چينګ  سلطنتی سلسله
中国国际广播电台
 

د ( چينګ ) سلطنتی سلسله له ١٦٤٤م عيسوی کال نه تر ١٩١١ م عيسوی کاله پوری د ٢٦٨ کالو دپاره وساتله شوه چه ١٢ امپراطورانو يی پکښی تسلط ټينګ کړ ٠ او له هغه وخت نه چه د ( چينګ ) پوځيان  له شمال ختيځ چين څخه د لوی ديوال څخه   په پوری وتلو سره  بيجينګ ته داخل شول  ، جملتاٌ ١٠ تنو امپراطورانو يی د ګرد هيواد په ارته خاوره کښی  سياسی واک وچلاوه ٠  

د ( چينګ ) سلطنت په  يوه وخت کښی دولتی مساحت څه دپاسه ١٢ مليونه مربع کيلو مترو ته  پراخ کړ ٠ په ١٦١٦م عيسوی کال کښی ( نورخاچ )  په شمال ختيځ  چين  کښی د ( هاو جينګ ) ملک جوړ کړ ٠ په ١٦٣٦ م کال کښی ( هوانګ تای جی ) چه د ( نورخاچ ) زوی  و  دولتی  لقب يی په ( چينګ ) بدل کړ ٠ په ١٦٤٤ م کال کښی د( لی جه چنګ ) په مشری بزګری  قواوو د ( مينګ ) سلطنتی تسلط تر پښو لاندی کړ او د ( مينګ ) امپراطور ( چونګ جنګ ) په مايوسانه حالت کښی انتحار وکړ ٠ په دی وخت کښی د ( چينګ ) پوځيان  ددی فرصت څخه په استفادی سره د لوی ديوال څخه تيرشول  ، د ( لی جه چينګ ) بزګری قواوی يی  پوپنا کړی او خپل پايتخت يی په بيجنګ کښی وټاکه ٠ ٠ د(  چينګ ) سلطنت په وار سره د هيواد د بيلا بيلو سيمو بزګری قيام کوونکی قواوی  نسکوری کړی  او  د( مينګ ) سلطنت  پاتی  قواوو ته يی ماتی ورکړی او ګام په ګام يی د ګرد هيواد يووالی تاٌمين کړ   ٠

د ( چينګ ) سلطنت په ابتدايی موده کښی د طبقاتی اختلافونو د کمښت دپاره د امتيازی پاليسيو په عملی کولو سره   بزګران وهڅول چه  شاړی  مځکی  سمسوری کړی ، حکومت د مالياتو د کمولو اوحتی معاف کولو په هکله امتيازات جوړ کړل  او عملی يی کړه  چه په دی وجه  د هيواد په مرکزی او سرحدی سيمو کښی ټولنيز اقتصاد نسبتاٌ وده وموندله ٠ د ١٨ می پيړۍ په نيمايی کښی د ( چينګ ) فيوډالی اقتصاد يوی نوی مرحلی ته داخل شو ٠ او په تاريخ کښی ورته د ( کانګ شی ) ، ( يونګ جنګ ) او( چيان لونګ ) د سعادتمنی او نيکمرغی نه ډکه دوره  ياديږی چه د نوموړو ٣ امپراطورانو له خوا رامنځ ته شوه  ٠ ددولت  د مرکزی قدرت د پايښت دپاره  امپراطورانو شخصی تسلط لا زيات مضبوط کړ چه له دی امله  دولتی طاقت  پياوړی او ټولنيز نظم  ثابت او ارام  شو ٠ او د ١٨ می پيړۍ ترپايه  پوری د ( چينګ )په سلطنت کښی د خلکو  نفوس ٣  سوو مليونو تنو ته ورسيد ٠

