د ويغوري  قوم  طب
中国国际广播电台

 

دچين  د شينجيانګ  د ويغوري قوم  خودمختاره سيمه  د چين د  لويديځ خان   د سلسلې په  دوره  کې  ( د ميلادي کال  ٢٠٦__  ٢٥)   لويديځي او منځني  اسيأ  ته  د تګ  په لاره  کې  يعني  د وريښمو  په لرغوني  لاره کې  يوه مهمه  سيمه  ګڼله کيده  او په  تاريخ کې  د ختيځو او لويديځو  خواوو ترمنځ  د تجارتي  او کلتوري  چارو د پرمخبيولو او د واړو خواوو  ترمنځ د  طبي درملونو د تبادلې له پاره  مهم رول يي هم   لوبولي  ؤ او  په  دي بهير  کې  د شين جيان  سيمې    د  ځانګړي    طبي  چارو د پرمختيا  پر  بنسټ  له  بهيرنيو  سيمو  او قومونو څخه  ډيرې  ښي  طبي تجربي هم  تر لاسه کړي   او  پر دي اساس   د ويغوري  قوم  ځانګړي  طبي  سيستم   ايجا د شوي دي ٠

 د ويغوري قوم  طبي درملونه  د چين  د عنعنوي  طبي  حزانې   يوه  مهمه برخه  ده  ٠  اوس ددي سيمې  هغه درملونه   چه  د هيواد په  درجه  ټاکل شوي ،  دوه سوه دوه ډولونو ته  رسيدلي دي ٠ د چين  د شينجيانګ  سيمه  د ګردې  نړۍ له  هغو څلورو سيمو  څخه  ده  چه  د  اوږد عمر  کسانو شمير  يي  د نورو سيمو په نسبت  زيات   دي  او  د دې  سيمې   ځانګړي  درملونه  تر اوسه پوري د وګړو  په  منځ کې ښه ساتل  شوي دي ٠

 

د ويغوي  قوم  د درملونو د استعماليدو عادتونه

د اړوندې  پلټنې له مخې  د چين د شينجيانګ  د ويغوري قوم  په خودمختاره سيمه کې   درملونه  څه د پاسه  شپږ سوو ډولونو ته رسيدلي دي  او  د استفادي  وړ درملونه يي  دري  سوه  شپيته  ته رسيدلي  چه  په  دي  جمله کې  يو سلو  شپيته ډولونه  ددي  سيمې  په  ځانګړو  درملونو پوري اړه لري ٠