中国国际广播电台
د چين په څه دپاسه ٢٠٠٠ کلنو فيوډالی اوږدو دورو کښی په وار
سره تر ټولو نه نيکمرغه او په
زړه پوری څو تاريخی دوری رامنځ
ته شوی ٠ په تاريخ کښی دغو
تاريخی دورو ته سعادتمنه او
سمسوره دوره ويل کيږی ٠ مثلاٌ
د لويديځ ( هان ) په امپراطوری
سلسله کښی د ( دوين جينګ )
دوری د ارامۍ او سوکالۍ په
بنسټ د امپراطور( هان وو دی )
د دوری سعادتمنی راټينګه شوه
٠ د ( تانګ ) په امپراطوری
سلسله کښی د ( جنګ ګوان ) دوری
له ارامۍ څخه د ( کای يوان )
سعادتمنی ترلاسه شوه او د (
مينګ
) په سلسله کښی د ( يونګ شويان ) ارامی خپل اوج ته
ورسيده او د ( چينګ ) په
امپراطوری سلسله کښی د ( کانګ
چيان ) سعادتمنی پيدا شوه ٠
علاوه په دی د ( پسرلی ) او (
منی ) په نامه د تاريخ په جنګی
دوره کښی هم سعادتمنی وليدله
شوه ، خو دغه سعادتمنی د خلکو
په ياد کښی لږه راځی ٠ په دی
جمله کښی د ( کای يوان ) او (
کانګ چيان ) ٢ سعادتمنۍ د خلکو
له خوا زياتی ياديږی ٠
دغی ٥ سعادتمنی دوری عموماٌ د سختو ګډوډيو د له منځه وړلو
او د نوی امپراطوری حکومت د
ټينګيدو نه وروسته رامنځ ته شوی
او د خپلی سمسورتيا اوج ته
ورسيدلی ٠ د لويديځ ( هان )
سلطنت د( چين ) د زوړ سلطنت پر
کنډوالو باندی اباد شو او د څه
دپاسه ١٧٠ کالو د کوششونو نه
وروسته يی خپله سعادتمنی ترلاسه
کړه ٠ د ( تانګ ) په امپراطوری
سلسله کښی د ( کای يوان )
سعادتمنی د( شوی ) د وروستنی
ګډوډی او شورشونو د ارامولو ، د
دولتی وحدت د ترلاسه کولو او د
هيواد د ښه اداره کولو نه وروسته
ترسره شوه چه په دی جريان کښی
سل کلنی کږليچی لاری ووهلی شوی ٠
د ( مينګ ) سلطنت د بيلا بيلو
وړوکو ملکونو د له منځه وړلو او
د لوي ديوال شمالی خوا ته د يوان
د ظالم قوت د شړلو نه وروسته د
هيواد لوي وحدت ترلاسه کړ او د
نيمی پيړی د هلو ځلو نه ورسته يی
بالاخره د ( يونګ شيوان ) ارامی
او سعادتمنی ټينګه کړه ٠ د( مينګ
) سلسلی د( شنګ جونګ ) د
امپراطوری دوری په نيمايی کښی
ګډوډۍ او شورشونه وارپه واره
راپيښيدل او دغه شورشونو او
ګډوډيو د( شي جونګ ) او( سه جونګ
) د ٢ امپراطوری دورو په څه دپاسه
٥٠ کالو کښی خپلی پراخی پيمانی
وساتلی او په پاي کښی يی ګرد
هيواد جارو کړ او بالاخره د (
مينګ ) سلطنت له منځه لاړ ٠ د (
چينګ ) پوځيانو د لوی ديوال له
شمال نه جنوب ته د داخليدو نه
وروسته په
لومړنيو ٢٠ کالو کښی په وار سره
د ( لی جی چنګ ) او( جانګ شيان
جونګ ) ٢ بزګری قواوی پوپنا کړی
او د جنوبی ( مينګ ) قوتونه يی
له منځه وايستل ٠ د ( چينګ )
لوی سلطنت د ( مينګ ) سلطنت پر
کنډوالو باندی ټينګ شو او د نورو
٧٠ کالو په کوشش سره يی بالاخره د
