شانګ  -- د تاريخی اسنادو له مخی په چين کښی تر ټولو نه مخکښی لومړی سلطنت

中国国际广播电台
                          

د چين پوهنی په ساحه کښی داسی نظريه پيدا کيږی چه  ( شيا) د چين په قديمی زمانه کښی لومړی سلطنت ؤ خو د ( شيا) نومی سلطنت په باب تاريخی اسناد په اساسی توګه د اخلافو له خوا ليکل شوی  ؤ ٠ او تر اوسه پوری د لرغون پيژندونکو له کارونو څخه په دی باب کوم باوری تصديق نه دی ترلاسه شوی ٠ خو د لرغون پيژندنی له اسنادو څخه دا ثابته شوی ده چه ( شانګ ) د چين په قديمی زمانه کښی لومړی سلطنت ؤ ٠ اوس به د چين د تاريخی اسنادو له مخی تر ټولو نه لومړی سلطنت يعنی ( شانګ ) په باب يو څه معلومات تاسو ته وړاندی کړو ٠  د ( شانګ ) سلطنت د ميلاد نه دمخه په ١٦ مه پيړی کښی تاسيس شوی او د ميلاد نه دمخه په ١١ مه پيړۍ کښې نسکور شو چه تقريباٌ ٦٠٠ کاله تاريخ  يی ساتلی و  ٠ د ( شانګ ) سلطنت په خپلو لومړيو دورو کښی خپل پايتخت څو واره بدل کړ او په اخر کښی يی د ( اينګ ) په سيمه يعنی د اوسنی ( هه نان ) ولايت د( ان يانګ ) ښارګوټی ته په نژدی سيمه کښی خپل مرکز  ټينګ کړ٠  د لرغون پيژندنی څخه دا ثابته شوه چه د(  شانګ ) په لومړی سلطنتی موده کښی د چين تمدن نسبتی لوړه ترقۍ ترلاسه کړی وه ٠ عمده خصوصيتونه يی دسنګ  پشت يا کشپ پرکاسې  د ليک دود  فرهنګ او برونزی کلتور ؤ ٠ دسنګ پشت پرکاسی باندی ليک دود  په تصادفی ډول کشف شوی ؤ ٠ د شلمی پيړی په سر کښی د ( هه نان ) ولايت د( ان يانګ ) ښارګوټی په شمال لويديځ اړخ کښی د ( سياو توين ) نومی کلی بزګرو د تګ په لاره کښی تصادفاٌ د کشپ څو ټوټی کاسی او د حيواناتو هډوکی وليدل ، نو د چين د عنعنوی طبی دارو درملو په توګه يی خرڅ کړل ٠ مربوطو پوهانو  پر دغو هډوکو باندی قديمی ليک دود کشف کړ ٠ نو دوی په لوي قوت سره  ور باندی څيړنه وکړه ٠ لږه موده وروسته د چين د لرغونی ليک دود پوهانو وپيژندل چه د سنګ پشت پر کاسی او د حيواناتو پرهډوکو باندی پيدا شوی ليک دود  د( شانګ ) د سلطنتی دوری ليک دود  ؤ ٠ ور پسی دوی دا استدلال ترلاسه کړ چه د (  سياو توين ) نومی کلی د ( شانګ ) د سلطنت د پايتخت  يعنی د ( اين ) کنډواله وه چه په قديمی کتاب کښی ياده شوی وه ٠ د ( اين ) د کنډوالی پيدا کول او له مځکی نه د دغو اثرونو راکښل  په ٢٠ مه پيړۍ کښی په چين کښی د لرغون پيژندنی په چارو کښی تر ټولو نه لوی مؤفقيت بلل کيده ٠ په  ١٩٢٨ م کال کښی ددی کلی تر مځکی لاندی د ( اين ) قديمی اثارو د کښلو نه راهيسي په دی ځای کښی د  کشپ پر کاسی باندی د ليک دود  اود شنو برونزی سامان الاتو په شمول زيات شمير قيمتی تاريخی اثرونه ترلاسه شول ٠ دسنګ پشت  ليک دود  د  کشپ پر کاسو او د حيواناتو پر هډوکو باندی حکاک شوی  قديمی ليک دود  ؤ ٠ د ( شانګ ) په سلطنتی دوره کښی پاچا د هر کار د عملی کولو نه مخکښی حتماٌ فالګيری کوله  او د سنګ پشت کاسه د فالګيری وسيله وه ٠ د  کشپ د کاسی د استعمال نه مخکښی بايد لومړی د کاسی نه وينی او غوښی وايستلی شي او  بيا به يی مخ  پاک او هموار شی ٠ وروسته به فالګير د کاسی  او يا د هډوکی په دننه مخ باندی  د چاړه په وسيله  په منظم ډول خپل