中国国际广播电台
د ميلاد نه مخکښی له ٢٠٦ م کال نه د ميلاد تر٨ م کاله پوری د
چين په تاريخ کښی د( لويديځ هان
) امپراطوری سلسله وه٠ د( هان
) لومړی امپراطور( ګاو جو ) چه
اصلی نوم يی ( ليو بانګ ) و ، د
( هان ) لوی امپراطوری دولت
ټينګ کړ او ( چان ان ) ښار يی د
خپل پايتخت په توګه وټاکه ٠
امپراطور ( ګاوجو ) د ٧ کالو دپاره حکومت وکړ او د مرکزی
قدرت د تقويه کولو دپاره يی ولس
ته د هوساينی اوکرارۍ د برابرولو
په هکله يو لړ مهربانی پاليسی او
قوانين وټاکل چه له دی لاری يی
خپل تسلط مضبوط کړی و ٠ د ميلاد
نه مخکښی په ١٥٩ م کال کښی
امپراطور( ګاو جو ) له دنيا نه
سترګی پټی کړی او دده زوی د ( هوی
دی ) په امپراطوری لقب په تخت
کيښناست ٠ خو په هغه وخت کښی
سياسی قدرت په حقيقت کښی د ( ګاو
جو ) ملکی ( ليو) په لاس کښی ټينګ
ونيول شو ٠ ملکی ( ليو) د ١٦ کالو
دپاره سياسی واک وچلاوه ٠ ويل
کيږی چه ملکه ( ليو ) د چين په
تاريخ کښی د څو تنو مستبدو ښځو
څخه وه ٠ د ميلاد نه مخکښی په ١٨٣
م کال کښی امپراطور( وين دی )
سياسی قدرت ونيوه ٠ هغه او دده
زوی ( جينګ دی ) دواړو د خپل نيکه
( ګاو جو ) هغه مهربانه پاليسی چه
ولس ته د هوساينی اوکرارۍ د
برابرولو په هکله ټاکل شوی وه
عملی کړه او دخلکو پراوږو باندی
يی د مالياتو بارونه کم کړل چه په
دی وجه د( هان ) امپراطوری دولت
لوی اقتصادی پرمختګ ترلاسه کړی
ؤ او تاريخ پوهانو دغی دوری ته د
( وين دی ) او ( جينګ دی ) دولتی
ارامتيا او سمسورتيا وويله ٠
ددولتی ارامتيا او سمسورتيا د منځ ته راتګ له برکته د( هان )
دولتی قدرت ګام په ګام پياوړی شو٠
د ميلاد نه مخکښی په ١٤١ م کال
کښی امپراطور ( وو دی ) په تخت
کيښناست ٠ هغه د خپلو لويو
قوماندانانو ( وي چينګ ) او ( خو
چو بينګ ) په استولو سره وار په
واره د( هونګ ) له قوم سره جګړی
وکړی او په پای کښی يی ور باندی
غلبه وموندله چه په نتيجه کښی يی
د ( لويديځ هان ) امپراطوری قلمرو
پراخه کړه او په شمال کښی يی
اقتصادی او کلتوری پرمختګ هم
تضمين کړ ٠ امپراطور( وو دی ) د
ژوندانه په وروستی دوره کښی خپله
توجه له نورو سره د جګړی کولو څخه
د هيواد زراعتی چارو پرمختيا ته
واړوله چه له دی لاری يی ملی
اقتصاد په دوامداره توګه
پرمخبيولی و٠ وروسته امپراطور(
جاو دی ) چه د( وودی ) ځای ناست ؤ
خپل زيات قوت د دولت داقتصادی
پرمختيا په هلوځلو کښی واچاوه چه
په نتيجه کښی د( لويديځ هان )
سعادتمنی او سمسورتيا اوج ته
ورسيده ٠
د( جاو دی ) او( شويان دی ) د دوو امپراطوری سلسلو په ٣٨ کالو
کښی دغو دوو امپراطورانو ولسونو
ته د هوساينی او کراری د برابرولو
په هکله پالسی په دوامداره توګه
عملی کړه چه له دی برکته د (
لويديځ هان ) دولتی قدرت زيات
پياوړی شو ٠ خو ورسره جوخت سيمه
ايزی قواوی هم تقويه شوی چه داسی
قواوی د مرکزی قدرت په مقابل کښی
يو ګواښ ګرځيولی ؤ ٠ او له دی
امله د ( هان ) امپراطوری تسلط
سخت کمزور شو ٠ د ميلاد په ٨ م
کال کښی قوماندان ( وانګ مانګ )
په زورسره امپراطوری واک ترلاسه
کړ اودولتی لقب يی په ( سينګ)
ټينګ کړ چه له دی امله په چين کښی
د ( لويديځ هان ) امپراطوری حکومت
پای ته ورسيد ٠
د ( لويديځ هان ) امپراطوری هيواد د چين په تاريخ کښی د نسبتاٌ
قوی امپراطوری
هيوادونو څخه شيمرل کيږی ٠ په دی امپراطوری سلسلو کښی د هميش
دپاره ولسونو ته د هوساينی او
کراری د برابرولو په هکله مهربانی
پاليسی عملی کړی چه د پوښاک او
خوراک په باب د ولسونواړتياوی
اساساٌ پوره کړی او دوی د ارامۍ
او سعادتمنۍ نه په ډکه فضا کښی
خپل نيکمرغه ژوند تيراوه ٠ نو له
دی امله د( هان ) په امپراطوری
دوره کښی سياسی کراری ښه ساتل شوی
وه ٠ امپراطور( وو دی ) د وزير (
دونګ جونګ شو) هغه وړانديز ومانه