هيواد لويه کراری او ارامی رامنځ
ته کړه ٠ د( پسرلی ) او ( منی ) د
جنګی دوری سعادتمنۍ ځانګړی
خصوصيت درلود ٠ په ظاهره کښی ٧
ملکونه د نورو ملکونو د له منځه
وړلو نه وروسته پاتی شول او د
جنګی ګډوډو حالاتو په مقابل کښی
يی په وارخطايی سره ګذاره کوله ،
خو په حقيقت کښی دغه سعادتمنی د
تشريفاتو د قوانينو او نغمو د
نظام د ورانولواو د بيلا بيلو
ملکونو تر منځ د اوږی مودی د جګړو
نه وروسته په نوی سياسی وضع کښی
رامنځ ته شوه ٠ له جګړو څخه د
بريالی وتلو دغو ٧ نسبتاٌ قوي
ملکونو د يوی اوږدی مودی دپاره
خپل ثبات وساتل ٠ په پای کښی د (
چين ) ملک نورو ٦ ملکونو ته شکست
وکړ او د هيواد وحدت يی ترسره کړ
او په دی وجه د ( چين ) سلطنت
خپله لويه کراری او سوکالی رامنځ
ته کړه ٠
د تاريخ له دغو ٥ سعادتمنو دورو څخه يو ګډ خصوصيت دا دی چه
هيواد يی وحدت ترلاسه کړ ،
اقتصاد يی پرمختګ وموند ،سياسی
ثباتو يی ټينګتيا ترسره کړه ،
ټولنی يی طولانی کراری وساتله
، دولتی طاقت يی غښتليتوب وګاټه
او کلتوری سمسورتيا يی ترګوتو کړه
٠ د ( پسرلی ) او ( منی ) په
تاريخی دوره کښی د تشريفاتو د
قوانينو او نغمو په باب نظام
ويجاړ شو ٠ او کانفيوسيوس دا دوره
يوه ګډوډه دوره وبلله ٠ خو له
دی بدليدونکی دوری څخه څرګنده شوه
چه زوړ نظام د نسکوريدو په حال
کښی او نوی نظام د جوړيدو په
حال کښی ؤ ٠ جنګی دوری ته د
داخليدو نه وروسته ( لی کوی )
او ( ووچی ) په وار سره د ( وي
) او ( چو ) په ملکونو کښی د
قانونی اصلاحاتو غورځنګ راپورته
کړ او ددی دوری په دوهمه نيمايی
کښی د ( چين ) ، ( هان )، ( چی )
، ( جاو ) او ( ايان ) ملکونو هم
د قوانينو د اصلاحاتو له برکته
پرمختګونه وموندل ٠ په تيره بيا
( شانګ يانګ ) د ( چين ) په ملک
کښی په هر اړخيزو اصلاحاتو لاس
پوری کړ ، ځکه نو د ( چين ) ملک
تر نورو نه زياته ترقی ترلاسه کړه
٠ که څه هم بيلا بيلو ملکونو د
اصلاحاتو د پيمانی او اندازی له
لحاظه زيات توپير درلود ، خو په
پای کښی يی ټولو د خپلو ټولنيزو
نظامونو اصلاحات بشپړ کړل او له
دی برکته فيوډالی نظام بالاخره
د غلامی د نظام ځای ټينګ ونيوه
٠
د لويديځ ( جو ) په تاريخی دوره کښی د ملوک الطوائفو له خوا
د خاورو د ويشلو نظام عملی شو ٠
او د ( پسرلی ) او ( منی ) په
دوره کښی د دغو ملکونو تر منځ د
يو بل د الحاقيدو نه وروسته په
جنګی دوره کښی ٧ ملکونه پاتی شول
٠ او دغو اوضاعو د وروستيو
زمانو د دولتی بيلتون له حالاتو
سره اصولی توپير درلود ٠ د (
چين ) سلطنت د جوړيدونه مخکښی د (
شيا) ، ( شانګ ) او ( جو ) په
دورو کښی دولت په ريښتيايی واحد
دولت نه بلل کيده او يوازی ددغو ٣
