لويديځ جو ، د پسرلی او منی زمانه او د ملکونو تر منځ جنګی زمانه

中国国际广播电台
   

د ( شيا) او ( شانګ ) د سلطنتی سلسلو نه وروسته د ( جو ) نومی سلطنت د چين په لرغونی زمانه کښی دريم سلطنت و ٠ د( جو ) سلطنت  تقريباء د ميلاد نه دمخه په ١٠٢٧ م کال کښی جوړ او د ميلاد نه دمخه په ٢٥٦ م کال کښی د ( چينګ ) نومی ملک له خوا نسکور شو چه د څه دپاسه ٧٧٠ کالو دپاره يی  خپل تسلط ساتلی ؤ ٠ د ميلاد نه دمخه په ٧٧١ م کال کښی دغه سلطنت خپل پايتخت ختيځ ته انتقال کړ ٠ نو تاريخ پوهانو د دی وخت په اساس د ( جو )  سلطنتی دوره په دوو برخو وويشله  چه د پايتخت د انتقال نه مخکښی دوره يی د ( لويديځ  جو) په زمانه او وروستی دوره يی د ( ختيځ جو ) په زمانه  وويله شوه ٠ او د (ختيځ جو) زمانه بيا د ( پسرلی ) او ( منی ) په نامه د دوری او د ملکونو د جنګی دوری په دوو مرحلو بشپړه شوه  ٠

د ( لويديځ  جو ) سلطنت ٢٥٧ کاله ونيول ٠ د (جو) لوی سلطنت لومړی پادشاه ( وو وانګ ) خپل پايتخت د ( ګاو ) نومی ځای  ته چه  د اوسنی ( شان سي ) ولايت د ( سي ان ) ښار ته په شمال لويديځ کښی واقع وه  انتقال کړ ٠ وروسته يی دخپلو پوځونو په قوماندانۍ  د ( شانګ )  سلطنتی تسلط له منځه يووړ او په اخر کښی يی د ( جو) لوی سلطنت جوړ کړ ٠

( وو وانګ )چه مړ شو  زوی يی ( چنګ وانګ ) دده د وارث په توګه پر پادشاهی تخت باندی کښيناست ٠ څرنګه چه په هغه وخت کښی ( چنګ وانګ ) يو وړوکی هلک  و ، نو کاکا ( دان ) يی  سلطنتی چاری اداره  کولی ٠ کاکا ( دان )  د خپل واک د ټينګولو

نه وروسته د پوځونو په لارښوونه  ختيځ  ته  لښکرکشی وکړه او د نورو قبايلو قيام کوونکی قواوی يی پوپناه کړی ٠ وروسته يی کاکا ( دان ) د دولت په اداره کولو کښی  د بريالی ثمرونو د ټينګولو په هکله يو لړ مهم تدبيرونه ونيول ٠ د ( چنګ وانګ ) وارث ( کانګ وانګ ) ؤ ٠ تاريخ پوهانو په ستاينی سره د جو په سلطنتی سلسلو کښی د (چنګ وانګ ) او ( کانګ وانګ) دغو دوو سلطنتی مرحلو ته د ( چنګ - کانګ )  سلطنتی ارامتيا او سعادتمنی  وويله ٠

د ( جو ) سلطنت دولتی نظامونو او قوانينو څرګند خصوصيتونه درلودل ٠ مثلاء د مځکو د برابر ويش نظام ، د کورنيو اصولو په باب  نظام ،د ښارونو او کليوالی سيمو د ادارو په باب نظام او تشريفاتی نغمی د دغو خصوصيتونو ښه څرګندوی بلل کيدل ٠

د ميلاد نه دمخه له ٧٧٠ م کال نه د ميلاد د مخکښی تر ٤٧٦ م کاله پوری دغه ٢٩٤ کاله د ( پسرلی ) او ( منی ) په نامه تاريخی دوره وه  ٠ په دی دوره کښی د اقتصاد په پرمختيا او د نفوس په زياتوالی سره سره د ( جو ) شهزاده ګانو او اشرافو د خپل تسلط غوښتنی او د باداری مقام د لټولو دپاره په پرله پسی توګه له نورو سره شديدی جګړې وکړی  ٠ په عين وخت کښی يی  ټولنيزو حالاتو هم  زيات  بدلونونه موندلی ؤ ٠ په زراعتی توليدی چارو کښی د کرهنی اوسپنيزی الی رامنځ ته شوی ، د مځکو په يوی کولو کښی د غوايانو څخه استفادی  په تدريجی توګه عمومي صورت وموند او د اوبو لګولو چاری هم زياتی پرمختللی وی چه له دی برکته د زراعتی کښتونو توليداتو  ډير زياتوالی تر لاسه کړی ؤ  ٠ د ( پسرلی ) او( منی ) دوره يوه داسی انتقالی دوره بلل کيده چه د ( لويديځ جو )  عنعنوی سياسی ټولنيز نظم  ګام

په ګام سست او تجزيه کيده ٠

د چين په تاريخ کښی لومړنی مفکر او ستر تعليم پوه کانفيوسيوس و چه د ( پسرلی ) او( منی ) په وروستنی دوره کښی وزيږيد ٠ کانفيوسيوس د پخوانيو فرهنګونو او مفکورو د راټولولو په اساس او د راپيدا شويو ټولنيزو ګډوډيو او ناکراريو د حالاتو په نظرکښی نيولو سره  د کورنيو اصولو او اخلاقو اود ټولنی او سياست په شمول  د يو لړ موضوعاتو په باب خپلې مکملی تيوريکی نظريې وړاندی کړی او په دی اساس يی لرغونی کانفيوسيالستی دوکټورين ايجاد کړ ٠

