د شوی او تانګ سلطنتی سلسله  
中国国际广播电台
 

د ميلاد په ٥٨١ م کال کښی ( يانګ جيان )د(  شوی ) لوی سلطنت جوړ کړ چه ځان يی  په ( شوی وين دی ) امپراطوری لقب ټينګ کړ ٠ د ميلاد په ٦١٨ م کال کښی  امپراطور( يانګ ګوانګ ) چه امپراطوری لقب يی ( شوی يانګ دی ) ؤ   اعدام  شو ٠ د( شوی )  امپراطوری  دوره  يوازی ٣٧ کاله وه ٠او ( شوی وين دی ) چه د ( شوی )سلطنت لومړی امپراطور ؤ  د خپل سلطنت دپاره  زيات خدمتونه ترسره کړل ٠ هغه لومړی د مامورينو د نظام په اصلاح لاس پوری کړ چه په دولتی اداره کښی د شمالی ( جو ) د ٦ موظفو مامورينو په باب د نظام  پر ځای يی د ٣ وزارتونو او ٦ څانګو په باب نظام  تاسس کړ ٠ دغه شان امپراطور ( شوی وين دی ) نوی قوانين وټاکل چه جنايی سزاوی يی  د پخوانی دوری په نسبت دومره بی رحمه نه وی ٠   علاوه په دی دغه امپراطور د بااستعدادو او پوهو کسانو  د پيدا کولو دپاره د عمومی امتحان په باب  نظام  وټاکه  چه په دی توګه يی د خپلو مامورينو د انتخابولو نوی لاره هواره کړه ٠ د( شوی ) سلطنت د وروستی امپراطور( شوی يانګ دی ) يوازنی خدمت دا و چه هم د دولت دپاره او هم د خپلی ساعت تيرۍ دپاره يی يو لوی کانال  جوړ کړ ٠  خو د خلکو په مقابل کښی  د وحشيانه ځپنی او  مستبد تسلط له امله يی  په تاريخ کښی  سخته بدنامی ترلاسه کړه ٠  دده  په دوره کښی له خلکو څخه د ډول ډول بی ځايه مالياتو د اخستلو او پردوی باندی د سختو ملازمتونو د اچولوله امله د خلکو پر اوږو باندی بارونه زيات  او درانه شول چه دا د خلکو د قوی نارضامندی او سختی کرکی سبب وګرځيد٠ په اخر کښی هغه د يانګ ځی سيند د جنوبی غاړی په ( جيانګ دو) نومی  سيمه کښی  د قيام کوونکو قواوو له خوا اعدام  شو ٠ او د( شوی ) لوي امپراطوری سلسله په همدی وجه پای ته ورسيده ٠

د ميلاد له ٦١٨ م کال نه چه په دی کال کښی د ( تانګ ) لوی امپراطوری حکومت  جوړ شو او تر ٩٠٧ م کاله پوری چه په دی کال کښی د ( تانګ ) لوی سلطنت د ( جووين ) په مشرۍ د بزګری قواوو له خوا نسکور شو  د ( تانګ ) امپراطوری  دوره ٢٨٩ کاله جاری وساتل شوه ٠ او  د( ان شه ) پاڅون د ( تانګ ) امپراطوری سلسله  په ٢ برخو وويشله ٠ د ( تانګ ) په لومړی دوره کښی دولت په سمسوره او سعادتمنه توګه ښه اباد شو  خو  په وروستی دوره کښی دغه لوی امپراطوری دولت  مخ په ضعيفيدو  ؤ  ٠ د ( تانګ ) سلسلی لومړی امپراطور ( تانګ ګاو ځو ) د ( تانګ )  شاهی حکومت  ټينګ  کړ  او دده زوی ( لی شه مين ) چه امپراطوری لقب يی ( تانګ تای جونګ ) و ، د لسو کالو دپاره د پوځيانو په قوماندانۍ  د ملی  وحدت ستره داعيه ترسره کړه ٠ د ( سيوان وو ) دروازی د پيښی نه وروسته امپراطور ( تانګ تای جونګ ) د زياتو زحمتونو په ګاللو سره خپل امپراطوری دولت  په يوه  سمسور او کرار هيواد اباد کړ چه دغه بی ساری سمسورتيا او شتمنی   د ( جنګ ګوان ) ارامۍ او سعادتمنۍ په نامه ياديږی  ٠ په هغه زمانه کښی  په سياسی ، اقتصادی او کلتوری ساحو کښی چين په نړی کښی مخکښنی مقام ونيوه ٠ وروسته امپراطور( تانګ سوان ځونګ ) چه د تانګ تای جونګ ) لمسی و ،  د هيواد په اداره کولو کښی  بيا د سعادتمنی نه ډکه وضع  رامنځ ته کړه  چه هيواد يی قوی او خلک يی شتمن ؤ او  د ارامتيا او کراری نه  ډک حالات بيا رامنځ ته شول ٠ خو د همدغه امپراطور په مسلطه دوره کښی  د( ان شه ) پاڅون  رامنځ ته شو او له دی نه وروسته د ( تانګ ) امپراطوری دولت مخ په کمزوريدو  ؤ ٠

