د سونګ امپراطوری سلسله
中国国际广播电台
 

د ميلاد په ٩٦٠ م کال کښی  قوماندان ( جاو کوانګ اين ) د ( چنګ چياو ) نومی  پله په ځای عسکری قيام راپورته کړ او په پای کښی يی د ( سونګ ) امپراطوری حکومت ټينګ کړ او پر خپل سر  باندی  يی د( سونګ تای جو )  امپراطوری لقب کيښود چه له دی امله د ١٠ وړوکو ملکونو په باب د هيواد د تجزيې حالات پای ته ورسيدل ٠ د ميلاد په ١٢٧٩ م کال کښی د ( سونګ ) په نامه امپراطوری سلسله چه  په چين کښی يی د ٣١٩ کالو دپاره حکومت کړی ؤ د ( يوان ) د پوځيانو له خوا  له منځه يووړله شوه ٠ د( سونګ ) امپراطوری سلسله د ( شمالی سونګ ) او ( جنوبی سونګ ) په ٢ مرحلو تمامه شوه ٠ د ( شمالی سونګ ) په عين وخت کښی يعنی د ميلاد په ٩٤٧ م کال کښی ( چيدان ) قوم د چين په شمالی سيمه کښی د ( لياو )په نامه  ملک جوړ کړ چه له هغه وخته تر ١١٢٥ م کاله پوری يی خپل تسلط ساتلی و ، له ١٠٣٨ م کال نه تر ١٢٢٧ م کاله پوری ( دانګ سيانګ ) قوم  د( سونګ ) په شمال لويديځ  اړخ  کښی د ( لويديځ  سيا) په نامه  سلطنت جوړ کړ ٠ له ١١١٥ م کال نه تر ١٢٣٤ م کاله پوری ( نيو جين) قوم  د سونګ  په شمالی خوا  کښی د ( جينګ ) ملک  جوړ کړ ٠ او ملک  په ١١٢٥ م کال کښی د ( لياو ) د ملک له خوا تر پښو لاندی شو ٠ وروسته د لياو ملک  په ١١٢٧ م کال کښی  د( سونګ ) د سلطنت  پايتخت کای فونګ ښار ونيوه او د سونګ سلطنت ( خوی ) او ( چين ) دوه امپراطوران  يی خپل دولت ته  وتښتول  چه  په دی وجه  شمالی ( سونګ )  پای ته ورسيد٠

 ( سونګ ګاو ځونګ ) چه ( جاو ګو ) نوميده  په ( اينګ تيان ) يعنی د اوسنی ( هه نان )

ولايت په ( شانګ چيو ) ښار کښی په شاهی تخت کيښناست  ٠ وروسته هغه  ( لينګ ان ) يعنی اوسنی ( هان جو )  ښار ته وتښتيد  او  د ( جنوبی سونګ ) حکومت يی پکښی جوړ کړ چه  په دی توګه  دغه امپراطور ديوی اوږدی مودی دپاره دکرارۍ او ارامۍ د ترلاسه کولو او د واک د چارو د ساتلو  دپاره دښمنانو ته خپل سر ټيټ کړ ٠ نو ويل کيږی چه ( شمالی سونګ ) د ( لياو)، ( سيا) او ( جينګ )له تيريکوونکو فعاليتونو سره له  قوی مقاومت څخه  تير شو  خو ( جنوبی سونګ ) د ارامی او کرارۍ د ترلاسه کولو او خپل تسلط د ساتلودپاره د دښمنانوسره خپل مقاومت پريښود او دوی ته تسليم شو او  د دښمنانو هره غوښتنه يی پوره کړه  ٠ نو دولتی قوت يی  مخ په زوال کيدو  ؤ ٠ 

د( شمالی سونګ ) سلطنت د چين د شمالی سيمی د وحدت د ترسره کولو نه وروسته د ټولنيز اقتصاد او کلتورپه ساحو کښی  زياته وده  وموندله او خارجی تجارت يی هم زياته ترقی ترلاسه کړه ٠ که څه هم د نامتو شخصيت  ( فان جونګ ايان ) له خوا  د ټاکل  شوی نوی سياست او د ( واګ ان شه ) له خوا د قانونی اصلاح د عملی کيدو له امله د شمالی سونګ پخوانی طولانی سعادتمنی بيا ژوندی نه شوه ،  خو ځينی ټولنيزی ستونزی  حلی شوی  ٠ د ( فانګ لا) او( سونګ جيانګ )په مشرۍ  بزګری قيام کوونکو قواوو دامپراطور ( سونګ هوی ځونګ )  د فاسد او بی رحمه  تسلط سره مقاومت وکړ ٠ خو  د( جينګ ) له خوا د شمالی سونګ سلطنت د له منځه وړلو نه وروسته د جنوبی سونګ امپراطور د يانګځی سيند په جنوبی سيمه کښی ارام ژوند تير کړ او د شمالي سيمو د بيا ترلاسه کولو په هکله يی کومه لويه ستراتيژی نه درلوده ٠ په عين وخت کښی ( چيدانيانو )  د چين په شمالی سيمه کښی د ( لياو)

