د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په نامه کتاب  
中国国际广播电台
 

     

د ( سوين ) باباد نظامی هنر په نامه کتاب د چين په لرغونی تاريخ کښی تر ټولو نه لوی نظامی تيوريکی اثر دی او هم د چين له هغو اغيزه ناکو تاريخی اثارو څخه شميرل کيږی چه په نړۍ کښی يی زيات شهرت موندلی دی  ٠ په دی کتاب کښی ذکر شوی ستراتيژيکی او فلسفی مفکوری په پراخه توګه په نظامی ، سياسی او اقتصادی ساحو کښی استعمال شوی دی  ٠ د ( سوين )  بابا د نظامی هنر په باب کتاب د ٢٥٠٠ کالو نه مخکښی وليکل شو چه په نړۍ کښی لومړنی نظامی تيوريکی اثر بلل کيږی ٠ او دغه کتاب  له هغه جنګی کتاب څخه چه د اروپايی شخصيت   ( کلاوسيويڅ ) له خوا وليکل شو ،  ٢٣٠٠ کاله دمخه رامنځ ته شو  ٠ د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په باب د کتاب ليکوال ( سوين وو ) نوميده چه د چين د ( پسرلی ) او ( منی ) په لرغونی تاريخی دوره کښی يو لوی نظامی پوه و ٠ او  په تاريخ کښی چينايانو  هغه په درناوۍ سره  د  عسکری  حکيم  او يا  نظامی حکيم په نوم  باله   ٠  په هغه وخت کښی ( سوين وو ) د جنګی افتونو څخه د ځان د ژغورلو دپاره  د( و ) نومی ملک ته لاړ ٠ وروسته د( و ) ملک د پاچا له خوا هغه  د لوی جنرال په توګه مقرر شو ٠ جنرال ( سوين وو ) د( و ) ملک د ٣٠ زرو تنو عسکرو په جنګی قوت د ( چو ) ملک ٢ لکه تنه پوځيان پوپنا کړل چه مختلف ملکونه ور څخه ډير حيران شول او هغه هم د ملکونو په منځ کښی  خپل نظامی مقام  ټينګ کړ ٠ جنرال ( سوين وو ) د تيرو زمانو د  جنګی تجربو او درسونو په راغونډولوسره د نظامی هنر په نامه  دغه خاص کتاب وليکه ٠ او په دی کتاب کښی يی يو لړ عمومی نظامی قوانين  وښودل او په دی توګه يی يو مکمل نظامی تيوريکی سيستم  وړاندی کړ ٠ د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په باب  دغه کتاب له  ١٣ مقالو څخه عبارت دی  او  په هره مقاله کښی هغه  د يوی موضوع په باب  خپله نظريه څرګنده کړه٠ د بيلګی په توګه د تاکتيک په باب مقاله کښی هغه د دی موضوع په باب زيات توضيحات وکړل چه جګړه په کوم پس منظر کښی رامنځ ته کيږی ؟  په دی مقاله کښی يی دا په ګوته کړه  چه جګړه د سياست او اقتصاد سره زياتی او نژدی اړيکی  لری او په دی بنسټ هغه  د سياست ، هوايی حالاتو  ، جغرافيايی مؤقعيت ، قوماندانانو او جنرالانو او قانونی نظام په شمول د جګړی د بری او ناکامی فيصله کوونکی  ٥ اساسی عوامل وړاندی کړل ٠ او دده په نظر له دغو ٥ عمده وو عواملو څخه سياسی عامل ترټولو نه مهم دی  ٠ د جګړی په باب مقاله کښی هغه  د جنګی طريقو په باب زيات وليکل ٠ او د حمله کولو په باب مقاله کښی يی په دی باب  زيات  وليکل چه په څرنګه نيرنګونو سره  پر دښمنانو باندی حمله ترسره کيږی ٠ دده په نظر بايد په  کوچنی قربانۍ سره لوی بری وموندل شی يعنی بايد کوشش وکړی شی چه   بی له جګړی نه بری ترلاسه شی  ، بی له سخت  بريد نه د دښمن ښار ونيول شی  او بی له اوږدی جګړی  نه  دښمنان  پوپنا کړی شی ٠ او ددی مرام د ترسره کولو دپاره هغه په تاکيد سره وويل چه بايد د هوښيارۍ او عقل په اتکا او د غوره تاکتيک په عملی کولو سره بری ترلاسه شی  ٠ هغه وويل چه په نظامی هنر کښی ترټولو نه لومړی ټکی سياسی تاکتيک  دی ٠ وروسته ديپلوماتيکه  طريقه ، بيا وروسته د زور په واسطه بری ترلاسه کول  او په پای کښی د دښمنانو پر ښارونو باندی سخته حمله ٠ که قوماندان وغواړی د دښمنانو پر ښار باندی  حمله وکړی  نو بايد تر ټولو نه مخکښی  نه يوازی پر خپل جنګی طاقت  باندی ښه پوه شی بلکه بايد د دښمنانو د جنګی قواوو په باب پوره معلومات ترلاسه کړی ٠ د جاسوسی فعاليتونو په باب مقاله کښی ( سوين وو ) دی ته ګوته ونيوله چه جاسوسان  د دښمنانو د پراخو استخباراتو  د ترلاسه کولو دپاره مهم رول لوبوی   ٠ د (  سوين ) بابا د نظامی هنر په باب اثر کښی زيات شمير باارزښته فلسفي مفکوری شاملی  دی  ٠ مثلاٌ  پر خپل ځان او دښمن باندی  په  ښه پوهيدو سره  په هره جګړه کښی بری ترلاسه کيږی  ٠ او دغه اصطلاح اوس د خلکو په منځ کښی خوله په خوله ګرځی ٠ د ( سوين ) بابا په دی نظامی کتاب کښی غنی ديالکتيکی مفکوری پيدا کيږی ٠ په دی کتاب کښی د جګړی په اړه د يو لړ تضادونو تر منځ د مقابله کيدو  او يو  د بل  خوا ته  د بدليدو د موضوع په باب  زياتی څيړنی  وشوی ٠ مثلاٌ د ځان او دښمن ، ذهنی او عينی حقيقت  ،عموميت او يوازيتوب ، قويوالی او ضعيفوالی  ، حمله او سانته ، بری او ناکامی ، ګټی او تاوان  تر منځ د مقابلی او انتقال  په باب ٠ د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په دی کتاب کښی  د دغو اختلافونو د رامنځ ته کولو او د  يو بل د بدلولو د شرايطو په باب د زياتو تحقيقاتو پر بنسټ د جګړی ستراتيژی او تاکتيک وړاندی شوی دی چه  په دی بهير کښی  را څرګندی شوی  ديالکتيکی مفکوری  د چين د ديالکتيکی ذهنی پرمختګ په تاريخ کښی مهم مقام  ټينګ کړی دی ٠ په دی نظامی کتاب کښی د جګړی کولو او په جګړه کښی د نظامی دسيسو  د جوړولو په باب موضوعاتو باندی زيات تشريحات ورکړل شول او داسی نظامی نيرنګونه  يی په بيلا بيلو تاريخی دورو کښی د نظامی پوهانو له خوا تر زياتی استفادی لاندی راوستل شول  ٠ علاوه په دی په دی کتاب کښی ليکل شوی نظامی تاکتيک  او کيسی د متل په توګه په ګرد چين کښی حتی د ښځو او زړو وړو په منځ کښی پيژندل او ويل شوی دی  ٠ د