په ١٦٦١ م کال کښی جنرال ( جنګ چنګ ګونګ ) د جنګی بيړيو په قوماندانۍ د ( تايوان ) له ابنا څخه په پوری وتلو سره د ( تايوان ) ټاپو ته ورسيد او د ( هالند) استثمارچيانو ته چه  تايوان يی   ٣٨  کاله په خپل  تسلط کښی ساتلی و   ماتی ورکړه ٠ او په دوهم کال کښی يی د ( هالند)  استثمارچيان تسليمی ته  مجبور  کړل  او په دی توګه ( تايوان ) د خپل وطن غيږی ته بيرته ستون شو ٠

د ١٦ می پيړۍ په وروستيو کلونو کښی تزاری روسيی خپل تسلط ختيځ ته خپور کړ ٠ او ورسره جوخت   د (  چينګ ) پوځ د لوي ديوال نه په تيريدو سره د( مينګ ) سلطنتی خاوری ته داخل شو ٠ تزاری روسيی ددی فرصت څخه په استفادی سره  د ( ياکسا) او ( نيبوچو ) دوه  ځايونه ونيول ٠ د ( چينګ ) سلطنتی حکومت څو واره د روسيې له تيريکوونکو څخه غوښتنه وکړه چه د چين  له خاوری څخه ووځی ٠ په ١٦٨٥ م او ١٦٨٦ م کالو کښی د ( چينګ ) امپراطور ( کانګ شی ) ٢ واره پوځيانو ته امر وکړ چه د ( ياکسا) پر روسي پوځونو باندی بريد وکړی  ٠ په دی حالت کښی  روسی پوځ   مجبوراٌ موافقه وکړه چه د خبرو اترو له لاری د چين او روسيې تر منځ د ختيځی سرحدی کرښی په باب مسئله حله کړی  ٠ په ١٦٨٩ م کال کښی د چين او روسيې د دواړو خواوو نمايندګانو   په ( نيبوچو) سيمه کښی خبری اتری وکړی او په پای کښی يی د دواړو هيوادونو تر منځ لومړی سرحدی تړون يعنی د ( نيبوچو ) تړون په رسمی توګه لاسليک شو  ٠

د ( چيان لونګ ) د امپراطوری دوری په نيمايی کښی حکومت د ( جوينګر) قبيلی د ( ګردان ) تجزيه غوښتونکو  قواوو ته ماتی  ورکړه  ،   د ( هوی ) قوم قيام کوونکو پاڅون يی  له منځه يووړ  ٠ او د(  شينجيانګ ) وحدت يی ترلاسه کړ او د يو لړ پاليسيو په عملی  کولو سره يی په  سرحدی سيمو کښی اقتصادی ، کلتوری او ترانسپورتی انکشافات  ترلاسه کړل ٠

د ( داو ګوانګ ) د امپراطوری دوری نه مخکښی ستر کلتوری  برياليبوتونه تر ګوتو شول  ٠ او د ( وانګ فوځه ) ، ( هوانګ ځونګ سی ) ، ( ګو ايان وو ) او( دای جنګ ) په شمول يو شمير برجسته او غوره مفکرين او د( څاو شوي چينګ ) ، ( وو جينګ ځه ) ، ( کونګ شانګ ژن ) او ( شه تاو) په شمول نامتو اديبان او ممتاز هنرمندان منځ ته راغلل ٠ د  تاريخ پوهنی په ساحه کښی هم  زيات مؤفقيتونه  وموندل شول او د تاريخی اثارو د پيژندنی په ساحه کښی هم لوی شخصيتونه  په وار سره را پيدا شول او د ( سه کو چوان شو) په نامه فوق العاده اثار او د تاريخی اونننی رسمونو نقاشيو په باب  لويه مجموعه او داسی نور لوی اثار او کتابونه د حکومت له خوا تاٌليف شول ٠ علاوه په دی په علمی او تخنيکی ساحو کښی هم بی شميره برياليتوبونه او مؤفقيتونه  منځ ته راغلل چه خصوصاٌ ساختمانی ثمرونه يی ډير وتلی ؤ ٠

