中国国际广播电台
  
 
      
 
امپراطور( چين شه هوانګ ) چه په
سياسی واک يی په لاس کښی ونيوه
 ،  زړه يی  ډير وغوښتل چه په
دنيا کښی د تل دپاره ژوندی پاتی
شی ٠ کله چه هغه واوريدل چه د( بو
های ) په بحيره کښی د ارباب النوع
د اوسيدو دپاره يو ټاپو دی او په
دی ټاپو کښی د انسان د تل ژوندی
ساتلو دوا شته  ٠  نو لومړی يی د
( لوشنګ ) نومی استازی  دغه ټاپو
ته وروليږه ٠ استازی ( لو شنګ ) د
( جيی شه ) يعنی  اوسنی ( چين 
هوانګ داو )  څخه  بحيری  ته حرکت
وکړ ٠  خو هغه په  دی سفر کښی 
ناکام شو  ٠ اوس  د ( چين هوانګ
داو )  ښار د ( دونګ شان ) په
پارک کښی يو لرغونی اثر ليدل کيږی
او داسی توضيح  شوی دی چه
  ددايئمی ژوندی ساتونکی دوا د
پلټنی  دپاره امپراطور ( چين شه
هوانګ ) له دی  ځايه   بحر ته لاړ
٠ په ١٩٩٢ م کال کښی  په دی ځای
کښی د ٦ مترو په جګوالی او د ٨٠
ټنو په وزن د ( چين شه هوانګ )
يوه ډبرينه مجسمه جوړه  شوی ده  ٠
 
وروسته امپراطور ( چين شه هوانګ )
بيا  استازی ( شوفو)  سمندرته
 وروليږه  تر څو دغه ډول دوا پيدا
کړی ٠ استازی ( شوفو ) چه  له
 بحر نه بيرته راستون شو،
امپراطور( چين شه هوانګ ) ته يی
داسی وويل چه هغه د ( پونګ لای )
په نامه  د رب النوع د اوسيدو غره
ته پورته شو او دغه دوا يی هم
کشفه کړه ٠ خو لوی ربالنوع وليدل
چه دده تحفه  ډيره کمه  ده ، نو
د( شوفو ) غوښتنه يی رده کړه   ٠
او ورته يی وويل چه   بايد د
ممتازو  هلکانو ، ښکلی نجونو او
بااستعدادو کسانو په بدلولو دغه
ډول دوا ترلاسه کړی  ٠ امپراطور (
چين شه هوانګ ) چه د ( شو فو )
دغه خبره واوريده ډير خوشحاله شو
او سمدستی يی ٣ زره تنه هلکان او
نجونی او بااستعداده کسان  (
شوفو) ته ورکړل ٠ (  شوفو )  له
دغو هلکانو ، نجونو او فنی
پرسونلو سره  بيا  سمندر ته لاړ ٠
 خو په دی سمندری سفر کښی يی بيا
هم کومه دوا  ترلاسه نه کړه ٠  او
امپمراطور ( چين شه هوانګ ) ته يی
وويل چه ځکه ما دوا نه ده ترلاسه
کړی  علت يی دا دی چه په سمندر
کښی  لوي  ښامار پيدا شو او دغه
ښامار  زما د بيړيو د کاروان  د
حرکت مخه ونيوله ٠ او په دی وجه
مونز دی غره ته نه شو نژدی کيدای
 ٠  نو ښه به دا وی چه  د ربالنوع
غره ته د رسيدو دپاره بايد په
بيړۍ  کښی  تکړه  غشی ويشتونکی او
 ښی وسلی برابری شی ٠ په دی وخت
کښی امپراطور ( چين شه هوانګ )
تصادفاٌ  يو خوب وليد چه هغه له
سمندری رب النوع سره شجاعانه جګړه
کوی  ٠ د خوب تحليلونکو په قول
 دغه سمندری رب النوع  د  ښامار
نښه ده ٠ نو امپراطور ( چين شه
هوانګ ) د( شوفو ) پر خبرو باندی
ټينګ باور وکړ او په بيړۍ کښی يی
 غشی ويشتونکی عسکر او وسلی
برابری کړی  او  پخپله  له شوفو
سره يو ځای  بحر ته لاړ ٠  د
بيړيو کاروان  يی  د ( ځه فو) په
نامه ټاپو ته په نژدی سمندری سيمه
کښی يو  لوی کب  وليد ،  ( چين شه
هوانګ ) د غشی په ويشتلو دغه کب
وواژه ٠ او په دی وخت امپراطور
 فکر وکړ  چه  په پاتی سفر کښی به
کوم  خنډ  پيدا نه کړی ٠ خو د رب
النوع د اوسيدو ټاپو بيا هم پيدا
نه شو  او البته يی دوا يی   هم
 ترلاسه  نه کړه ٠(  شوفو ) نور
جراٌ ت نه درلود چه د( چين شه
هوانګ ) حضور ته لاړشی ٠ نو د ٣
زرو تنو  نجونو او هلکانو او
بااستعدادو کسانو په وړلو سره
جاپان ته لاړ او هلته  پاتی شول ٠
په اخر کښی ( شوفو ) د جاپان د(
فوجی ) په نامه په غرنی سيمه کښی
مړ شو ٠   
په جاپان کښی د( شوفو) په باب
روايات  زيات اوريدل کيږی او په
اسنادو کښی يی هم د ( شوفو ) په
باب کيسی زياتی  ليکل شوی دی ٠ 
 د جاپان ځينو پوهانو حتی دا نظر
څرګند کړ چه د جاپان د دولت
 موسيس يعنی د جين مو ) په نامه
 لومړی امپراطور همدا ( شوفو ) و
٠ د جاپان خلک هم  د خپل نيکه په
حيث ( شوفو ) ته   
ډ ير احترام کوی او هغه ته د
زراعتی چارو د اداره کولو او د
دارو درملو  رب النوع  بولی ٠  تر
اوسه پوری په جاپان کښی د ( شوفو
) د اوسيدو په سيمو کښی  د ( شوفو
) مقبره ، ماڼۍ ، ډبره اود( شوفو
) د يادګارۍ څلی ساتل شوی دی  ٠
او په ١٩٩١ م کال کښی د جاپان
خلکو  په (سا ګا) ولسوالۍ کښی د (
شوفو)سړک په نامه  يو  پارک اباد
کړ او هر کال په منی کښی د( ساګا
) ولسوالۍ خلک د ( شوفو ) معبد ته
د شولو لومړی وږی  وړاندی کوی او
په هر ٥٠ کالو کښی د ( شوفو) د
عبادت کولو دپاره لوی او مجلل
مراسم پر ځای کيږی ٠    
  
 
 
 
 
 
 
 |