中国国际广播电台
د غلامۍ د نظام د پای ته رسيدو
نه وروسته چه د څه پاسه ٢ زرو
کالو دپاره يی دوام درلود، د
ميلاد نه دمخه په ٢٢١ م کال کښی د
چين په تاريخی ټولنه کښی لومړنی
واحد هيواد او د مرکزی قدرت
فيوډالی دولت چه ( چينګ )
نوميده رامنخ ته شو٠ د چينګ نومی
دولت منځ ته راتګ د چين د تاريخ
دپاره خورا مهم اهميت لری ٠ د
ميلاد نه دمخه له ٢٥٥ م کال نه د
ميلاد دمخه تر ٢٢٢ م کاله پوری
دغه ٣٣ کاله د چين په تاريخ کښی د
ملکونو ترمنځ جنګی دوره وه او هم
د چين د غلامۍ د ټولنی وروستنی
دوره بلله کيده ٠ په هغه زمانه
کښی د زياتو وړوکو ملکونو تر منځ
د مرګ او ژوند بی شميره خونړی
جګړی رامنځته شوی چه په اخر کښی
د ( چينګ )، ( چی )، ( چو )، ( وی
)، ( ايان )، ( هان ) او ( جاو )
٧ نسبتاٌ پياوړی ملکونه پاتی شوی
ؤ ٠ د ( چينګ ) ملک چه د هيواد په
شمال لويديځ کښی واقع و تر نورو
نه مخکښی يی په نظامی او زراعتی
اصلاحاتو لاس پوری کړ نو دولتی
طاقت يی په بيړه سره پياوړتيا
موندلی وه ٠ د ميلاد دمخه په ٢٤٧
م کال کښی د ( اين جنګ ) نومی ١٣
کلن شهزاده په تخت کيښناست ٠
کله چه دده عمر ٢٢ کالو ته ورسيد
په خپل لاس يی دولتی چاری
اداری کولی ٠ هغه سمدستی د نورو
٦ ملکونو په الحاقولو سره د يوه
واحد هيواد د جوړولو په باب لويه
نقشه وټاکله او ددی باعظمته
ستراتيژی د ترسره کولودپاره يی نه
ستومانه کيدونکی هلی ځلی وکړی ٠
هغه تر ممکنی حدی پوری په راز راز
نيرنګونو سره د نورو هيوادونو
بااستعداده کسان راجلب کړل ٠ او
هر چا چه کومه پوهه او يا فن
درلود همهغه کارته به ګمارل کيده
٠ مثلاء هغه د( هان ) ملک
دجاسوس جنګ ګوه ) څخه په ښی
استفادی سره د جنګ ګوه نومی
وياله جوړه کړه ، په نتيجه کښی څه
دپاسه ٤٠ زره هکتاره ښوره ناکه او
قليايی مځکه په حاصله خيزه مځکه
بدله شوه چه دا د ګرد هيواد د
وحدت دپاره يی پوره مادی زمينی
برابری کړی وی ٠ د ميلاد د مخه
له ٢٣٠ کاله څخه په وروستيو کمو
لسو کالو کښی ( اين جنګ ) په وار
سره د ( هان )، ( جاو) ،( وی )، (
ايان )، ( چو ) او ( چی ) ٦
ملکونه له منځه يووړل او په دی
توګه يی په تاريخ کښی د هيواد د
تجزيی وضع پای ته ورسوله او د (
چينګ ) په نامه يو واحد او په
مرکزی قدرت لوی امپراطوری دولت
يی ټينګ کړ ٠ څرنګه چه ( اين جنګ
) د چين په تاريخ کښی لومړنی
امپراطور و ، نو هغه ته د ( شه
هوانګ ) لقب ورکړ ٠ د ( چينګ )
ملک له خوا دګرد هيواد يووالی کول
د چين په تاريخ کښی يو خورا غټ
خدمت بلل کيږی او خورا زيات
اهميت لری ٠ لومړی ، په سياسی
ساحه کښی امپراطور( چينګ شه هوانګ
) د شهزاده ګانو او اشرافانو له
خوا د شخصی مسلط قلمرو د ويشلو
په باب پخوانی نظام چه دکورنيو
غړو له خوا يی په ميراث چلول کيدل
لغوه کړ او د ولايت او ولسوالۍ
په درجه يی د مرکزی حکومت له خوا
د مستقيمو اداری سيمو د جوړيدو په
باب نوی نظام جوړ کړ ٠ او ددی
نظام سره سم ګرد هيواد د ولايت
په درجه په ٣٦ اداری سيمو وويشل
شو ٠ تر ولايت لاندی ولسوالی
وه ٠ د مرکزی حکومت او محلی سيمو
مامورين ټول د امپراطور له خوا
مقرر يا برطرف شول ٠ او د
مامورينو کورنيو غړو داسی امتياز
نه درلود چه ددوی ماموريت په
ميراث واخلی ٠ د ولايت او
ولسوالی د ټاکلو په باب دغه نظام