نوم او د فالګيری تاريخ او پوښتنه حکاکه کړه ٠ په پای کښی يی د هډوکی په دغه مخ کښی د اور په وسيله  درز جوړکړ ٠او خلکو دغه درز ته ( جاو ) ووايه ٠فالګير به  ددی درز د حرکت پرخوا خپل تحليل کاوه او  په دی توګه يی د فالګيرۍ نتيجه  ترلاسه کوله ٠ او وروسته  د  فالګيرۍ د نتيجی باوری څرنګوالی يی هم په دی کاسی باندی حکاک کړ او د کشپ دغی کاسی چه د فالګيرۍ  نتيجه يی د ازموينی څخه وتلی وه  د رسمی اسنادو په حيث وساتلی  شوی  ٠ تر اوسه پوری د ( اين ) له کنډوالی څخه د کشپ دکاسوڅه دپاسه يو لک ٦٠ زره ټوټی راوکښلی شوی چه په  ځينو باندی  د فالګيری پوره نتيجه  ليدل کيږی اوځينی يی  يوازی دکاسی يا هډوکی سپينی ټوټی دی چه ور باندی هيڅ ليک دود نه ليدل کيږی ٠  داحصايی له مخی د کشپ د کاسو پر ټوټو باندی څه دپاسه ٤٠٠٠  ډول ډول ليک دودونه پيدا شوی دی چه ٣٠٠٠ يی د پوهانو د څيړنو او تحقيقاتو وړ دی ٠  او په دی ٣٠٠٠ ليک دودونو کښی څه دپاسه ١٠٠٠ توری د پوهانو له خوا  په ګډه وپيژندل شول او او نور پاتی توری  يا ددوی له خوا د پيژندلو وړ نه  دی يا ددوی نظريه ور باندی  سخت توپير لری  ٠ سره له دی له دغوڅه دپاسه ١٠٠٠ تورو څخه چه د پوهانو له خوا په ګډه وپيژندل شول  خلکو د( شانګ )په سلطنتی دوره کښی  د سياست ، اقتصاد اوکلتور په شمول هر اړخيزو ساحو کښی لومړنی عمومی معلومات ترلاسه کړی  شول٠ د کشپ پر کاسی باندی د ليک دود دڅيړنو او تحقيقاتو په هکله لومړی خاص کتاب په اوسپنيزو وريځو کښی  د سنګ د پشت د پټيدو په نامه د ښاغلی ( ليو عه ) له خوا ليکل شوی  او په ١٩١٣ م کال کښی چاپ شوی ؤ ٠ د کشپ د کاسی د ليک دود څيړنی په نامه کتاب چه د چين د نامتو تاريخ پوه او ادب پوه (ګو مو ژو) په قلم ليکل شوی او په ١٩٢٩ م کال کښی چاپ شوی ؤ  يو بل مهم خاص اثر بلل کيږی ٠ اوس د بيجينګ د پوهنتون پروفيسر ( چيو سی ګوی ) او د چين د تاريخ د انسټيټيوټ پروفيسر ( لی شوی چينګ ) او داسی نور پوهان په چين کښی د کشپ  د کاسی د ليک دود د څيړنی په برخه کښی لوړ مقام لری ٠ د کشپ د کاسی د ليک دود په شان  شنو برونزی سامان الاتو هم د هغی زمانی د تمدن ښه نماينده ګی کوی ٠ د ( شانګ ) په سلطنتی دوره کښی د شنو برونزونو د ويلولو اود برونزی سامان الاتو د جوړولو هنر او مهارت نسبتاء يوی لوړی سويې ته رسيدلی ؤ ٠ او تر اوسه پوری د ( اين ) له کنډوالی څخه څو زره برونزی سامان الات راکښل شوی دی  او د ( سه مو وو) په نامه يو غټ اثر چه په ١٩٣٩ م کال کښی راکښل شوی او  د ١٣٣ساتنی ميترو په جګوالی ، د ١١٠ سانتی ميترو په اوږدوالی ، د ٧٨ سانتی ميترو  په پلنوالی او د ٨٧٥ کيلو ګرامو په وزن د خوراکونو د پخولو دپاره يولوي ديګ دی  د شکل له لحاظه باشوکته او با عظمته ښکاری ٠اودغه غټ ديګ له هغو ممتازو اثارو څخه دی  چه  د چين په قديمی زمانه کښی يی د برونزی فرهنګ د لوړ مهارت ښه نماينده ګی کوله ٠ د قديمی اثارو د راکښلو او علمی څيړنو څخه دا ثابته شوی ده چه د ( شانګ ) په سلطنتی دوره  کښی دولت ټينګ شوی او  د شخصي مالکيت نظام هم په اساسی توګه ټاکل شوی ؤ او سم له هغی زمانی  نه  د چين تاريخ  متمدنی دوری  ته داخل شوی  دی  ٠