واړو امپراطورانو په مرکزيت د
قبايلو اتحاد بلل کيده ٠ نو ځکه
د جنګی دوری بيلا بيلو ملکونو ته
د هيواد تجزيه کوونکی نه ويل
کيږی ٠ د ( پسرلی ) او ( منی )له
دوری څخه جنګی دوری ته د داخليدو
په بهير کښی دا يو لوی پرمختګ و
چه ٧ ملکونه د بی شميرو جګړو څخه
بريالی ووتل او په پای کښی د (
چين ) ملک د نورو ٦ملکونو سره
د يو ځای کولو نه وروسته بالاخر
ه د ( چين ) لوی او واحد سلطنت
قايم کړ ٠ د امپراطور ( چين شه
هوانګ ) له خوا د واحد مرکزی قدرت
ټينګيدل د ( پسرلی ) او ( منی )
د جنګی دوری د تاريخ د دوامدار
انکشاف حتمی نتيجه وه ٠
د ( چين ) ملک د نورو ٦ ملکونو د الحاقولو نه وروسته لوي سلطنت
جوړ کړ ٠ وروسته يی د خاورو د
ويشلو په باب د نظام پر ځای د
ولايت او ولسوالۍ د ټاکلو په باب
نظام عملی کړ او د ولايتونو او
ولسواليو د اداره کولو په اړه
هره فيصله ټول د امپراطورله
خوا ونيوله شوه ٠ او په دی وجه
د لوي وحدت په باب هغه تيوری چه
د( پسرلی ) او ( منی ) په دوره
کښی خلک يی عمل ته سترګی په
لاره ؤ د لومړی ځل دپاره په
عمل بدله شوه ٠ او وروسته د هيواد
د وحدت او بيلتون تميز به د
ټولنيز انکشاف د پيژندلو له اصولو
څخه شميرل شوی دی ٠
البته داسی استدلال تر لاسه نه کيږی چه وحدت به بالکل سم وی
او بيلتون به هرومرو جنايتی کار
وګڼل شی ٠ که چيری د يوه سلطنت
په وروستنی دوره کښی خورا زيات
فساد پيدا شوی وای ، د توليدی
قوتونو د انکشاف مخه يی سخته
نيوله شوای او حتی شا ته به
اړول شوای وای او دغه راز به يی
د خلکو ژوند په مايوسانه حالاتو
کښی لويئدلی وای ، نو په دی وخت
کښی به د بزګری پاڅون له امله د
سلطنتی وحدت تجزيه کول ضروری ؤ
٠ په بله ژبه دا يو ښه کار دی چه
د بزګرو د قيام له لاری دی فاسد
سلطنت له منځه يووړل شی ٠ د چين
مرحوم ريئس ( ماو تسی دونګ ) د
چين د بزګرو د پاڅون پر مثبت رول
باندی هم زياته ستاينه وکړه ٠ د
هيواد د تجزيه کولو نه وروسته به
بالاخره وحدت ترسره شی ٠ په چين
کښی يوه اصطلاح ده چه وايی -
د طولانی جلاوالی نه به حتماٌ
يووالی ترسره شی ٠ دا د چين د
تاريخی پرمختګ قانون دی ٠ خلک
ځکه د لوي وحدت صفت کوی چه دغه
لوی وحدت ارام ټولنيز چاپيريال
برابروی ، د ټولنی او توليدی
چارو د پرمختګ او د خلکو د ژوند د
ښه والی دپاره ګټه لری ٠ د لوی
وحدت ترسره کول د هيواد د
سعادتمنی د رامنځ ته کولو دپاره
يو مهم شرط بلل کيږی ٠ د لويديځ
( هان ) د سلطنت د ( وين دی )او
( جين دی ) او وروسته د( وودی )
امپراطوری دوره چه ٩٣ کاله
تاريخ يی ونيوه ، د سلطنتی
خاوری د پراخوالی دوره وه ٠ دغه
سلطنت په شمال کښی د ( هونګ ) له
قواوو سره ٥٠ کلنه جګړه وکړه او