د ( شوی ) او ( تانګ ) په دوو امپراطوری سلسلو کښی د قوانينو او نظامونو په  جوړولو کښی زيات وتلی مؤفقيتونه ترلاسه شول ٠ مثلاٌ د ٣ وزارتونو او ٦ اداری څانګو په باب نظام ، د عمومی امتحان په باب نظام ٠ د٢ مالياتو په باب نظام او داسی نور، چه د چين  پر نورو سلسلو  باندی يی  زياتی اغيزی وکړی ٠ په دی دوره کښی خارج ته د ورخلاصون پاليسی عملی شوه  چه له دی امله له خارج سره د چين  اقتصادی اوکلتوری تبادلی زياتی شوی ٠ په ادبياتو کښی د ( تانګ ) شعرونه ډير مشهور ؤ او په تاريخ کښی يی مهم مقام ونيوه ٠ د( تانګ ) په سلطنتی دوره کښی  د( چنګ ځه اعنګ )،  ( لی بای ) ، ( دوفو )  ، ( بای جو ايی ) ، ( يوان جين )، ( لی شانګ اينګ ) او ( دومو ) په شمول مشهورو لويو شاعرانو له خوا ليکل شوی شعرونه  نه فناکيدونکی دی او ددی دوری ښه نماينده ګی يی وکړه ٠ او د ( هان يو ) او ( ليو جونګ يوان ) په ابتکاراتو  په عنعنوی شکل د مقالی ليکلو په باب نهضت پر وروستيو نسلونو باندی زياتی  اغيزی وکړی  ٠ د ( ايان جنګ چينګ ) خطاطۍ ، د ( ايان لي بن )، ( ووداوځه ) ، ( لی سه سوين ) او ( وانګ وی ) نقاشی او د بڼکو څخه د جوړ شوی ښکلی کالی په نامه د نڅا په شمول يو شمير غوره  موزيک او نڅاوی  او  په ډبرينو غارونو کښی  يو زيات شمير ديوالی هنر د هيواد د قيمتی فرهنګی  ميراث په توګه تر اوسه ښه ساتل شوی دی ٠ په علمی او تخنيکی ساحو کښی د چين له ٤ لويو ابتکاراتو څخه  د چاپ تخنيک او باروت  دواړه په همدی دوره کښی رامنځ ته شول ٠

د ( نيو ) او(  لی ) ګوندونو تر منځ  سياسی رقابت  او په دولتی چاروکښی د خواجه ګانو لوی لاس وهنی د تانګ په وروستی دوره کښی د سياسی ګډوډی د رامنځ ته کيدو سبب شو ٠ او په دی موده کښی  بزګری قيامونه وار په واره راپورته شول او بالاخره  په پای کښی د ( تانګ ) امپراطوری حکومت د( هوانګ څاو) د بزګری قيام  له خوا نسکور شو ٠ د قيام کوونکو قواوو يو مشر چه ( جو وين ) نوميده  دقيام په لومړی مرحله کښی د ( تانګ ) حکومت ته تسليم شو ، خو وروسته هغه د ( تانګ ) پر ځای  نوی امپراطوری حکومت  ټينګ کړ چه په دی وجه   د ٥ نسلونو په نامه په دی تاريخی دوره کښی د ( هاو ليانګ ) نومی لومړی سلطنتی دولت  جوړ شو ٠