د مغولي  قوم  طب
中国国际广播电台

 

د مغولي  قوم  طب  د  مغولي  قوم  له خوا  د اوږدي  مودي   د ناروغيو د علاج  په بهير  او د اړوندو واقعيتونو سره سم   رامنځ  ته شوي  او پرمختګ يي  کړي دي   او د  بيلا بيلو ناروغيو سره   د مغولي  قوم د  وګړو د اوږدي  مودي د مبارزۍ په بهير  کې  پوره  تجربې تر لاسه   شوي دي ٠  نو  د مغولي  قوم طب  هم ځانګړې  خصوصيت  لري ٠

 

د مغولي طب  اساسي  تيوري

د مغولي قوم  د  طب  له نظره د انسان  په  بدن کې   د حه  يي ،  سي  لا ،  او بادا ګان  په  نامه  دري  ډولونه  مواد موجود دي  او د دوي   ترمنځ   د  روابطو له  بدلونونو څخه   د انسان   روغتيايي حالت  څرګنديږي ٠  د مغولي طب  په نظر  حه  يي  د انسان  د بدن  د بيلا بيلوفيزيولوژيکي  لياقت  نمايندګۍ کوي   ،  د بدن  د ټولو  جهازونو کارونه  د حه  يي  تر  تربيباتو لاندې  دي ٠  نو که چيري  حه يي   غير  عادي شي ،  د انسان  روحيات  به  ګډ وډ،  فکر به  کمزوري    او  خوب  يي  به  له منځه  لاړ شي ٠  سي  لا  د ګرمي  انرژۍ   معني  لري  ،  د انسان  په بدن کې  د ګرمه  انرژۍ  د سي لا  په اتکا  رول  لوبولي شي ٠ دغه راز باداګان  د بدن  د اوبو  نمايندګۍ  کوي  ٠   که  د باداګان  لياقت  هماهنګ  نه  وي ،  په  بدن کې  د اړوندو اوبو  بهيدل  به  بندي او بيلا بيل  اړوند اضافي  اوبه  به  زيات شي ٠

 

د مغولي  طب   ځانګړي علاج 

 

د ويني د تويولو  علاج

د دغې طريقې  له لارې  د بدن  په  ټاکلي  برخه کې وريد پري  کړي  او  لږ څه وينې  و تويوي  تر څو   ځينې  ناروغې  لکه  د ګرمي  اړوند ناروغۍ  ،  دردوالي  او داسي نور ناروغۍ  تر  علاج  لاندې  راشي ٠

 

د ګرم  کولو مهارت

دغه ډول  طريقه  په دي ډول  ده  چه  د هغې  تودې  لوګې  په واسطه  چه  د يو ډول   خاص واښه  د سوزولو له لارې  را پيدا شوي ، د بدن  ټاکلې  برخه  ګرم کړي  او  د ناروغۍ د علاج  مقصد سرته  ورسيزي ٠

 

د اسپي  د شيدي  علاج

د  اسپي د شيدو څخه  د جوړ ي  شوي  تروي  په واسطه  د ناروغۍ د علاج طريقه

 د اسپي له شيدو څخه  جوړي شوي  تروي  د مغولي قوم  يو ډول  خاص او عنعنوي   درمل دي  چه  د درملني له پاره   ارزښت  لرونکي خواړه  دي ،  دغه  ډول  خواړه  د  روغيتا د ساتنې  له پاره    ځانګړي  رول  لري  خصوصأ  د تنفس د  تنګي   او  د صحت  د سخت ضعيفوالي  د علاج له پاره  ډير ګټور دي ٠  ځکه  په  نوموو تروو کې  د روغتيا له پاره  ډير غذايي مواد  موجود  دي  ،  لکه  قند ،  پروتين ، ويتامينونه او  زيات   معدني  مواد  پکې  شامل  دي ٠