کوم چه بی له کانفيوسيالستی
دوکتورين نه بايد نور ټول
دوکتورين او مکتبونه لغوه کړی او
يوازی کانفيوسيالستی دوکتورين ته
دی احترام وکړی ٠ نو ځکه
کانفيوسيالستی مفکوره او دوکتورين
د هيواد په اداره کولو کښی د يوی
مهمی ستراتيژی په توګه وټاکل
شول او دغه ستراتيژی د( هان ) د
امپراطوری سلسلی نه وروسته دچين
په نورو امپراطوری دورو کښی د
ټولو امپراطورانو له خوا ومنله
شوه ٠
دهيواد د سياسی او اقتصادی ثبات له امله لاسی صنعت ، تجارت
،کلتور او هنر او طبيعی علومو
ټولو د ليدووړ انکشاف وموند ٠ د
علومو او تخنيکونو د پرمختګ له
امله د فلز سازۍ او نساجی په عمده
شکل د( لويديځ هان ) د لاسی
صنايعو توليدی موثريت په لويی
اندازی سره زيات شوی ؤ ٠ د لاسی
صنايعو په پرمختګ سره تجارتی
سمسورتيا رامنځ ته شوه او د
وريښمو د لاری په هواريدو سره د
لويديځی اسيا د بيلا بيلو
هيوادونو سره د ( لويديځ هان ) د
ديپلوماتيکو
او تجارتی اړيکو د ټينګولو په شمول تګ راتګ او راکړی او ورکړی هم ټينګی
شوی ٠
د ميلاد له ٢٥ م کال نه تر ٢٢٠ م کاله پوری د ( ختيځ هان )
امپراطوری دوره رامنځ ته
شوه چه د ( هان ) د شاهی کورنی لمسی ( ليو سيو) سياسی قدرت د
وانګ مانګ له لاس څخه ونيوه او
پر ځان باندی يی د ( ګوانګ وو
دی ) امپراطوری لقب وټاکه ٠
په ٢٥ م کاله کښی ( ليو سيو ) د سمسور ځنګل په نامه د وسله
والو قواوو په مرسته امپراطور (
وانګ مانګ ) چه په غير قانونی
توګه يی امپراطوری چوکی نيولی وه
له منځه يووړ او د هان امپراطوری
تسلط يی بيا ټينګ کړ٠ خو هغه خپل
پايتخت په ( لو يانګ ) ښار وټاکه
٠
په دوهم کال کښی د امپراطور ( ګوانګ وو دی ) په امر د( وانګ
مانګ ) پخوانی سياستونه په
هراړخيزه توګه اصلاح او د
مامورينو نظام يی نوی شول او
ددولتی چارو د اداره کولو دپاره ٦
خاص وزيران وټاکل شول څو چه د
دولتی چارو د اداره کولو په هکله
د پخوانيو ٣ مقتدرو وزيرانو
صلاحيتونه کم کړی شی ٠ دغه راز
امپراطور ( ګوانګ وو دی ) د
حکومتی غلامانو نظام لغوه کړ ،
مځکی يی ښی په شمير کړی او په
دی وجه خلکو ګام په ګام ارام او
هوسا ژوند ترلاسه کړ ٠ د ميلاد د
لومړی پيړی په نيمايی کښی د (
ګوانګ وو دی ) ،( مين دی ) او (
جانګ دی )د ٣ نسلونو امپراطورانو
له خوا د دولت په اداره کولو سره
( ختيځ هان ) سلطنت ورو ورو د هان
پخوانی سعادتمنی او سمسورتيا بيا
رامنځ ته کړه او دغه دوره د (
ګوانګ وو ) د بيا دولتی سعادتمنۍ
دوره بلل کيږی ٠
د ( ختيځ هان ) په لومړيو وختونو کښی څرنګه چه مرکزی حکومت له
محلی قواوو سره خپلی اړيکی لا
زياتی ټينګی کړی ، نو دولتی
ارامتيا ګام په ګامه ترسره شوه
او په اقتصادی ، کلتوری او علمی
او تخنيکی ساحو کښی يی ترلاسه شوي
مؤفقيتونه د ( لويديځ هان ) څخه
زيات ؤ ٠ په ١٠٥ م کال کښی ( څای
لوين ) د کاغذ جوړولو
پخوانی تخنيک اصلاح کړ او له دی امله يی هغه اثار او
يادداشتونه چه پخوا پر
باڼسی تختو باندی د چاړه په وسيله حکاک شوی ؤ بيا پر کاغذ
باندی وليکل شول ٠ دغه شان د کاغذ
جوړولو تخنيک هم د چين د لرغونی ٤
لويو ابتکاراتو څخه شميرل شوی او
تراوسه ښه ساتل شوی دی ٠ د
طبيعی علومو په ساحو کښی د ( جانګ
هنګ ) په نماينده ګۍ يو شمير
پوهانو د ( ختيځ هان ) په موده
کښی په خپلو کارونو کښی وتلی
مؤفقيتونه ترلاسه کړل او ( جانګ
هنګ ) پخپله د فضايی بدن د پلټنی
اله او د مځکنی زلزلی د تعقيب
اله او نوری علمی الی جوړی کړی او
په تاريخی اسنادو کښی ليکل شوی دی
چه د ( ختيځ هان )و سلسلې په پای
کښی نامتو ډاکتر ( هوا توه ) د
تاريخ نه راهيسی يو داسی لومړی
ډاکتر ؤ چه د ناروغانو د جراحۍ د
عملياتو په بهير کښی يی د بی هوشی
کولو په هکله له مربوط مهارت
څخه استفاده کړی وه٠
|