 

( سوين )  بابا د نظامی هنر په باب کتاب کښی دقيقی او جدی  پوځی او فلسفي مفکوری ، ژور تيوريکی منطقی  او قوی  بدليدونکی ستراتيژی او تاکتيکونه دغه راز د خلکو له خوا وار په واره د لوستلو نه وروسته تر لاسه شوی ډول ډول نوی  الهامونه  د نړۍ په نظامی فکری ساحه کښی هم پراخه اغيزه لری چه په نړۍ کښی خورا زيات عالی مقام او شهرت يی ګټلی دی  ٠ دغه کتاب د انګليسی، روسی ، جرمنی او جاپانی ژبو په شمول په ٢٩  ژبو ترجمه شوی او په ګرده نړۍ کښی د دی کتاب په اړه  زر ګونه مجلی چاپی شوی دی ٠ او د ځينو هيوادونو په نظامی پوهنتونونو او ښوونځيو کښی دغه کتاب د درسی کتاب په توګه استعماليږی ٠ د خبر له مخی په ١٩٩١ م کال کښی د خليج  په جګړه کښی متحاربو خواوو د ( سوين ) بابا په دی نظامی کتاب باندی زياتی څيړنی وکړی او د دغه لوی شخصيت د پوځی مفکوری څخه په استفادی سره يی د جګړی لارښوونه وکړه ٠ دغه راز  په ټولنيزو او تجارتی ساحو کښی هم له دی مفکوری څخه ښه استفاده کيږی  ٠او زيات شمير چينايی او خارجی سوداګرانو د ( سوين ) باباد نظامی مفکوری سره سم  د تصديو په اداره کولو او د خپل بازاری مقام  په اوچتولو کښی ګټی ترلاسه کړی دی  ٠ نو په دی توګه  له نظامی هنر څخه  تجارتی استفاده کول اوس  مثبت رول لوبوی  ٠