ملک جوړ کړ او (دانګ سيانګ ) قوم د ( سونګ ) څخه  په شمال لويديځه سيمه کښی د ( لويديځ سيا ) سلطنت جوړ کړ چه په دی توګه د ( سونګ )،( لياو ) او ( لويديځ سيا) دريواړو د چين په ارته خاوره کښی برابرمقام ترلاسه کړ ٠ په ١١١٥ کال کښی ( نيوجنګ ) قوم په شمالی سيمه کښی د ( جينګ ) په نامه ملک جوړ کړ ٠ ( جينګ ) ملک په ١١٢٥ کال کښی  ( لياو ) ملک له ځان سره الحاق کړ ٠ په ١١٢٧ کال کښی يی د سونک سلطنت پايتخت کای فونګ ونيوه او په وار سره يی د سونګ ٢ امپراطوران وتښتول چه له دی امله شمالی سونګ له منځه لاړ ٠ ( سونګ ګاو ځو ) چه ( جاو ګو ) نوميده  د اوسنی ( هه نان ) ولايت په ( شانګ چيو) ښار کښی  پرشاهی تخت کښيناست او وروسته هغه ( لينګ ان ) يعنی اوسنی ( هانګ جو) ښار ته وتښتيد ٠ د امپراطور په نظره په دی زمانه کښی مشهور جنرال  يوی فۍ چه د اوږدی مودی دپاره يی د ( جينګ ) له تيريکوونکو قواوو سره سرتير مقاومت وکړ  صرف دامپراطوری تسلط د دفاع کولو او د شاندار ژوند د ساتلو دپاره هلی ځلی وکړی ٠ او د( جنوبی سونګ ) په وروستنی موده کښی د صدراعظم ( جيا سه داو) نيلی ځغاستنه او له دولتی صلاحيت او ګټو څخه  بی ځايه استفاده کول د ( جنوبی سونګ ) د چټک نسکوريدو سبب شو ٠

خو سره له دی په دی زمانه کښی د علومو او تکنالوژيو په ساحو کښی بيا هم ستر برياليتوبونه ترلاسه شول ٠ قطبنما ، د چاپ تخنيک او باروت  دغه   ٣ واړه  اختراعات  تر ښی استفادی لاندی راوستل شول ٠ په تيره بيا د حروفو د چاپ په باب نوی تخنيک چه د ( بی شنګ ) له خوا اختراع شوی د اروپا څخه ٤٠٠ کاله مخکښی پيدا شو ٠  او د نړۍ لومړی نجومی ساعت چه د( سو سونګ ) له خوا جوړ شواو د ( شنګ کو)  په لاس ليکل شوی اثار په علمی او تخنيکی تاريخ کښی خورا مهم او

لوړ مقام درلود ٠ په کلتوری ساحه کښی تيوريکی مکتب ښه پرمختګ ترلاسه کړ او د (جوشی) ، او ( لو جيو يوان ) په شمول فلسفه دانان رامنځ ته شول ،دغه شان د تاوست او بودايی مذهبونو او نورو بهرنی مذهبونو  هم نسبتاٌ لويه پراختيا  وموندله  ٠  په شمالی سونګ کښی د ( تانګ ) سلسلې نوی تاريخی اثار چه د ( عو يانګ شيو) له خوا  تاٌليف شوی د ( تانګ ) د تاريخی اثارو د ښی ساتنی دپاره  خورا لوی  خدمت و بلل شو ٠ او په سياسی ، نظامی ، اقتصادی او کلتوری برخو کښی د ( جه ځه تونګ جيان ) په نامه لوی تاريخی  اثار چه د تاريخ په بيلا بيلو دورو کښی د دولت د رامنځ ته کيدو او نسکوريدو د علتونو څخه  د تجربو او عبرت درس د اخستلو په مقصد د ( سه ما ګوان ) په مشرۍ د ځينو لويو پوهانو له خوا تاٌليف شول د تاريخی کالنی د تاٌلياتو په برخه کښی يو وتلی سرمشق ګرځيدلی و٠ ٠ علاوه په دی د ادبياتو په برخه کښی د ( عو يانګ شيو) او ( شوشه ) په شمول لوی او مشهور اديبان رامنځ ته شول او د ( سونګ ) لنډۍ اوغزلونه  په دی دوره کښی د ادبياتو د سمسورتيا ښه نماينده ګی کوی او د ( يان سو )، ( ليو يونګ )، ( جوبانګ اين )، ( لی چينګ جاو ) او ( سينګ چی جي ) په شمول ملک الشعرا رامنځ ته شول ٠ دغه راز په دی دوره کښی داستان ، اوپراګانواو ډرامو هم ښه وده ترلاسه کړه ٠ او په دی دوره کښی تصويرونه او نقاشی عموماٌ د ګلانو او مرغانو سره سم ؤ ٠  د پسرلنی فسټوال په نامه اوږد او لوی تصوير چه د ( جانګ ځه ژوی ) په لاس نقاشي شو د چين په تصويری ساحه کښی يو نه فناکيدونکی اثار بلل کيږی ٠