د مينګ  سلطنتی  سلسله
中国国际广播电台
 

په ١٣٦٨ م عيسوی کال کښی  قوماندان ( جو يوان جانګ ) د چين په نان جينګ ښار کښی په شاهی تخت کيښناست او د( مينګ ) شاهی حکومت يی قايم کړ ٠ او پر خپل سر  باندی يی د ( مينګ تای جو ) لقب کيښود ٠  هغه د ٣١ کالو دپاره حکومت وکړ او په دی دوره کښی يی د خپل مستبد تسلط د  تقويه کولو  او ټينګولو دپاره خپل هغه وزيران چه په تيره  زمانه کښی دده سره اوږه په اوږه  شجاعانه جګړی وکړی  او د ( مينګ ) د شاهی حکومت د ټينګولو په بهيرکښی يی وتلی کارنامی قايمی کړی   ووژل ٠ دغه شان دغه امپراطور مخالفی قواوی تيت او پرکی  کړی او له منځه يی  وايستلی  ٠ د ( مينګ تای جو ) امپراطور د مړينی نه وروسته دده لمسی سياسی واک  ترلاسه کړ ٠ خو  دغه امپراطور  دخپل  کاکا ( جو لی ) د قوی پوځی فشار  په وړاندی  خپل سياسی واک پريښود او له امپراطوری ماڼۍ نه لاړ چه له دی امله  ( جولی ) د امپراطور ځای ونيوه او په شاهی تخت باندی کيښناست  چه د ( مينګ چنګ جو ) امپراطوری لقب يی پرځان  وټاکه ٠ په ١٤٢١ م کال کښی ( مينګ چنګ جو ) خپل پايتخت له نان جينګ څخه بيجينګ ته انتقال کړ ٠

که څه هم د ( مينګ ) په سلطنتی زمانه کښی امپراطورانو و غوښتل چه سياسی قدرت په خپلو لاسونو کښی ټينګ ونيسی    خو له دی امله چه يو شمير امپراطورانو  يوازی شانداره  ژوند ته پام وکړ او د دولتی چارو ته يی  دومره توجه ورنه کړه   او يا ځينی امپراطوران د کوچنيتوب  له امله د دولتی چارو د اداره کولو لياقت نه درلود نو سياسی قدرت  د خواجه ګانو  او يا ځينو بدو وزيرانو په لاس کښی ولوئيد ٠ او

دغو بدو خواجه ګانو  او وزيرانو د ځانی ګټو دپاره له سياسی واک څخه بی ځايه استفادی وکړی د نورو ډول ډول رشوتونه يی وخوړل  او پر نورو باندی يی بی رحمه ظلمونه وکړل ٠ او حتی يو شمير پاک او سپيڅلی وزيران يی ووژل ٠ نو د ( مينګ ) سلطنتی حکومت له دی امله  ورځ په ورځ کمزوری شو  او ټولنيز تضادونه هم مخ په سختيدو شول ٠ د ( مينګ ) د امپراطوری دوری په نيمايی کښی که څه هم د بزګرانو قيامونه او پاڅونونه  وار په واره راپيښ شول ٠  خو  د حکومت له خوا ټول تيت و پرک شول او په پای کښی له منځه يووړل شول ٠

د ( مينګ ) په شاهی دوره کښی يوه نامتو سياستمدار ( جانګ جو جنګ ) د ټولنيزو تضادونو د کمښت  او د سلطنتی حکومت د ټينګ ساتلو دپاره د حکومتی پاليسيو په اصلاحاتو لاس پوری کړ٠ هغه د مامورينو د سپيليتوب ، د زراعتی چارو د سمسورتيااو د سيندونو د تنظيم دپاره زياتی هلی ځلی وکړې او ډول ډول ماليات يی راټول کړل  چه له دی امله  په يوی اندازی سره د خلکو پر اوږو باندی مالی بارونه سپک شول  ٠

د( مينګ ) په شاهی دوره کښی زراعتی چارو د ( يوان ) امپراطوری حکومت په نسبت څه ترقۍ  وموندلی ٠ د نساجۍ او چينی بابو صنايعو ښه پرمختګ وکړ ٠ دغه راز د اوسپنو د بهربردارۍ ، د ميسو د ويلی کولو ، کاغذ او بيړۍ جوړولو کسبونو هم زياته پرمختيا ترلاسه کړه ٠ او له خارج سره د هيواد اقتصادی او کلتوری راکړو ورکړو هم زياته وده وګټله ٠ علاوه په دی د سمندر نامتو مسافر ( جنګ هه ) د ٧ وارو دپاره لويديځ  ته لاړ او د اسيا او افريقی څه دپاسه ٣٠ هيوادونو او سيمو ته يی سفرونه وکړل ٠خو د ( مينګ ) سلسلی په وروستيو دورو کښی چين هم د جاپان ، هسپانيی او پورتګال له جنګی لمسون سره مخامخ  شو ٠

