中国国际广播电台
د ( شيا) سلطنت د چين په تاريخ کښی لومړنی دولت و چه تقريباٌ د
ميلاد نه دمخه له ٢١ می پيړی نه
د ميلادنه دمخه تر١٦ می پيړی پوری
يی ٥٠٠ کاله تاريخ وساته او ١٧
پاچايانو پکښی خپل تسلط ټينګ کړ ٠
د( شيا ) ساحه د اوسنی ( شان سی )
ولايت په جنوب او د ( هه نان )
ولايت په لويديځ کښی وه ٠
د ( شيا) سلطنت مؤسيس ( دايو ) نوميده چه د سيلابونو د له منځه
وړلو اود درياب د تنظمولو په هکله
يو لوی قهرمان ؤ ٠ د روايت له
مخی په هغه وخت کښی د ژيړ له سيند
څخه به تل سيلابونه راوتل او خلکو
ته به يی د سرو مال لوي تاوانونه
رسول ٠ ( دا يو ) د ژيړ سيند د
ښه اداره کولو په هلو ځلو کښی
خپل خلک د سيلابو له سختو
کړاوونو او غمونو څخه بچ کړل ٠
نو د خلکو پوره ملاتړ يی ترلاسه
کړ او په پای کښی په دی سيمه کښی
يی د ( شيا ) سلطنت جوړ کړ ٠ د
( شيا ) سلطنت جوړيدنه يوه هغه
علامه بلل کيده چه د تاريخ په
اوږدو کښی لومړنی اصلی ټولنه
بالاخره د شخصي مالکيت د ټولنی له
خوا له منځه يووړله شوه ٠ او چين
له دی نه وروسته د غلامۍ په ټولنه
کښی داخل شو ٠
د ( شيا) سلطنت په وروستنی دورو کښی په شاهی کورنی کښی سختی
سياسی ګډوډۍ راپيښی شوی او
طبقاتی تضادونه يی هم مخ په
شديديدو ؤ ٠ خصوصاٌ د ( شيا )
وروستنی پاچا ( جيې ) د سياسی
واک د ترلاسه کولو نه وروسته د
دولتی چارو د ښه اداره کولو په
باب هيڅ فکر ونه کړ او يوازی په
شاندار او لوکس ژوند کښی يی د
دولت بی شميره پيسی خوشی لګولی ،
له خپلی معشوقی ملکی (موه ) سره
يی په شرابونو ، موزيک او
سندرواو نڅاوو کښی شپی او ورځی
تيرولی او د خلکو مشکلاتو او
ستونزو ته يی هيڅ توجه ونه کړه ٠
که کوم وزير به ور ته نصيحت کاوه
، هغه به يی وواژه ٠ نو دده بی
رحمه او ظالمانه تسلط د( شيا )په
سلطنت کښی د مختلفو ملوک
الطوائفو د سخت نفرت او قوی
خيانت سبب شو ٠ په دی وخت کښی د
ملوک الطوائفانو له ملکونو څخه يو
ملک چه ( شانګ ) نوميده پر ( جيی
) باندی بريد وکړ او او د سختو او
خونړيو جګړو نه وروسته يی
بالاخره د ( جيې ) پر پوځيانو
باندی غلبه وموندله ٠ پاچا( جيې )
له خپل مرکز نه وتښتيدو او په
پای کښی د نان چاو په ځای کښی مړ
شو٠ په دی وجه د( شيا) سلطنت
له منځه لاړ ٠
د ( شيا) سلطنت په باب تاريخی اسناد لږ دی ٠ او ددی موضوع په
باب چه ايا په تاريخ کښی د (
شيا) سلطنت موجود و او که نه ؟ لا
تر اوسه د تاريخ پوهنی په ساحه
کښی پری بحث روان دی ٠خو د چين
په مشهور تاريخی کتاب يعنی د
تاريخي يادداشت په نامه لوی کتاب
کښی چه د لويديځ ( هان )په سلطنتی
دوره کښی د سه ما چيان له خوا
وليکل شو ، د( شيا ) سلطنتی
دوری په باب په څرګنده توګه د(
شيا) پادشاهی بيوګرافی وليکله
شوه ٠ لرغون پيژندونکی هم هيله
لری چه د تاريخ پيژندنی له لاری د
( شيا ) سلطنت مادی او فرهنګی
اثار ترلاسه کړی څو چه د( شيا )
سلطنت اصلی څيره د خلکو په
وړاندی راښکاره کړی او تاريخی
مقام يی بيا ټينګ کړی٠ په ١٩٥٩ م
کال کښی د چين لرغون پيژندونکو د(