د ملکونوترمنځ جنګی دوره د ميلاد دمخه له ٤٠٣ م کال نه د ميلاد دمخه تر ٢٢١ م کاله پوری وه چه د ( ختيځ جو ) د زمانی دوهمه مرحله بلل کيده ٠ په دی دوره کښی   اشرافو او شهزاده ګانو په خپلو قلمرو کښی مطلق تسلط  ټينګ کړ خپل وړوکی ملک يی جوړ کړ او وروسته يی د خپل تسلط غوښتنی او باداری مقام د لټولو او د خپلو قلمرو د پراختيا دپاره  يو له بل  سره   بی شميره  خونړی جګړی وکړې  ٠  په تاريخ کښی د ملکونو دجنګی دوری او د( پسرلی ) او ( منی ) د دوری تر منځ  څرګند تميزکيدونکی کرښه  نه  پيدا کيده ٠ او يوازی د اوسنی عادت سره سم  د ميلاد نه دمخه  له ٤٠٣ م کال نه چه  په دی کال کښی د ( جين ) په نامه  لوی ملک د درو شهزاده ګانو له خوا په درو برخو وويشل شو  او په اخرکښی  د( جاو )، ( هان ) او ( وي ) نومی ٣ ملکونه د ( جين ) په اصلی قلمرو کښی راټينګ شول  ، د ميلاد د مخه تر ٢٢١ م کاله پوری چه په دی کال کی د ( چينګ ) نومی ملک نورو ٦ ملکونو ته  شکست ورکړ او په پای کښی يی په ګرد هيواد کښی واحد لوی سلطنت قايم کړ ٠ دغه دوره د  ملکونو تر منځ جنګی  دوره  بلله کيده ٠

 په دی دوره کښی د چين حالاتو  لوي بدلون موندلی و چه د  اشرافو زيات شمير منځنی او وړوکی ملکونه  د لويو ملکونو له خوا الحاق شول او وروسته د ( چينګ )، ( چو )،( ايان )،( هان )، ( جاو )، ( وي ) او( چی ) په شمول ٧ نسبت قوی ملکونه  پاتی شول  ٠ په دی دوره کښی دغو ٧ ملکونو په وار سره د ځان د قوی توب دپاره په قانونی اصلاحاتو لاس پوری کړ چه په دی جمله کښی د ( چينګ ) په ملک کښی د ( شانګ يانګ ) نومی وزيرله خوا عملی شوی قانونی اصلاحات د پيمانی له لحاظه  تر ټولو نه لوی  او ژور ؤ ، او اغيزه يی هم تر نورو نه زياته وه ٠

د ملکونو په دی جنګی دوره کښی که څه هم کال په کال خونړی جګړی رامنځ ته شوی  خو دا نه يوازی د چين د لرغونی فرهنګ د پرمختګ مخه يی نه وه نيولی ، بلکی په ټولنه کښی د روشنفکرانو او پوهانو په تشکيل يوه نوی طبقه  رامنځ ته  شوه ٠ دوی خپل ځانونه دبااستعدادو کسانو په حيث وبلل او د ټولنيز انکشاف دپاره يی فعال رول  ولوباوه چه په دی توګه  علمی او کلتوری سعادتمنی او سمسورتيا منځ ته راغله   ٠  په دی بهير کښی د چين  قديمی فکری او کلتوری سعادتمنۍ د تاريخ  لومړنی اوج ته ورسيدی ٠  د کانفيوسيوس او منسيوس په نماينده ګۍ کانفيوسيالستی دوکتورين  ، د( لوی بابا )، د ( جوانګ بابا) او ( لې بابا) په نماينده ګۍ تاويستی دوکتورين ، د ( هان فۍ ) په نماينده ګۍ قانون پرست دوکتورين  اود ( مهيت ) په نماينده ګۍ مهيست مکتب  او داسی نوری  مفکوری  او مکبتونه د چينايی لمسيانو له خوا وستايل شول ٠ د دغو دوکتورينو او تيوريو د رامنځ ته کيدو له برکته   په فکری ساحه کښی يوه داسی د جم وجوش نه ډکه منظره ليدل کيدله ،  لکه څنګه چه ويل يی -  سل رنګارنګ ګلان غوړيږی او سل  ډول ډول مرغان  چغه هار کوی ٠او

داسی دوکټورينو او مکتبونو نه يوازی په هغه زمانه کښی د سياسی او اقتصادی پرمختګ دپاره مثبت رول لوبولی ؤ بلکه يی ژوری اغيزی لا تر اوسه پوری خاص اهميت ساتلی دی چه د چين په فکری تاريخ کښی يی نا فناکيدونکی فصل ليکلی و ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢٣٠ م کال کښی د ( چينګ ) ملک ( اين جنګ ) د ګرد هيواد د وحدت په هکله په اوږد مارش پيل  وکړ او په وروستيو نهو کالو کښی يی په وار سره نور ٦ ملکونه  خپل کړل او بالاخره يی  د ميلاد نه دمخه په ٢٢١ م کال  کښی ګرد هيواد واحد کړ چه په دی توګه  د چين د تجزيی وضع چه د ٦٠٠ کالو دپاره يی دوام درلود  پای ته ورسيده ٠