د ( مينګ ) په زمانه کښی د تجارتی توليداتو اقتصاد ښه انکشاف وموند او په دی وخت کښی  کاپتاليستی نيالګۍ رامنځ ته شوه ٠ د ( مينګ ) په ابتدايی وخت کښی  يو شمير بی خاونده شاړی مځکی ليدلی کيدی ٠ د ( مينګ ) سلطنت  لومړی امپراطور ( مينګ تای جو ) مهاجرين راغونډ کړل ، دغی مځکی يی پر دوی وويشلی او ددوی دپاره يی  د مالياتو د کمولو او معاف کولو په باب امتيازی پاليسی  وټاکلی ٠ نو د بزګرانو توليدی جذبات  په لويې اندازی سره اوچت شول او  په نتيجه کښی د بزګرانو شمير په چټکۍ سره زيات شو ٠ تمباکو ، پټاټۍ او کدو ، جوار او مځکنی بادام او د داسی نورو زراعتی کښتونو  نوی قسمونه له خارج نه چين ته انتقال شول ٠ په دی زمانه کښی د چين لاسی صنايع  د بيلګی په توګه د چينی بابو او نساجی صنايع هم د  خپل پرمختګ يوی لوړی سويی ته ورسيدی  خصوصاٌ د نساجی  هغه کارخانی رامنځ ته شوی چه د ټوکرانو د اوبدلو لس ګونه ماشينونه پکښی مجهز شول او  عالی مهارت لرونکو کارګرانو پکښی کار کاوه ٠ له دی نه څرګنديږی چه په چين کښی د کاپتاليزم نيالګۍ رامنځ ته شوه ٠ د ( مينګ ) په امپراطوری زمانه کښی ډول ډول تجارتی شيان زيات توليد شول   او تبادله يی هم زياته ترسره شوه   او په  هغو ځايونو کښی  چه محصولات يی غنی او رنګارنګ  او ترانسپورتی شرايط يی برابر شوی ؤ په لويو او کوچنيو تجارتی مرکزونو  اباد  شول   ٠ او د ( بيجينګ )، ( نان جينګ ) ، ( سوجو ) ، ( هان جو ) او ( ګوانګ جو ) په شمول يو شمير سعادتمن ښارونه او ښارګوټی رامنځ ته   شول ٠

د ( مينګ ) په  زمانه کښی امپراطورانو د ټاکلی او سختو مقالو په ليکلو سره او د

درباری ازموينو  له لاری خپل مامورين  لټول او په دی زمانه کښی اوږد داستان د خلکو له خوا د زياتی ستاينی وړ دی  او يو شمير داستانونه  نه هيريدونکی او نه فناکيدونکی دی ٠ دغه راز په جغرافيايی ، طبی ، زراعتی ، لاسی هنری او تاريخی  او موزيکی برخو کښی يو شمير ممتاز اثار  هم په دی زمانه کښی رامنځ ته شول ٠

د ( مينګ ) په وروستيو کلونو کښی زيات هغه سخت حالات راپيدا شول  چه  شهزاده ګانو او  اشرافو د هيواد په بيلا بيلو سيمو کښی د مځکو د نيولو دپاره هلی ځلی وکړی او ددوی حاصل خيزی مځکی په هر ځای کښی ليدل کيدی  ،  دغه راز حکومتی ماليات  مخ په سختيدو ؤ او ټولنيز تضادونه هم ورځ په ورځ شديد شول  ٠ نو د ( دونګ لين ) د ډلی په نامه يو شميرد لری بصيرت لرونکو  مامورينو او  روشانفکرانو وغوښتل چه داشرافانو امتيازات کم کړی شي ٠ دوی  شاګردانو ته د لکچر ورکولو په ترڅ کښی خپلی  نظريی څرګندی کړی  او د حکومت پر سياستونو او  د ټولنيزو ستونزو باندی يی تبصری وکړی  او په نتيجه کښی  دوی د خواجه ګانو سخت  ستمونه وګالل چه له دی امله ټولنيزی ګډوډۍ او نا کرارۍ لا سختی شوی  ٠

کليوالی تضادونه او مجادلی  هم مخ په سختيدو شوی  ٠ په ١٦٢٧ م کال کښی د(  شان سی ) په ولايت کښی سخت طبيعی مصيبت راپيښ شو خو د بيلابيلو درجو مامورينو له بزګرانو څخه سخت ماليات وغوښتل چه له دی امله بزګری قيامونه او پاڅونونه  راپيښ شول ٠ په زر ګونو زر ګونو بی وزلی بزګرانو وسلی په لاس ونيولی او ډول ډول قيام کوونکی قواوی يی جوړی کړی ٠ په ١٦٤٤ م کال کښی د بزګرانو قيام کوونکی پوځ  بيجينګ ته داخل شو او د ( مينګ ) اخری امپراطور ( چونګ جنګ ) مجبوراٌ انتحار وکړ ٠