژيکي  چاپيريال  لري   چه  د طبي  بوټو د ودې  له پاره  يي  ښه  زمينه  برابره کړې  ده ٠  اوس  په  چين کې  څه  د پاسه  اته زره  ډوله  طبي  بوټې  کشف  شوي  چه  په  دي جمله کې  څه  د پاسه شپږ زره  ډولونه  يي  تر  استفادي لاندې  راغلي  دي ٠ اوس  په نړۍ کې  د طبي بوټو  د قسمونو او شمير  له  لحاظ  چين  په نړۍ  کې  لومړي  مقام نيسي   او  اړوند طبي  بوټې  يي  د نړۍ  څه د پاسه اتيا هيوادونو او سيمو  ته صادرشوي دي ٠

 

د چين  د طبي  بوټو استعمال

د چين د طبي بوټو استعمال  لرغوني  تاريخ  لري  او د چيني  ملت  د پرمختيا او سمسورتيا له پاره  يي  ډير  مهم رول   لوبولي دي   او   تر اوسه پوري  د  خلکو  د روغتيا د ساتنې  په  برخه کې   ډير  مهم  مقام  نيسي  ٠  د چين  د طبي  بوټو زياتره برخه  په  طبيعي  درملونو  پوري  اړه  لري  ، نو په  نوموړو درملونو کې  زهرجن مواد ډير  لږ موجود دي ٠ دغه راز  له دي امله  چه  په يو ډول  طبي  بوټې  کې  بيلا بيل   ګټورعناصر موجود  دي  ،  نو د  ناروغيو د علاج  په  هکله   موثر  رول   لوبولي شي او له بلې  خوا  د معقول جوړښت  له لارې  د چيني  طبي  بوټو ددرملونو موثريت  لوړ او  زهرجنه او منفي  اغيزه يي  ټيټه  ښکاري  ٠

 

د چين  د طبي بوټو د درملونو استعمال  د چين د عنعنوي طب  د تيوري  پر  بنا او د علاج   پر  موثريت  باندې ولاړ  دي  ، نو  د علاج  موثريت او رول  يي  د درملونو د ځانګړي  خاصيت  له خوا فيصله  کيږي ٠  د چيني  طبي بوټو د درملني  خاصيت  په  عمده  توګه   د تودوخي او  مزې له لارې  ښکاره کيدل  ٠  مثلأ په  تودوخي   يخني ،  ګرمي ،  برابر سوړوالي  او برابر تودوالي  ويشل شوي  او  مزه يي  دتريو ،  ترخه ، خواږه ،  مرچ  او مالګين  څخه  عبارت دي   ٠  ددي  له پاره  چه  د چين  د طبي  بوټو درملونه   په  ارام او موثره توګه  تر  استعمال  لاندې  راشي ،  بايد  د طبي بوټو  د جوړښت ،  تجويزونو ،  اندازې  او د خوړلو د تجويزونو په باب  اساسي  معلومات  تر لاسه شي  او  د بيلا بيلو  ناروغيو د  مختلفو اړتياوو او  د نوموړو درملونو د بيلا بيلو خصوصيتونو سره سم   درملونه  انتخاب  شي ٠

 

د چين  د طبي بوټو د درملونو پرمختيا

په  راتلونکي  کې  به  د چين  د طبي  بوټو د درملونو  د څيړنې په  کارونو کې  بايد    د طبي  بوټو د درملونو د عنعنوي  توليدي  تجربو  پر  اساس  د  غوره  تخمونو د روزني  او  دزياتو وحشي  طبي  بوټو  او  له  خارج  نه  د وارد شويو څه د پاسه شلو ډولونوطبي  نباتاتو د کرلو او  په تيره  بيا  د اړوندو تخمونو د له منځه وړلو  د مخنيوي او د نويو منابعو  د پلټنې  کارونو  ته  مهم اهميت  ورکړي شي ٠