د چين په څه دپاسه ٢ زره کلنه
فيوډالی ټولنه کښی د امپراطورانو
له خوا د منلووړ نظام ګرځيدلی دی
٠ اوحتی تر اوسه پوری په هيواد
کښی يو زيات شمير د ولسواليو
نومونه د( چينګ ) په امپراطوری
دوره کښی ټاکل شوی ؤ ٠ د هيواد د
وحدت په سترو داعيو کښی دامپراطور
( چينګ شه هوانګ ) يو بل خدمت د
ليک دود وحدت ؤ ٠ د هيواد د وحدت
نه مخکښی بيلا بيلو ملکونو خپل
ليک دود درلود ٠ که څه هم د دغو
ليک دودونو منبع مشترکه وه او په
ليکنو کښی زيات لوي توپير نه پيدا
کيده خو د ملکونو تر منځ د
فرهنګی خپريدو او تبادلو مخه لا
هم نيوله شوی وه ٠ د( چينګ ) له
خوا د هيواد د وحدت نه وروسته دا
ټاکل شوی وه چه يوازی د چينګ اصلی
ليک دود د لوی سلطنت په چوکاټ
کښی د يوازنی ملی ليک دود په حيث
استعماليده ٠ وروسته له دی د چين
ملی ليک دود د هغی امپراطوری
دوری د ليک دود پر بنسټ پرمختګ او
پراختيا موندلی وه چه دا د چين د
تاريخ د جوړيدو او کلتوری ميراث
دپاره بی حده ارزښت درلود ٠ علاوه
په دی امپراطور( چينګ شه هوانګ )
هم د ګرد هيواد په چوکاټ کښی د
اندازی کولو واحد معيارونه وټاکل
٠د هيواد د وحدت نه مخکښی د
اشرافو په بيلا بيلو قلمرو کښی د
اوږدوالی ، حجم او د وزن د اندازه
کولو يونټونه بيلا بيل ؤ چه په
سخته توګه يی د اقتصادی انکشافاتو
مخه نيولی وه ٠ دغه شان امپراطور
( چينګ شه هوانګ ) هم د پخوانيو
بيلا بيلو ملکونو د پيسو او
قوانينو وحدت هم ترسره کړی و چه
داسی ټولو د ګرد هيواد د اقتصادی
پرمختګ دپاره مساعدی زمينی برابری
کړی وی او په قوی توګه يی د
مرکزی رژيم مقام ټينګ او پياوړی
کړی و ٠ دغه امپراطور ددی دپاره
چه د خلکو پر فکرونو او ذهنونو
باندی خپل مستبد تسلط مضبوط کړی
دميلاد نه دمخه په ٢١٣ م کال کښی
يی امر وکړ چه بی د پخوانی ( چينګ
) ملک د تاريخچی نه د پخوانيو
اشرافو د ملکونو ټولی تاريخچی او
د کانفيوسيالستی دوکتورين ټول
قيمتی اثار
دی وسوځول شی ٠او حتی هغه کسان
چه داسی اثار او تاريخچی يی په پټ
ډول ساتلی بی له دريغه دی ووژل شی
٠ په عين وخت کښی د شمالی قبايلو
د تيری د مخنيوۍ دپاره ( چينګ شه
هوانګ ) امر وکړ چه د هيواد د
وحدت نه مخکښی د( چينګ ) ، ( جاو
) او ( ايان ) په شمول د پخوانيو
ملکونو له خوا جوړ شوی جنګی
ديوالونه ترميم او سره ونښلول
شی چه له دی امله د هيواد د
لويديځ له صحرا څخه د ختيځ تر
سمندری سواحلو پوری لوی او اوږد
ديوال جوړ شو ٠علاوه په دی (
چينګ شه هوانګ ) د ٧ لکو خلکو د
انسانی قواوو په راټولولو سره په
لويو مصارفو د ځان دپاره د( لی
شان ) په غرونو کښی يوه باعظمته
هديره جوړه کړه او دغه هديره سم
په اوسنی زمانه کښی کشف شوی او
د عسکرو ، اٌسونو او ګاډيو
خاورينی مجسمی د فرعی هديری په
توګه پکښی شاملی وی چه دواړه د
نړۍ د کلتوری ميراثونو په لست کښی
درج شوی دی ٠ د امپراطور ( چينګ
شه هوانګ ) له خوا د هيواد د
وحدت له برکته د چين هغه تاريخ
چه د اوږدی مودی دپاره د هيواد د
تجزيی او د المناکو جګړو په لويو
غمونو او کړاونو کښی لويېدلی و
پای ته ورسيد او د ( هان ) قوم
په عمده موجوديت د زياتو ملی
اقليتونو په شمول يو قوي لوی
فيوډالی سلطنت راټينګ شو او
وروسته له دی د چين په تاريخ کښی
يوه نوی پاڼه پرانستله شوه ٠
|