بالاخره يی د ( هونګ ) قوم د صحرا
شمال ته وشاړ ٠ او له دی امله د
صحرا جنوب چه پخوا د ( هونګ )
قوم په لاس کښی و ،او د ژيړ سيند
لويديځه برخه دواړه د هان په
سلطنتی نقشه کښی شامل شوه ٠ دغه
شان د لويديځ هغه ارته سيمه چه
د ( يو من ) نومی کلا څخه
لويديځه ناوه ،او د شينجانګ
جنوبی سيمه چه د ( هان ) په زمانه
کښی د ( سي يوی ) په نامه ياديده
ټول د هان ) په قلمرو کښی يوه
برخه تشکيله شوه ٠ په ختيځه خوا
کښی ، د ( هان ) سلطنت د کوريا د(
وي ) قبيله ريزمريزه کړه او (
لياو دونګ ) برخه ايزه سيمه يی چه
پخوا ددی قبيلی تر کنترول لاندی
وه د خپلی خاوری په يوه برخه
بدله کړه ٠ په جنوبی ، جنوب
لويديځه اوجنوب ختيځه خوا کښی
يعنی د اوسنی ( ګوانګ دونګ ) ، (
يوين نان ) ، ( جه جيانګ ) او (
فوجيان ) په شمول د بيلا بيلو
قبايلو سيمی يی ټولی د هان په
نقشه کښی شاملی کړی ٠ د
امپراطور( هان وو دی ) په سلطنتی
دوره کښی هغه لوي وحدت ترسره شو
چه مساحت يی د پخوانی ( چين )
دسلطنت څخه لا زيات پراخ شو ٠
د ( تانګ ) د امپراطوری سعادتمنی له برکته رامنځ ته شوی لوی
وحدت د( هان ) د سلسلو نه وروسته
يو بل لوی او فوق العاده وحدت
بلل کيږی ٠ او په تاريخ کښی
عموماٌ د( هان ) او( تانګ )
سعادتمنۍ ته مساوی مقام ورکول
کيږی ٠ ( تانګ ) امپراطوری حکومت
په شمال لويديځ کښی د ( توجی )
قبيله پوپنا کړه او دغه سيمه يی
ترخپلی اداری لاندی ونيوله ٠
په شمال ختيځ کښی يی د کوريا
قوتونو ته پوره ماتی ور کړه او
په دی سيمه کښی يی د ( تانګ )
محلی حکومت جوړ کړ ٠ او لری
شمال خيتځ يعنی اوسنی ( هۍ لونګ
جيانګ) سيمه يی هم تر خپلی اداری
لاندی راوستله چه ( تانګ )د سلطنت
د ( کای يوان ) په دوره کښی را
منځ ته شوی سعادتمنی د خپل تاريخ
اوج ته ورسيد او د خاورو مساحت يی
د لويديځ ( هان ) څخه زيات اوښتی
و ٠
د ( هان ) او ( تانګ ) په ٢ امپراطوری دورو کښی د هيواد فوق
العاده لوی وحدت ترسره شو نو ځکه
دغی دوری د چين د خاورو د
پراخيدو په بهير کښی ٢ مهمی
تاريخی دوری بلل کيږی ٠
د ( مينګ ) د سلسلو د ( يونګ له ) او( شيوان ده ) په دورو کښی
حکومت د شمال او شمال لويديځ له ٢
طرفو نه د ( يوان ) سلسلی پر
لمسيانو باندی بريدونه وکړل او په
پای کښی يی د صحرا په جنوب او
شمال کښی خپل تسلط ټينګ کړ ٠
دغه راز په جنوب لويديځ او جنوبی
سيمه کښی يعنی د اوسنی ( يوين
نان ) ، ( ګوي جو) او( سه چوان )
په پراخه سيمه کښی يی د مرکزی
حکومت له خوا دمستقيمی اداری
مقام ټينګ کړ او د لری شمال
ختيځ په ارته خاوره کښی د (
مينګ ) حکومتی مامورينو د اداره
کولو دندی عملی کړی ٠ دغه شان د