د ( چينګ ) په امپراطوری سلسله کښی  اقتصاد يی  د زراعتی چارو  په بنسټ   پرمختګ وموند ٠ په کلتوری او فکری برخو کښی  فيوډالی اصولو او قاعدو ته زيات او قوی پام واړول شو  او د ليک دود په باب د مسبتدو او سختو  قويودو له امله زيات شمير ليکوالان ، کتاب تاٌليف کوونکی  او مربوط پرسونل  بنديخانو ته واچول شول ٠  دغه سلطنت په يوه  اوږده موده کښی په خارجه چارو کښی هر اړخيز بنديز ولګاوه  ،  نورو ټولو ته يی په سپکه سترګه وکتل او پر ځان باندی يی پاچاهی مقام  وټاکه  ٠

د ( چينګ ) د سلسلی د نيمايی نه وروسته په ټولنه کښی مخ په زياتيدونکی  اختلافونه او تضادونه رامنځ ته  شول او د حکومت سره د مخالفت په غرض ډول ډول قيامونه وار په واره پورته شول او په دی جمله کښی د سپين نيلوفر په نامه د مذهبی پاڅون په اثر د ( چينګ ) سلطنتی  قوی سعادتمنی پای ته ورسيدله ٠

په ١٨٤٠ م کال کښی دترياک د جګړی  او وروسته پر چين باندی د امپرياليستانو تيريو له امله د چينګ امپراطوری حکومت  مجبوراٌ له تيريکوونکو سره يو لړغير مساوی تړونونه لاسليک کړل ٠ د دغو غير مساوی تړونونو په لاسليک سره يی  ځينی خاوری  تيريکوونکو  ته ورکړی ، جنګی جبران يی پوره کړل او د خپلو تجارتی بندرونو دروازی  يی دوی ته خلاصی  کړی چه په نتيجه کښی چين ګام په ګام  په نيمی فيوډالی ټولنی  او نيمی مستعمری باندی  بدل شو ٠ د ( چينګ ) په اخری موده کښی څرنګه چه  د بيلا بيلو درجو مامورينو زيات رشوتونه وخوړل ، پر خلکو باندی يی زيات ستمونه او ظلمونه وکړل  ، نو حکومت  ډير فاسد او  مفکوری يی وروسته پاتی او مرکزی حکومت دا جراٌت نه درلود چه له خارجی تيريکوونکو سره مجادله وکړی ٠ نو  سلطنتی قدرت  مخ په ضعيف کيدو و او خلک يی په زياتو  غمونو او کړاوونو کښی ژوند تيراوه چه له دی وجه  د ( تای پينګ تيان ګو) او ( نيان جوين ) په شمول د امپراليزم او فيوډداليزم په ضد يو لړ غورځنګونه او پاڅونونه  راپورته  شول ٠  واکدارانو  د خپل تسلط د ساتلو دپاره د خارجی تجارتی غورځنګ  او د ( ووشو ) داصلاح  په شمول په ځينو اصلاحاتو لاس پوری کړ٠ دوی وغوښتل چه له دی لاری هيواد بيا د سعادتمنی او خپلواکی په لوری قدم ووهی ٠ خو دغه فعاليتونه او اصلاحات ټول  ناکام شول ٠ بی شميره روشنفکرانو او وطن پرستو مامورينو  له خطرناکو حالاتو څخه د لوی ملت د ژغورلو دپاره نسل په نسل خونړی او سرتيری مبارزی وکړی او  د وطن پرستی طوفانی څپی يی وار په واره اوچتی کړی ٠ په ١٩١١ م کال کښی د ( شين های ) انقلاب راپيښ شو او د ( چينګ ) لوی سلطنت په دی قوی انقلابی طوفان  کښی نسکور شو چه له دی امله د هيواد  څه دپاسه  ٢٠٠٠ زره کاله فيوډالی نظام پای ته ورسيد او د چين تاريخ  يوی  نوی دوری ته داخل شو ٠