د جوانګ قوم طب
中国国际广播电台

 

د جوانګ  قوم  په چين کې  يو داسي  ملي  اقليت  ګڼل کيږي  چه  نفوس  يي  د نورو ملي  اقليتونو په نسبت  ډير زيات  دي ٠   د چين  د تان  د سلسلې  نه  وروسته  دغه قوم  په  بيلا بيلو ساحو کې   ځانګړي   سبک  جوړ کړي دي   چه  په دي بهير کې   چيني  عنعنوي  طب  هم  پکې  شامل ؤ ٠  د تان  او سونګ  د سلسلو  په دورو کې  (   ميلادي کال  ٦١٨__١٢٧٩ )   د جوانګ  قوم  د درملونو په  ګډون  د چين د   جنوبي  خوا  د ملي اقليتونود طبي  درملونو مقام   په  ځينو طبي  کتابونو کې ليکل  شوي  او د چين  په عنعنوي  طب  کې    پيژندل شوي   او  ټاکل  شوي  دي   ٠

 

د چين  د جوانګ  قوم د  طبي  چارو د پرمختګ  په تاريخ کې  که  څه  هم  ځانګړي  اړوند طبي درملونه په  کتابونو کې  نه دي  ثبت  شوي ،  مګر  لا تر اوسه پوري د دغه  قوم  د وګړو په منځ کې   تر استفادي  لاندې دي  او   ښه ساتل شوي دي او  نسل  په نسل په   ميراث  پاتي  دي   چه  دا  د چين د عنعنوي  طب  د پرمختيا له پاره  ستر  خدمتونه  هم کڼل  کيږي ٠

 

د جوانګ قوم  د درملونو استعمال

 د جوانګ قوم  د چين د جنوبي  خوا  په  غرونو کې  اوسيږي ،  په دي  سيمه کې د نباتاتو او ژويو  منابع  ډيري  غني  ښکاري  ٠ د جغرافيايي شرائطو تر تاثير لاندې  ښکارکول  د دغه قوم د ژوند يوه  مهمه برخه  ده ، نو د دغه قوم وګړي   د ځينو  وړوکو څارويو د خوړلو عادت  لري ،  په دي وجه  د ژويو څخه د  جوړ شويو  درملونو نه   ډيرې ګټې  اخيستل  کيږي ي ٠

 

د جوانګ قوم  د مسموميت  د علاج  په  هکله  لکه د مار د زهر،  د خزندې  د زهر ، د درملني  مسموميت  ، د خوراکونو مسموميت  د ليري کولو  په  هکله  ځانګړي  طبي  تجربي  لري ٠ د جوانګ  قوم  د اړوندې طبې  څيړنې  له مخې   د ځينو مسموميت  د علاج  له  پاره  بايد  د نوموړي  مسموميت  په  ارتباط  د زهر څخه  استفاده وکړاي شي  ٠ نو  د جوانګ قوم  د اړوند طب  له  نظره  تر يوازي اندازې پوري  ځيني  زهر  د ناروغۍ د علاج  له پاره ګټور دي  ٠ لکه  د دغه  قوم  په  اصطلاح  چه  وايي  د زهرو  په واسطه  زهر  له منځه  يوسي  ٠