تبتي  طب
中国国际广播电台

     

تبتي  طب  د چين  د عنعنوي طب يوه  مهمه  برخه  تشکيلوي ٠  تبتي طب  د تيتي  قوم  له خوا  د اوږدي  مودي  نه راهيسي    راجمعبندي او  پراخ شوي دي ٠ تبتي  طب  په  عمده  توګه   د چين  د تبت  په  خودمختاره  سيمه ،  د چنګ هاي ،  سه چوان ،  ګان سو  په  ولايتونو  او  نورو سيمو کې  مروج  شوي  او په  عين  وخت  کې  د جنوبي  اسيأ په  هند ،  نيپال  او نورو شاخواو هيوادونو کې  تري استفاده  کيږي ٠

 

د تبتي  طبي  پوهه  د چين  د  چنګ هاي  او  تبت  د  لوړي دښتي  په  سيمه  کې  راپيدا شوي  او  ځانګړي   خصوصيت    لري ٠  له دي  امله  چه  د چنګ هاي  او تبت   لوړه  دښته  د بحر له سطحي  نه  په لوړ  ځاي  کې  پرته  دي  او  هوايي يي  نسبتأ  يخه  ده ،  نو  د  بهر نيو ځايونو  ترمنځ    تګ راتګ  او ترانسپورت يي  ډير  مشکل  د ي ٠  په دي  وجه   د اوږدي  مودي  نه راهيسي   د تبتي  قوم   ځانګړي  طبي  خصوصيتونه  تر اوسه پوري  ټينګ ساتل شوي دي ٠  د  نوموړي   سيمې  د طبيعي  شرائطو سره  سم  د تبتي  قوم  درملونه  عمومأ  له  هغو  ځناورو او تباتاتو  څخه  جوړ شوي  دي  چه  په  لوړو غرونو او د يخې  هوا  په  چاپيريال  کې  وده  او  ژوند کوي ٠

 

دغه راز  په تبت  کې  د بودايي  دين  مفکوره  د ټولنې  په  بيلا بيلو ساحو کې  قوي  اغيزه  لري  او  د  يو ډول  سترې روحياتي  قوي  په  توګه يي د وګړو  په  زړونو کې  مهم  ځاي  نيولي  دي ٠  نو  په   تبتي طب  ګې  د تبتي    بودايي  دين  رنګ هم  موجود  دي ٠

 

د تبتي  طب  اساسي  تيوري

 

د درو عواملو نظريه

د تبتي  طب   له نظره  د انسان  په  بدن کې  دري  عمده عوامل  موجود دي  چه په جلا توګه  يي   لونګ ،  څي با  او پي ګن  نومويږي  او په  جلا جلا توګه  د ميتياز ،  غول  او خولې   نمايندګي کوي ٠ بر سيره  پر دي  اوه  عمده  ډول  مواد  هم په کې  موجو د دي   چه  په دي  کې  وينه ،  غوښې ،  پروتين ،  هډوکې  او داسي نور  شامل  دي ٠  نوموړي اوه ډول  مواد  د نوموړي  درو ډولو عواملو  تر  کنترول  لاندې  دي ٠ ٠

 

د تبتي  طب  له نظره  نوموړي  دري ډول  عوامل  د بدن  د ګرمي  انرژۍ د راپيدا کيدو عوامل  دي  او  د بدن د  تودوخي  د ساتنې  ، د معدې  د لياقت  د پياوړتيا او  د انسان  په  بدن کې د اړتيا اوبه د تهيه  بنسټ  هم دي ٠  هر  کله  چه  په  نوموړو  درو ډولو عواملو کې  نا برابرۍ  او نا هماهنګۍ  رامنځته  شي ،  د  يوې  برخې  د تفوق   يا  ضعيفوالي  له  امله  ناروغۍ   پيدا کيږي ٠

 

  د تبتي  طب   له  نظره بايد  د ناروغيو د علاج  له  پاره     نوموړې  درې عوامل هماهنګ کړاي شي   نوموړو  د  حياتي  قوه ،  ګرمه  انرژۍ  او  د اوبو په شمول  مايعات  دري  ډول  مواد  د  بدن  د ټولو جهازونو  بنسټ  دي ٠ نوموړي دري  ډول  مواد  يو د بل  په اتکا  او  يو د بل  د ملاتړ په حال کې   موجود دي

 

٠ د انسان د بدن  تشريح  او  فيزيولوژي

د قومي  دود دستور او عادتونو له مخې  د تبتي طب  له  نظره  د بدن  بيلا بيل  جهازونه  خپل  مقام  او  رول  لري ،  د مثال په توګه  د تبتي  قوم  په نظر  زړه  د بدن  پاچا دي  او  د بدن  په  مرکزي  سيمه  کې  واقع  دي  ٠ سږي  د بدن وزير  يا شهزاده  دي چه  د پاچا په شاوخوا کي  دي ، ځګر  او طحال  د پاچا کورني  غړي  دي  او  د پاچا  په  لاندې  برخه کې  پراته  دي ٠ د  بدن  بيلا بيل  جهازونه  يو له بل  سره  نژدي  اړيکې  لري ٠ دغه راز که چيري   د انسان  بدن  د يوې  لويې  ودانې  په توګه  وګڼل شي  ، نو  بډوډۍ  د وداني  د ملاتړ د  ستون  په توګه  رول  لوبوي ٠  له  دي  نه  څرګنده  شوي  چه  که چيري  بډوډۍ   ناروغه  او خرابه شي ، وداني به  ويجاړه شي ٠

 

د  کانګي  درا تلو  د علاج طريقه 

د تبتي  طب  سره سم  د کانګي د راتلو د علاج طريقه   يعني  د اړوندو درملونو  د خوړلو له لاري  ناروغان  بايد کانګې وکړي  څو چه  د ځينو ناروغيو د علاج مقصد  سرته  ورسيږي ٠  مثلأ   په معده کې  د سؤ هاضمې   د  هاضمي خرابوالي  او  د  زهر لرونکو  خواړو  خوړل  او داسي نور ي  ناروغۍ ٠  خو  دغه ډول  طريقه  د زړو کسانو او  اوميدوارو  ښځو  او ماشومانو له پاره  مناسبه  نه  ده ٠

 

په  درملونو د مينځلو طريقه

 د تبتي  طب  له  نظره  په  طبيعي  اوبو  او  د ځينو  درملونه لرونکو   اوبو  په  واسطه   د بدن  مينځل  د ډيرو ناروغيو د علاج له پاره  ګټور  د ي  چه  ددغې  طريقې په واسطه د هډوکو ، د پوستکې  او داسي نورو ناروغيو  د علاج   په هکله   موثر رول   ترلاسه  کيداي شي ٠