مساژ کول

中国国际广播电台


 

د چين  په  عنعنوي طب  کې  په  ټاکل  شوي لورې   د  لاسونو ، پښو، يا وزر  په  واسطه  د خاصو  مهارتونو له لارې د  ناروغيو  علاج کولو ته    مساژ   وايي ٠

                                  د مساژ کولو  اساسي  طريقه

 مساژ  کول  د چين  د عنعنوي طب  د تيورۍ پر بنسټ  باندې  ولاړ  دي ٠ د  چين د عنعنوي طب  له نظره  د ځينو  ناروغيو  د علاج  له پاره  درملونه   په کار  نه  دي   ٠ لکه  د غاړې او  ملا د مهرې ناروغۍ د مساژ  له لارې  د علاج    ښه  موثريت  تر لاسه  کولاي شي ٠

د مساژ کولو  مهارتونه  منظم  دي  او خپل  تجويزونه  لري ٠  د مساژ کولو په وخت کې  عمومأ  په لاسونو  او پښو   يا د نورو اړوندو وسائلو په واسطه  تر سره  کيږي ٠  په دي  هکله  مهارونه  يي ډير  دي  دغه ډول  مهارت  د روغتيا د ساتنې  او  د هډوکې  د ناروغۍ  او د  بدن  د ځينو بهرنيو برخو د  دردوالي  د علاج  له پاره  ډير ګټور دي ٠   

 

د مساژ  کولو  رول  او موثريت   

د مساز کولو  رول  او موثريت  په دي ډول  دي

لومړي د چين  د عنعنوي طب  له  نظره د انسان  د بدن  د بيلا بيلو جهازونو د کارونو  نا  هماهنګۍ د ځينو ناروغيو د رامنځته کيدو سبب  کيږي ٠ په  دي  هکله  د مساژ   په  واسطه  د علاج  له لارې  نوموړي  نا هماهنګۍ ليري  کيداي  شي   څو چه  د بيلا بيلو  بدني  جهازونو ترمنځ  نوي  هماهګۍ رامنځته  شي  او روغتيا  وساتل شي ٠  

                                  ( تصوير ، د مساژ  کولو طريقه )  

دوهم  د چين د عنعنوي  طب  د تيوري  سره سم  د انسان  په  بدن کې  حياتي  انرژۍ او  وينه  د  انسان  د ژوند  د ساتنې  عمده  مواد  تشکيلوي ٠  که  د  حياتي  انرژۍ او  وينې  دحرکت  جريان  بند  يا  نا  مناسب  شي ،  ناروغۍ به  رامنځته  شي ٠  نو  د مساژ کولو  په  واسطه د علاج  له لارې  د  بدن  د  حياتي  انرژۍ  او وينې  د انتقاليدو  جريان   په  عادي  توګه  صورت  مومي  ٠

                               ( تصوير ،  د مساژ کولو  طريقه )

دريم    د پوستکې  مساژ کول  د  ويني د جريان  د چټکتيا  له پاره  ګټه لري ٠  نو ويل  کيږي  چه    مساژ  کول   د بدن  د داخلي  چهازونو او  بهرنيو  برخو  د ځينيو ناروغيو د علاج  له پاره ټول  موثريت  لري ٠ 

                                        (  تصوير ،  د مساژ طريقه )