شيا ) د سلطنتی کنډوالی د پتی په
باب تحقيقات او پلټنه وکړه او په
دی توګه د( شيا ) د ثقافت د
پلټنی پرده يی پرانستله ٠ اوس
زيات شمير پوهانو دا نظريه څرګنده
کړه چه د ( اړ لی تاو ) په نامه
قديمی کلتور چه د ( هه نان )
ولايت د ( ايان شه ) په سيمه کښی
پروت او د ( اړ لی تاو ) کنډواله
نوميږی د( شيا) د سلطنتی کلتور د
پلټنی عمده هدف دی ٠ د څيړنی له
مخی دغه کلتور تقريباٌ د ميلاد نه
دمخه په ١٩٠٠ م کال کښی ساتل شوی
و چه وخت يی د( شيا ) د سلطنتی
دوری سره برابر و ٠ اوس که څه هم
پوره څرګند اسناد نه دی ترلاسه
شوی چه د ( اړ لی تاو ) کنډواله
د( شيا) سلطنت فرهنګ دی ، خو د
پيدا شويو غنی تاريخی موادو څخه
په قوی توګه د ( شيا) سلطنتی
کلتور د پلټنی کار پرمخ بوتلل شو
٠
د ( اړ لی تاو ) له کنډوالی څخه راکښل شوی توليدی الی اکثری
ډبرينی الی دی او په هډوکو او
صدفونو څخه جوړ شوی سامان الات
لاهم تر استفادی لاندی ؤ ٠ د
ځينو کورونو پر بنسټ ، خاورينو
تونلونو او د هديری پر ديوالونو
باندی په لرګينو الو د کار کولو
نښی نښانی ليدل کيږی ٠ په هغه
لرغونی زمانه کښی به زحمتکښو خلکو
ددی ساده الو په استفادی سره په
خپل عقل او هوښيارۍ سيندونه
تنظيمول ، مځکه به يی يوی کوله
او زراعتی چاری به يی پرمخبيولی
٠ که څه هم تر اوسه پوری د( شيا)
سلطنت په کنډواله کښی نسبتاٌ
لوی شنه برونزی سامان الات نه دی
پيدا شوی ، خو له ميسو څخه جوړ
شوی توری او نوری وسلی ، توليدی
الی ، او د ژوندانه سامان الات
ليدل کيږی ٠ په عين وخت کښی د ميس
د ويلولو کارخانی ، د کلالی ټوټی
، برونزی ټوټی او د ديګونو ټوټی
پيدا شوی دی ٠ علاوه په دی په
عالی مهارت حکاک شوی هنری يشمونه
، په قيمتی ډبرو ايښودل شوی
رنګارنګ ښکلی شيان او ډبرين
موسيقی الات هم له دی کنډوالی څخه
راکښل شوی دی ٠ او له دی نه
څرنګده شوی ده چه په دی دوره کښی
د لاسی توليداتو تخنيک او مهارت
نور هم پرمختګ موندلی او تخنيکی
کسبونه يی هم منځ ته راغلی ؤ
په لرغونی اسنادو کښی زياتی د
توجه وړ خبری د( شيا ) د سلطنتی
جنترۍ د قانون په باب وې ٠ د (
دادای ) په يادداشت کښی د ( شيا)
په باب د وړوکی تصديق په برخه کښی
ساتل شوی جنترۍ د( شيا ) د جنترۍ
د ټاکلو په باب يو مهم تاريخی سند
بلل کيږی ٠له دی نه څرګيده شوی ده
چه په هغه زمانه کښی خلکو په
اسمان کښی د لويی څمڅی په شکل د
اوو ستورو د حرکت د لوری په
وسيله مياشت وټاکله چه دا په چين
کښی تر ټولو نه وختی د جنتری
قانون بلل کيده ٠ په دی سند کښی
د ( شيا ) د جنترۍ د ١٢ مياشتو د
برابرۍ سره سم په نوبت سره په
هره مياشت کښی د ستورو او هوا د
بدلون ، د دنيا د موجوداتو ،
زراعتی چارو او سياسی فعاليتونو د
څرنګوالی په باب حالات او معلومات
ثبت شوی او په يوی اندازی سره
د( شيا ) په سلطنتی دوره کښی د
کرهنی د توليدی انکشاف سويه ور
څخه منعکسه شوی ده او د چين په
ډير لرغونی تاريخ کښی نسبتاٌ
قيمتی او نادر علمی پوهنه ساتل
شوی ده ٠
|