中国国际广播电台
مغولی شخص ( تيموجين ) په ١٢٠٦ م عيسوی کال کښی په مغول کښی
خپل سلطنت قايم کړ ، په ١٢٧١ م
عيسویکال کښی دده لمسی ( خوولی
) د ( يوان ) په نوم دولتی لقب
وټاکه او په ١٢٧٩ م کال کښی يی
د ( سونګ ) امپراطوری رژيم
نسکور کړ او بيجنګ يی چه په
هغه زمانه کښی ( دا دو ) نوميده
، د خپل پايتخت په توګه ټينګ کړ
٠
مغولی قوم اصلاٌ د لوي ديوال په شمالی طرف په پراخه شاړه مځکه
کښی کوچيانی ژوند کاوه٠( تيموجين
) د مغولو
نورو بيلا بيلو قبايلو ته ماتی ورکړی او د مغول لوي وحدت يی
ترسره کړ او د مغول په پراخه
خاوره کښی يی لوی سلطنت قايم
کړ او د خپل ځان سره يی په
چنګيز خان لقب وتاړه ٠ له دی نه
مخکښی مغولی اردو پر منځنی اسيا
.، ختيځی اروپا او فارس باندی
تيريکوونکی جګړی هم وکړی ٠ خو
دغه لوی سلطنت چه تسلط يی د(
هارخولين ) په مرکزيت د اروپا
اواسيا پراخی سيمی ونيولی ژر په
څو وړوکو خپلواکو ملکونو ټوټه
ټوټه شو ٠ او دغو ټوټه شويو
وړوکو ملکونو د مغول امپراطور
خپل لوی خان وباله ٠
د ( يوان ) تر تسلط لاندی شمالی سيمه يی د اوږدی مودی دپاره
د دوامدارو جګړو له امله ډيره
سخته ويجاړه او کنډواله شوه ٠ نو
( يوان شه جو) نومی امپراطور چه د
يوان د سلطنت مؤسس و، په زيات
قوت سره بزګری چاری پرمخبيولی او
ژيړ سيند يی ښه اداره او منظم کړ
٠
د ( تانګ )–
( سونګ ) او ( يوان ) په درو
امپراطوری دورو کښی چين په نړی
کښی تر ټولو نه مترقی هيواد بلل
کيده ، اقتصادی ترقۍ او کلتوری
پرمختيا يی د ګاونډيو هيوادو زياته توجه ځان ته راجلبه کړه ٠ په هغه زمانه کښی د
بيلا بيلو هيوادونو استازی او
سوداګران وار په واره چين ته
راغلل ٠ نو د چين او خارجی
هيوادونو او سيمو تر منځ راکړی
ورکړی په جوش خروش سره پراخی شوی
٠ د ( يوان ) په دوره کښی د ختيځ
او لويديځ تر منځ د استازيو او
سوداګرانو تګ راتګ د تيرو هرو
وختونو څخه زيات ؤ ٠ د ( يوان )
لوی سلطنت د جاپان او د جنوب
ختيځی اسيا د مختلفو هيوادونو
سره خپلی زياتی اړيکی ټينګی کړی
او د چين او هند تر منځ سمندری
ترانسپورټ هم هوار شو چه په
سمندر کښی د چين زيات شمير بيړۍ
ليدل کيدی ٠ دغه شان د چين د
چاپ تخنيک
–
باروت او قطب نما دغه دريواړه لوی
ابداع هم د ( يوان ) په دوره کښی
د عربو له لاری اروپا ته خپاره
شول ٠ مقابلتاٌ د عربی هيوادونو
نجوم پيژندنه
– د روغتيا پوهنه
–
رياضي علوم هم په پرله پسی توګه چين ته داخل شول ٠ علاوه په
دی اسلامی مذهب هم د هيواد په
زياتو سيمو کښی پراختيا وموندله
٠ برسيره پر دی له سمندری لاری نه
د عربی ټاپووزمی سره د چين اړيکه
د ( يون نان ) ولايت د وچی له
لاری ترسره کيدله ٠ چينی باب
ختيځی افريقی ته يووړل شول او
حتی په المغرب کښی يی هم تود
بازار پيدا کړ ٠ په ١٢٧٥ م عيسوی
کال کښی د( وينيسی ) سوداګر زوی
مارکوپولو له خپل پلار سره چين
ته ورسيدل او په چين کښی يی ١٧
کلنه هستوګنه وکړه ٠ هغه د چين په
باب يو سفری يادداشت وليکل ٠
دغه کتاب وروسته په زياتو پيړيو
کښی له داسی غوره او مهمواثارو
څخه شميرل کيده چه لويديځ خلکو
ددی کتاب څخه چين او اسيا
وپيژندله ٠
له فرهنګی لحاظه د ( يوان ) په سلطنتی دوره کښی رامنځ ته شوی
اوپراګانی ډيری مشهوری دی ٠د
پيغلی ( داو عه ) بی عدالتی وژنی
او په لويديځ انګړ کښی د عشقی
کيسی په شمول يو لړ هنری
اثارچه د( ګوان هان چين ) ، (
وانګ شه پو ) ، ( بای پو ) او(
ماجه يوان ) په ګډون د لويو
ليکوالو او شاعرانو له خوا و ليکل
شول ، تر اوسه پوری د خلکو په
منځ کښی زيات شهرت لری ٠
د ( هان ) پر لوی قوم باندی د مغولی رژيم تسلط او ظلم خورا
زيات سخت وو چه دا د ( هان ) قوم
د خلکو سخت او قوی مخالفت سبب شو
٠ په ١٣٣٣ م کال کښی د مذهبونو او
پټو ډلواو ټولنو په وسيله د بزګرو
قيامونو او پاڅونونو ګرد هيواد
جارو کړ ٠ په ١٣٥١ م کال کښی د
ژيړ سيند د ترميمولو په بهيرکښی
ملازمينو خلکو د سره دسمال په
علامه قوي قيام راپورته کړ ٠ په
١٣٤١ م کال کښی د ( هاو جو) په
سيمه کښی د سره دسمال د قيام
کوونکی پوځ قوماندان ( جو يوان
جانګ ) د مغولي تيريکوونکو د شړلو
او د هان قوم د واک د بيا ترلاسه
کولو په مقصد ناری ووهلی او ددی
شعار په اوچتولو سره يی د قيام
کوونکو قواوو په قوماندانۍ د (
يوان ) مرکز ( دا او ) ښار ته
لښکرکشی وکړه او په اخرکښی يی د
يوان رژيم نسکور کړ او د ( مين )
لوی سلطنت يی ټينګ کړ ٠
|