( مينګ ) شاوخوا ملکونه لکه (
ان نان ) ، ( سيان لو ) او (
کوريا ) ټول د( مينګ ) په
اړوندو فرعی ملکونو بدل شول ٠ د
( يونګ له ) او ( شيوان ده ) د
دوو دورو نه وروسته د لوي ديوال
شمالی اړخ اود سلطنت شمال
لويديځه خوا بيا د مغول تر کنترول
لاندی شوه ٠ مغول د ( مينګ ) له
سلطنت سره کله جګړی او کله کله
يی روغی جوړی وکړی ٠ او عيناٌ له
سره تر پايه پوری له مينګ سره
څنګ په څنګ ولاړ و٠ او په دی
بهير کښی د ( مينګ ) سلطنتی
قلمرو يو څه کوچنی شو ٠ د مساحت
د پراخوالی او د وحدت د لويوالی
له لحاظه د ( هان ) او ( تانګ )
دواړه سعادتمنۍ تر نورو نه تودی
او له حياتۍ قوی نه ډکی شوی ٠
او پرته د ( يوان ) د سلسلو نه
يوازی د ( چينګ ) د سلسلو د( کان
چيان ) سعادتمنی ورسره مقابله
کولای شو ٠ لکه څنګه چه د ( چينک
) امپراطور ( يونګ جنګ ) ويلی ؤ :
له تاريخ نه راهيسی د وحدت د
لويوالی او د مساحت د پراخوالی له
نظره کوم سلطنت نه دی پيداشوی چه
زما د سلطنت څخه وتلی دی ٠ اود
هيواد په لوی وحدت کښی له ختيځ
نه تر لويديځ پوری او له شمال
نه تر جنوب پوری په ټولو سيمو کښی
د ( چينګ ) سلطنتی واک قبول شو
٠ دغه خبره يی البته يو څه
وختی کړی وه ٠ په حقيقت کښی د
امپراطور ( چيان لونګ ) په ٢٤ م
کال کښی د ( چينګ ) سلسلو ريښتينه
سعادتمنی ترسره شوه چه په لويديځ
اړخ کښی لوی سلطنتی قدرت د (
جوينګړ) قبيله تيت و پرکه کړه ،
( چينګ های ) ، د شينجيانګ جنوبی
او شمالی سيمه او تبت يی په
پوره توګه د مرکزی حکومت تراداری
لاندی ونيول ٠ او خپل لويديځ
سرحد يی د ( بالمخاش ) د جهيل
ختيځ اړخ ته او شمالی سرحد يی د
لويی صحرا جنوب او شمال ته ورسول
٠ په جنوب لويديځ کښی يی د
قبايلو هغه زوړ نظام چه د زر کاله
دپاره يی دوام موندلی ؤ له منځه
يووړ ٠ په شمال ختيځ کښی يی د(
هی لونګ جيانګ ) سيند شمالی غاړه
او د بهرنی ( داکينګ ) غرونو
جنوبی سيمه تر خپل کنترول لاندی
راوستله ٠ ختيځ سرحد يی د (
اوسوری ) سيندختيځی غاړی ته او
حتی بحيری ته اوږد کړ ، په جنوب
ختيځ کښی يی د ( تايوان ) ټاپو او
په جنوب کښی د ( نان شا ) ټاپوګان
ټول د ( چينګ ) د لوی سلطنت په
نقشه کښی راوستل ٠ او په دغو سيمو
کښی يی ولايتی اداری قايمی کړی
، مامورين او قوماندانان يی ور
ته واستول او پوځيان يی پکښی
ميشته کړل چه په دی توګه د
هيواد ريښتينی لوی او فوق
العاده وحدت ترسره شو ٠ په هغه
وخت کښی څه دپاسه ٥٠ قومونه د (
چينګ ) رژيم توابع شول ٠ د (
چينګ ) سلسلی د ( کان چيان ) په
سلطنتی دوره کښی لوی وحدت ته
پراختيا ورکړه شوه او هغه پخوانی
مفکوره چه د هيواد په دننه کښی د
مځکو خاوند ته ملوک الطوائف او
