中国国际广播电台
د ( وی) ( جين ) دوره د ميلاد
په ٢٢٠ م کال کښی پيل او په ٥٨٩
م کال کښی ختمه شوه ٠ د ميلاد د
٢ می پيړۍ په پای کښی د ( ختيځ
هان )د سلسلی واکمنی د زوال
کيدو په حال کښی شوه ٠ او سر
له هغه وخت نه د چين تاريخ د
هيواد د جلاوالی يوی اوږدی
دوری ته داخل شو ٠ ددی مودی په
سر کښی يعنی د ميلاد له ١٨٩ م
کال نه تر ٢٦٥ م کاله پوری د (
وي ) ،( شو ) او ( وو ) ٣
ملکونو د چين په پراخو خاورو
کښی دخپل تسلط غوښتنی د
ټينګولو او د نورو خاورو د
نيولو دپاره زياتی سختی جګړی
وکړی او وروسته دغه جنګی
حالات د ( لويديځ جين ) د سلطنت
په جوړيدو سره پای ته ورسول
شول ٠ خو د ( لويديځ جين )
تسلط يوازی د ميلاد له ٢٦٥ م
کال نه تر ٣١٦ م کاله پوری د٥١
کالو په يوه لنډه موده کښی ساتل
کيده ٠ او وروسته د چين لويه
خاوره بيا ټوټه ټوټه شوه ٠ د
ميلاد له ٣١٧ م کال نه تر ٤٢٠ م
کاله پوری د( لويديځ جين ) شاهی
کورنی د يانګځی سيند په جنوبی
ساحلی سيمه کښی د( ختيځ جين )
په نامه دولت قايم کړ خو د
سيند شمالی سيمه بيا هم په
جنګی اور کښی وسوځوله شوه چه
په نتيجه کښی زيات رژيمونه
رامنځ ته شول او په تاريخ کښی
دغه سيمه د ١٦ وړوکو ملکونه په
نامه ياديده ٠
په دی دوره کښی جنوبی سيمی يی
زيات اقتصادی پرمختګ وموند ٠ د
چين د لويديځو او شمالی سيمو د
ملی اقليتونو خلک په وار سره
جنوبی سيمی ته لاړل او د محلی
خلکو سره يی ګډ ژوند وکړ چه له
دی برکته د بيلا بيلا قومونو تر
منځ د تبادلی او قومی يوځايښت
دپاره مهم رول ولوباوه ٠ په
کلتوری ساحه کښی د
خاطری فلسفی دوکتورين په چټکۍ سره
عمومي صورت وموند او بودايی او
تاويست مذهبونو دواړو ديو بل سره
د مقابله کولو په جريان کښی هم
پراختيا او پرمختيا ترلاسه کړه ٠
خو چارواکو عموماٌ بودايی مذهب ته
په درنه سترګه کتل او هغه يی ښه
ساته ٠ په ثقافتی او هنری ساحو
کښی د( جيان ان ) ښار د٧ نامتو
روشنفکرانو او ( تاو يوان مين )
او داسی نورو له خوا ليکل شوی
شعرونه ، د ( وانګ سی جی ) خطاطۍ
او د ( ګو کای جی ) په شمول د يو
شميرنامتو شخصيتونو رسمونه او
نقاشی او د ( دوين هوانګ ) په
ډبرينو غارونو کښی ديوالی رسمونه
اونقاشی ټول له دی مودی نه راپاتی
شوی نه فناکيدونکی قيمتی اثار دی
٠
د علومو او تخنيکونو په ساحه کښی
( جو څونګ جی ) يو داسی لومړی
رياضی پوه و چه د رياضی په ساحه
کښی د دايروی چاپيريال د ميزان د
شميرنی دقيقوالی يعنی ( پای ) تر
نورو نه زيات ؤ ٠ او د خلکو د
راجلبوونکی هنر په باب د ( جا سه
سيې ) له خوا ليکل شوی کتاب په
نړی کښی د زراعتی پوهنی په ساحه
کښی ستر تاريخی اثار بلل کيږی ٠
د ميلاد له ٤٢٠ م کال نه تر ٥٨٩ م
کاله پوری د هيواد د جنوبی او
شمالی سلطنت دوره وه ٠ د شمالی
سلطنت دوره په ( شمالی وي ) نومی
ملک پوری اړه درلوده او( شمالی وي
)ملک بيا د ختيځ او لويديځ وي په
دوو ملکونو وويشل شو ٠ وروسته (
شمالی چی ) د( ختيځ وی ) ځای
ونيوه او( شمالی جو ) د ( لويديځ
وي )ځای ونيوه ٠ او( شمالی جو)
بيا ( شمالی چی ) الحاق کړ ٠د
جنوبی سلطنت شاهی سلسله نسبتاٌ
اسانه وه چه په وار سره ( سونګ
)،( چی )، ( ليانګ ) او ( چنګ )
پکښی خپل تسلط قايم کړ ٠
د شمالی او جنوبی سلطنت په شاهی
دورو کښی د جنوب اقتصاد نسبتاٌ
لوی پرمختګ ترلاسه کړ ٠ ځکه چه د
هيواد له مرکزی سيمو څخه زيات
خلک د جنګی اور څخه د ځان د بچ
کولو دپاره جنوب ته په کډه لاړل
چه دا نه يوازی د يانګځی سيند په
جنوب کښی انسانی قوتونه زيات شول
بلکه مترقی توليدی تخنيکونه هم
دی سيمی ته يووړل شول او له دی
امله يی د محلی سيمی اقتصادی
انکشاف ترسره شو ٠ د ( يانګ جو)
ښار او شاوخوا ځايونه يی په هغه
وخت کښی په مترقی اقتصادی سيمو
اباد شول ٠
په کلتوری ساحه کښی يوه وتلی
بيلګه د خاطری فلسفی د دوکتورين
پراختيا ده ٠ د هيواد جنګی او
ګډوډو حالاتو د فکری ازادی
دپاره ښه ميدان برابر کړ او ادبی
مؤفقيتونه يی هم د ليدووړ ؤ چه
وتلی بيلګی يی زيات ممتازشعرونه
، بيتونه او غزلونه وليکل شول ٠
په دی دوره کښی له خارج سره اړيکی
هم زياتی شوی چه دغو اړيکو د
ختيځی خوا جاپان او کوريا ته ،
د لويديځی خوا منځنی اسيا او روم
ته او د جنوب ختيځی اسيا سيمو
ته پراختيا موندلی وه ٠
د( ختيځ جين ) د نسکوريدو نه
وروسته د جنوب او شمال سلطنتی
دوره د چين په تاريخ کښی د هيواد
د تجزيې له لحاظه لږ ليدل کيږی ٠
که څه هم د هيواد د جلاوالی له
امله اقتصادی پرمختګ يو څه
وځنډيده ، خو په مرکزی سيمه کښی د
پرديو د تسلط له امله د ژيړ سيند
په ساحلی سيمو کښی لوی ملی
يوځايښت راپيدا شو او دغه حالات
په تاريخ کښی نه ليدل کيږی ٠ په
همدغو شرايطو کښی د چين په شمال
کښی مختلف قومونه د ( هان ) د قوم
سره يو شول او په پای کښی يو لوی
ملت جوړ
شو ٠ نو ځکه ويل کيږی چه د
هيواد د جنوب او شمال تجزيی د ملی
وحدت د جريان د چټکتيا دپاره خورا
مهم رول ولوباوه او د چينی ملت د
پرمختګ په جريان کښی يوه نه
بدليدونکی مهمه کړۍ بلل کيږی ٠
|