د قومي طب  حالت
中国国际广播电台

    

د چين  په  عنعنوي طب  کې  نه  يوازي  د هان  قوم  طب ،  بلکه   د بيلا بيلو اقليتونو طب  هم  شامل  دي ٠  د چين  د بيلا بيلو ملي  اقليتونود ځانګړي  پرمختيا په  بهير  کې  د مختلفو سيمه ايزو خصوصيتونو ،  کلتور  او نورو عواملو تر تاثيراتو  لاندې   خپل  خصوصيت  لرونکي  طب  رامنځته شوي  دي  چه  په  دي  کې  د تبتي  قوم  طب ،  د مغولي  قوم  طب ،  د ويغوري  قوم طب ،  د کوريايي  قوم  طب ،  د جوان قوم  طب ،  د داي  قوم  طب ،  د يي قوم  طب ،  او د مياو ،  لا ګو،  ار لون چون   او  نورو قومونو طب  شامل  دي ٠

 

له  دي  امله  چه  د بيلا بيلو ملي  اقليتونو تاريخ  او  کلتور يو شان  نه  دي ،  نو  د طبي  چارو په  بيلا بيلو برخو کې  ترلاسه شوي  پرمختياوي  هم  بيلا بيلي  دي  ٠  مثلأ   ځينو  ملي  اقليتونو خپلي خاصي طبي  تيور ي  درلودې ، په  ځينو ملي  اقليتونو کې خاص او ارزښناک  اړوند طبي اثار  ساتل  شوي  او د ځينو ملي  اقليتونو اړوند ځانګړې  طبي  مهارتونه   د وګړو په  منځ کې  مروج  شوي دي ٠

 

 بر سيره  پر دي   ځينو ملي اقليتونو  د خپلو طبي  چارو د پرمختيا په  بهير  کې  پرته  د خان  قوم  اړوندې تجربې  د اخستلو  نه   له  بهرنيو هيوادونو  نه   ځيني  ګټور طبي  مهارونه   هم راجلب  کړي  دي ٠  لکه  د تبتي  قوم طب  د پرمختيا په  تاريخ کې  نه يوازي   له  خان قوم  نه ،  بلکه  له  هند  نه  ځيني  لرغوني  طبي  پوه  هم  تر لاسه  کړي  ده ٠ د مغولي  قوم  طب  هم  د  خان  قوم   او هم  له  روسيي  نه  اړوند طبي  مهارتونه او  پوهې  راجلب  کړي دي ٠