په بهر کښی يی ور ته قبايلی مشر
ياديدل پريښوده ٠ د( چينګ
)سلسلی د ( کان شی ) د امپراطوری
دوری له پيل نه د لوي ديوال د
ترميمولو څخه لاس واخستل شو چه له
دی امله هغه ٢٠٠٠کلنه عنعنوی
مفکوره ماته شوه چه د لوي ديوال د
کرښو سره سم د هيواد داخلی او
بهرنی خاوری تميزی کيدی اوله دی
برکته هغه نوی مفکوره په عمل
بدله شوه چه د لوی ديوال د بهر او
داخل خلک لکه وروڼه دی چه په يوه
لويه کورنی کښی ژوند کوی چه دا
په مستقيمه توګه د عصری چين د
نقشی او د زيات شمير قومونو
لرونکی هيواد د جوړيدو دپاره کلک
بنسټ ايښودلی دی ٠ ( البته اوسنی
نقشه د ( چيان لونګ ) دسلطنتی
نقشی په نسبت يو پر ٤ مه برخه
کمه شوی ده )٠
په هره سعادتمنه دوره کښی د لوی وحدت د ټينګيدو تر شرائطو
لاندی د اوږدی مودی کراری او
ارامی وساتله شوه چه توليدی
پرمختګ يی په ثابته توګه ساتل شوی
دی ، غله جات يی پريمانه ؤ او
دولتی ګدامونه يی تل ډک ؤ ٠ د
امپراطور ( هان وو دی ) په زمانه
کښی د ٦٠ کالو سمسورتيا او
شتمنی ترلاسه شوه ٠ د ( تانګ ) د
( کای يوان ) او ( تيان باو) په
زمانو کښی په هر کور کښی د
غلودانو څو کاله ذخيره ساتله کيده
٠ د( مينګ ) سلسلی د ( يونګ او
شيوان ) په زمانو کښی خلکو شتمنی
وګټله او دولتی ګدامونه هم له
غله جاتو څخه ډک ؤ ٠ماليات
ورکوونکو په خوښۍ او خوشحالۍ سره
خپله دنده اجرا کوله ٠ او خلکو
او پوځيانو ټولو ښه ژوند ترﻻسه
کړ ٠ د ( چينګ ) سلسلی د
امپراطور( کان شی ) په دوره کښی
دولتی ذخيری خورا زياتی شوی ٠ د
( کان شی ) د ٥٠م سلطنتی کال له
پيل نه په هرو ٣ کالو کښی د
ولايت په درجه مختلفی سيمی د يوی
اونی دپاره له مالياتو څخه معافی
شوی ٠ او داسی حالت په هر کال کښی
په مختلفو ځايونو کښی ليدل کيده ٠
د ( کان شی ) په دوره کښی د معاف
شوی مالياتو ارزښت ټول ٧ مليونو
کيلو ګرامو سپين زرو ته ورسيد ٠
د ( چيان لونګ ) په دوره کښی د
هيواد سمسورتيا اوج ته ورسيدله٠
ذخيری يی لا زياتی غنی شوی او
ګرد هيواد په ٤ وارو د مالياتو
له معافيدو څخه برخوردار ؤ چه
ارزښت يی ٦ مليونو کيلو ګرامو
سپين زرو ته ورسيد ٠دغه راز په ٣
واروسره په ګرد هيواد کښی د
مالياتو د معاف کيدو په باب
امتيازات عملی شول چه په نتيجه
کښی ټول يو مليارده ليتره غله
جات له مالياتوڅخه بی برخه شول
اود دولت پولی ذخيره يی حتی ٤
مليونو کيلو ګرامو سپين زرو ته
ورسيده ٠ او عادی ذخيره يی تل په
٣ مليونو ٥ لکو کيلو ګرامو سپين
زرو کښی ساتل کيده او په جنګی
حالاتو کښی چه نظامی لګښتونه يی
زيات ؤ دولتی ذخيره يی لږ تر
لږه يو مليونو کيلوګرامو سپين
زرواو حتی ٣ مليونو کيلو ګرامو
سپين زرو ته رسيدلی وه ٠
|